<%@ Language=JavaScript %> د چين ښځينه اخونده – جين می خوا
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:15:18    
د چين ښځينه اخونده – جين می خوا

cri

د چېن د نين سيا د خوی قوم په خودمختاره سيمه کی چه د مسلمانانو نفوس ېې ېو پر دريمه برخه نيسی ، هر ښار او ولسوالۍ ېې زيات جوماتونه لری . د محلی اسلامی ټولنو د احصاېې له مخی ، په دی سيمه کی د هغو اخوندانو شمير چه خپل نومونه ېې ثبت کړی ، څه د پاسه ٥ زرو تنو ته رسيدلی چه له دی جملې نه ښځينه اخوندې ېې يوازی ٣٠ تنه دی .

جين می خوا د نين سيا د خوی قوم د خودمختارې سيمې د وو ځون ښار ېوه ښځينه اخونده ده او هغه ښځينه جومات چه جين می خوا پکی د اسلامی اصولو په باب معلومات ور کوی ،د وو ځون ښار په جنوبی برخه کی د وو نان په لوی جومات کی واقع دی . د وو نان لوی جومات د څه د پاسه درو سوو کالو تاريخ لری او وروسته تر هغه چه په ١٩٩١کال کی ېې ښځينه جومات پرانيست ، په هره جمعه ورځ کی ٥٠ يا ٦٠تنه ښځی او کله کله له سلو نه زياتې ښځې دلته لمونځ کوی ، جين مي خوا ددی لوی جومات له خوا استخدامه شوی پنځمه ښځينه اخونده ده .

جين می خوا سږکال ٤٠ کلنه ده او د خوی قوم په کورنۍ کی زيږيدلی ده . د زياتو کلونو راهيسی هغې د خپل پلار تر ﻻرښوونی ﻻندی قران کريم زده کړی او احساس او تفاهم ېې ورځ په ورځ زيات شويدی . څرنګه چه ښځې نه شی کولی چه په جومات کی د نارينه اخوند له خوا وعظ کول واوری ، خو د اسلامی اصولو په باب معلومات ور کول او د ښه اخلاق خپرول د هر مسلمان مقدسه دنده ده ، نو هغې فيصله وکړه چه ځان د ېوی ښځينه اخوندې په حيث وګرځوی . هغې وويل چه د خدای پيغمبر حضرت محمد ويلی دی چه د معلوماتو اخيسل د هر مسلمان مقدسه دنده ده . زه د ېوی تبعی او يوی مسلمانې ښځې په توګه باېد خپل زده کړی شوی معلومات نورو ښځو ته خپاره کړم څو چه ﻻ زياتې ښځې د اسلامی اصولو په معلوماتو ښه پوه شی او د هيواد ، ملت او کورنې لپاره ګټور انسان وګرځی . نو په کوشش سره ېې د اسلامی معلوماتو په زده کولو پيل کړی او بالاخره جين مي خواپه ٢٠٠٢ کال کی د نين سيا د خوی قوم د خودمختاری سيمی د اسلامی ټولنی له ازموينې څخه بريالی وتلی او د اخوندې تصديقنامه ېې تر ﻻسه کړی او د وو ځون ښار له اتو رسمی ښځينه اخوندانو څخه شميرل شوېده .

کله چه خبريال د وو نان د لوی جومات له امام ما وان يون څخه چه د لوړو تحصيلاتو لپاره ليبيا ته تللی و ، پوښتنه وکړه چه د ښځينه اخوندې جين مي خوا معلوماتی سويه څنګه ده ؟ هغه ځواب ور کړ چه د ښځينه اخوندې جين مي خوا سويه ټيټه نه ده. زياتره ښځينه اخوندې له دوولسم ټولګی څخه فارغې شوی او په عمومی توګه ېې د چين د معياری ژبی نسبتا لوړه سويه درلودلی ده ، نو دوی ټول کولی شی چه په ساده ژبې او په سالمه توګه د اسلامی اصولو په باب معلومات ور کړی ، نو ځکه ېې ددوی د زده کوونکو او شاو خواوو ښځينه مسلمانو احترام او محبت حاصل کړيدی . ويل کيږی چه د ښځينه اخوندانو په رامنځ ته کيدو سره د خوی قوم د زيات شمير ښځو ژوند بدل شوی او د ښځو د ټولنيز ژوند له لحاظه ددوی اغيزه د نارينه وو اخوندانو په نسبت ﻻ زياته ده .

ښځينه اخوندې جين مي خوا پنځه تنه رسمی زده کوونکی لری او دوی هره ورځ د اسلام د مقدسو اصولو د زده کولو لپاره دی ښځينه جومات ته راځی . دغه راز د شاوخوا په کليو کی ٤٠ يا ٥٠ تنه ښځی هم تل په ښځينه جومات کی ور سره لمونځ کوی چه ددوی عمرونه له څه د پاسه لسوکالو نه تر پنځوسو او شپيتو کالو پوری دی جين مي خوا وويل چه زه په عمده توګه قران کريم ، د حديث پوهه او اسلامی مقدس اصول او نظريات زده کوونکو ته ور کوم او غواړم چه د دغو درسی محتوياتو د ور کولو له ﻻری هره ښځه د هيواد او اسلامی دين په معلوماتو پوهه کړم څو چه دوی هره يوه ښه مور او ښه ښځه وګرځی . علاوه پر دی ، مونږ يو ځای د ژوند په باب او حتی څنګه د خواښی او نږور تر منځ د روابطو د ښه کولو په باب د خپلو احساساتو او تجربو تبادله هم کوو .

د محلی مسلمانانو په قول ، ښځينه جومات که څه هم وړونکی دی ، خو د محلی ښځو په ژوند کی مهم مقام او نقش لری .