<%@ Language=JavaScript %> د چين حکومت په کوشش سره اواره وو او سرګردانو کوچنيانو ته نجات او پاملرنه ور کوی
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:21:34    
د چين حکومت په کوشش سره اواره وو او سرګردانو کوچنيانو ته نجات او پاملرنه ور کوی

cri

د چين د سينهوا اژانس خبريال د ٢٠٠٣ کال په نوامبر د چين د شي جيا ځوان په ښار کی د کوچنيانو او ماشومانو د پاملرنې او روزنې د مرکز څخه ليدنه کتنه وکړه او ددی مرکز له ١٣کلن زده کوونکی جانګ تاو شوی څخه چه پخوا يو اواره او سرګردانه هلک و ، پوښتنه وکړه چه ته ولی دغه ځای خوښوی ؟هغه ځواب ور کړ چه دلته ښوونکی د ميندو په شان دی . ته د لوی کيدو نه وروسته به څه کار وکړی ؟ هغه ځواب ور کړ چه ددی مرکز په شان يو مرکز جوړ کړم څو چه ټول اواره او سرګردانه کوچنيان کورنې ولری.

د اواره وو او سرګردانو کوچنيانو واقعی حالت د چين د حکومت له خوا د زياتی توجه وړ ګرځيدلی دی . د نابالغانو د ساتنی د قانون او د نابالغانو د جرمونو دممنوع کولو د قانون په بنسټ ،د چين حکومت د ٢٠٠٣ کال په اګيست کی ، په خاص ډول له ښاری اواره وو کسانو سره د مرستی په غرض د يو لړ اداری طريقو په تطبيق کولو پيل کړيدی . چين د ماشومانو د حقوقو په باب د م م د کنوانسيون د امضا کوونکی هيواد په توګه ددی کنوانسيون د مشخصو محتوياتو له مخی د چين د ماشومانو انکشافی پروګرام طرح کړ او ژمنه ېې وکړه چه د اواره وو کوچنيانو په شمول د چين د ټولو ماشومانو د ژوند حالت ښه او بشپړ کړی او دغه کار به په جلا جلا توګه د چين د ملکی چارو ، د عدلې او د ښځو د اتحاديو په شمول د زياتو څانګو له خوا په ګډه سره سر ته ورسوی .

د چين د دولتی شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کاری کميټې د فتر مرستيالې ميرمنې جانګ يو غه وويل چه د څو کالو راهيسی ، د چين په لويو او منځنيو ښارونو کښی په وار سره ١٢٨ د لنډې مودی لپاره د نجات او پاملرنې هغه مرکزونه جوړ شوی کوم چه په خاص ډول اواره وو کوچنيانو ته عاجله پناګاه ور کوی او د اړتيا وړ ټولې پيسې ېې د دولت د ملکی چارو د څانګو او د محلي حکومتونو په غاړه دی . دغه مرکزونه هغه ټولنيز خيريه سازمانونه دي چه دولت ددوی په عوض د نظرت او پاملرنی دنده په غاړه لری .

د چين په شی جيا ځوان ښار کی د کوچنيانو او ماشومانو د پاملرنې او روزنې مرکز په چين کښی د اوږدې مودي لپاره له اواره وو ماشومانو سره د مرسته کولو لومړنی خاص سازمان دي چه د حکومت په مالی مرسته فعاليت کوي . د شی جيا ځوان ښاروالی په وار سره د څه د پاسه ٤ مليونو ژن مين بی يوانو پيسو په لګولو سره دغه مرکز چه مساحت ېې له لسو زرو مربعو مترو نه زيات دی او له ٣ سوو تنو نه زيات کوچنيان پکی ځاېږی جوړ کړی او هره مياشت د هر ماشوم لپاره ١٥٠ يونه د ژوندانه لګښت ادا کوی . د٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کی د لومړی ډلې د اواره وو او سرګردانو ماشومانو د منلو راهيسی ، دغه مرکز ١٤٠ تنه اواره ماشومان چه د چين د ٢٢ ولايتونو او خودمختارو سيمو نه راغلی منلی او د ٨١ تنو اواره وو ماشومانو اصلی خپلوان ېې پيدا کړيدی .

د شي جياځوان ښار د عدلی د رياست رېس ښاغلی جانګ شوان چوان چه ددی سازمان د ادارې دنده په غاړه لري وويل چه دغه مرکز د مطبوعاتی ذرايعو په همکارۍ د ١١ تنو بی کوره او اواره وو ماشومانو لپاره له ټولنې نه داوطلبانه پلرونه او ميندی ګمارلی دی چه دوی د هری اوونی د شنبي او يکشنبی د رخصتۍ په دوو ورځو کی د پلار او مور وظيفه په غاړه لری . اوس دغه ١١ تنه ماشومان د هرې رخصتې په ورځو کی په خوشحالۍ سره خپلو کورونو ته تللی شی . لږه موده دمخه د امريکې د قانون پوهانو د ټولنی په اړوند د زلميانو او کوچنيانو د قانونی مرکز قانون پوه ښاغلی ويلم .ګريمو له دغه مرکز څخه د ليدنې کتنې نه وروسته وويل چه ددي مرکز په ليدو سره زه حيران پاتی شوم ځکه د شی جيا ځوان ښاروالی موثير تدابير نيولی او په دی برخه کی زمونږ لپاره تجربی برابرولی شی

په ډول ډول شکلونو سره له اواره وو او سرګردانو ماشومانو سره مرسته او پاملرنه کول په اوسنی وخت کی د هغو موضوعاتو څخه شميرل کيږی چه د چين حکومت په کوشش سره ېې حلوی . د چين د ملکي چارو دوزارت په اړوند د خيريه او ټولنيزو چارو د رياست مرستيال ښاغلی يان چين څون وويل چه د ٢٠٠١ کال څخه د چين د ملکی چارو وزارت د م م د ماشومانو د صندق په شمول د مربوطو بين المللی سازمانونو په همکاری ، په جلا جلا توګه د چين د خه نان ولايت په مرکز جين جو ښار او د خو نان ولايت په مرکز چان شا ښار کی له اواره وو او سرګردانو ماشومانو سره د مرستی په غرض د تقليدی يا مجازی کورنی ازموينه تر سره کړيده څو چه په تدريجی توګه له ټولنې سره د اواره وو ماشومانو مينه او محبت زيات شی او د هغو اواره وو کوچنيانو ژوند تامين کړی شی کوم چه کورنی لری ، خو بيرته نه شی ستنيدای يا د کورنی ادرس ېې معلوم نه دی .

د خبر له مخی ، د چين د دولتی شورا په اړوند د ښځو او ماشومانو د کار کميټی د اواره وو او سرګردانو ماشومانو د حقوقو د ساتنې په غرض د پروګرام په تطبيق پيل کړی او د اوسيدونکو سيمی او داوطلبان ېې دی ته هڅولی چه د خپلو سيمو د اواره وو ماشومانو مشکيلات ليری کړی . د تطبيق په بهير کی د شی جيا ځوان ښار د تان ګه په اوسيدنکی سيمه کی څه د پاسه ٣٠ تنو اوسيدونکو ماشومانو له اواره وو ماشومانو سره دوستۍ ټينګه کړی او د اوسيدونکی سيمې د سازمان تر لارښوونې او مرستې ﻻندی دغه اواره ماشومان د کورنې له نيکمرغې څخه برخوردار شويدی