<%@ Language=JavaScript %> په عمان کښې سړی او ښځې په مساوی توګه په انتخاباتو کی برخه اخلی او ديموکراتيک بهير چټک شویدی
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:19:36    
په عمان کښې سړی او ښځې په مساوی توګه په انتخاباتو کی برخه اخلی او ديموکراتيک بهير چټک شویدی

cri

د چين د سينهوا اژانس خبريال د٢٠٠٣ کال په اکتوبر کی ،دبلنی په اثرعمان ته سفر وکړ او د مشورتی غونډې د غړو د انتخاباتو سره ېی چه په هر درو کالو کې يو ځل جوړيږی مرکه وکړه او پخپله ېی د نوموړی لرغونی عربی هيواد د عصری ديموکراسې بهير احساس کړيدی .

د خلېج سيمې د ېوه نوی نفت لرونکی هيواد په توګه ، د عمان اقتصاد په دی وروستېو ٣٠ کالو کی چټک پرمختګ کړیدی .په ٢٠٠٢ کال کی، د هر نفر په سر د داخلی توليداتو عمومی ارزښت ېې ٩زرو امريکاېې ډالرو ته نژدی شوی او عمان د اقتصاد له نظره د خليج په سيمه کی د ډيرو حياتی قوه لرونکو هيوادو څخه شميرل شویدی . په عين حال کی په عمان کی چه سلطنت عملی کېږی،ديموکراتيک بهير هم چټک شویدی . د اوسنی مشورتی غونډې په انتخاباتو کی ښځې لومړی ځل د نارينه وو له مساوی انتخابی حبق څخه برخوردارې شوېدې چه دا حالت په عربی هيوادو کی لز لېدل کېزی .

د عمان کمېټه چه د نوموړی هېواد ترټولو نه لوړ سېاسی مشورتی سازمان دی ،د دواتی مشورتی غونډې اودولتی کميتې له خوا جوړېيږی چه له دی جملې نه د دولتی کميټې غړی دسلطان له خوا مقررېږی او د مشورتی غونډې غړی د عمان د اتباعو له خوا انتخابېږی او ېوه دوره په هرو درو کالو کی تبديلېږی .مشورتی غونډه دقانونیﻻيحو د سنجش کولو صلاحيت لری او وزيرانو ته وړانديزونه ور کولی شي . د مشورتی غونډې دغړو انتخابات له ١٩٩١کال څخه پېل شوی او تر اوسه پوری په پنځمي دورې پوری مربوط شويدی .

د٢٠٠٣ کال انتخاباتو تر پخوا نه ﻻ پراخوالی درلود او د هغو اتباعو شمير چه انتخاباتی حق لری ،دګرد هيواد د نفوس په عمومی شمير کی په سلو کی اتېا ته زيات شويدی . تر ټولو نه مهمه خبره خو دا ده چه په ٢٠٠٣ کال کی ښځو لومړی ځل په ريښتېا سره هغه حق درلودلی چه له نارينه وو سره په مساوات په انتخاباتو کی برخه واخلی . هغه ښځينه اتباع چه عمر ېې له ٢١کالو نه زيات دی ،ټولې له انتخاباتی حق څخه برخوردارېزی او نور به له هيڅ محدوديت سره مخامخی نه شی . علاوه پر دی ، په انتخاباتو کۍ د ښځو د برخې اخيستلو مقررات ﻻ نور هم ښه شوی او ﻻ زيات ښځی د انتخابيدو له حق څخه برخورداريزی .

د ٢٠٠٣ کال د انتخاباتو په ورځ کی ،د چين د سينهوا اژانس خبريال د عمان د شمالي برخې ږصحار ښار ته ورغی چه محلی نفوس ېې ٢٥٠زره تنه دی او انتخابوونکی ېې پکی ١٢زره تنه وو او ښځينه انتخابوونکو ېې نژدی نيمه برخه نيوله . انتخابوونکو د ېوې ښځې په شمول له ١٧تنو کانديدانو څخه د مشورتی غونډی دوه غړی انتخابول . که څه هم د هغې ورځې هوا ډېره ګرمه وه ، خو انتخابوونکو په تيره بېا ښځينه انتخابوونکو ﻻ هم په تودو احساساتو سره ﻻېې ور کړې . د حمبار په منځنی ښوونځی کی چه خاص د ښځينه انتخابوونکو لپاره پرانيستل شوی انتخابی ځای و ، يوازی په سهار کی نژدی زرو تنو ښځو راېې ور کړې چه ددوی څخه ځينې سپين سری او ځينی هغه ځوانې ميندې وې چه ماشومان ېې په غېږو کی نيولی وو او د سرويسونو په واسطه له لېری ځايونو نه دلته راغللی وې .

ښکاره ده چه دوی نوموړو انتخاباتو ته په ډېره درسته سترګه وکتله . هرې يوې ېې عنعنوی تور لباس اغونستی وو او تور دسمال ېې په سر کړی و او په دقت سره ېې د پاڼې د ډکولو نه وروسته په جدی توګه پاڼه په صندوق کی اچوله . يوه د کورنۍ ښځه چه بدريه نوميده په خپل عمر کی لومړی ځل په رايه ورکولو کی برخه واخيستله . هغې وويل چه نن ورځ هغه ډيره خوشحاله ده او ښځې بالاخره کولی شی چه د نارينه وو په شان د رايګيرۍ له ﻻرې هغه کسان انتخاب کړی چه د خپل ځان په نماينده ګۍ د دولت په سياسی ژوند کی برخه واخلی چه دا به د عمان ټولنيزه ترقۍ پر مخ بوزی .

ځينو نارينه وو انتخابوونکو هم دا نظر څرګند کړ دا چه سړی او ښځې په مساوات سره په انتخاباتو کی برخه اخلی ، د دولتی ديموکراسې او ټولنيزی ترقۍ نښه نښانه ده . زلمی هرفه محمد چه د پوهنې په څانګه کی کار کوی وويل چه په خوشخالۍ سره می وليدل چه ښځې نه يوازی د دولت په اقتصادی ابادۍ ، بلکی په سياسی ابادۍ کی هم برخه اخلی . ټولنه اصلا د نارينه وو او ښځو څخه جوړه شوۍ او بی د ښځو د ګډون نه ټولنه پوره او مکمله نه ده .

اوس په زياتو عربی هيوادو کی ، په سياسی ژوند کی د ښځو د ګډون حق له مختلفو محدودييتونو سره مخامخ دی او ځينی هيوادونه ﻻ هم په دی موضوع باندی بحث کوی چه ايا ښځې پريښودل شی که نه چه په انتخاباتو کی برخه واخلی . له دی نه څرګنديږی چه د عمان له خوا په فعاله توګه د ديموکراتيکو اصلاحاتو پرمخبيول به په عربی نړی او حتی په ﻻ زياته ساحه کی مثبته اغيزه ولری . لکه څنګه چه د عمان د معبوعاتی وزارت يوه مامور ويلی چه عمان اوس تاريخ جوړوی