لږه موده دمخه د تاو سين ځی په نامه ښوونځی کی چه د چين د مرکز بيجنګ
په اطرافو کی واقع دی ، له سنګاپور نه يوه ميرمنه چه چو نوميږی راغلې ده او
هغه پخپله خوښه په دی ښوونځی کی د هغو کورنيو اوﻻودنو ته چه د چين له
نورو سيمو نه د کار دپاره راغلی د انګلسی ژبې درس ور کوی ٠
خبريال له ښوونکې چو سره د مرکه کولو لپاره دغه ښوونځی ته تللی و ٠
تاو سين ځی نومی ښوونځی په ډير ګوښه ځای کی واقع دی او سرويس په
مستقيم ډول ور ته نه رسيږی ٠ د ښوونځی په څلورو خواوو کی درسی کوټې جوړې شوې او منځنی خالی ځای ېې د اوﻻدونو دورزش ډګر دی ٠
کله چه خبريال ښوونځی ته راغی ، ښوونکی چو کوچنيانو ته د انګليسی ژبې
درس ور کاوه ٠ ښوونکی چو درسی کتاب په لاسونو کی ونيوه او په ژوندی لوړ
اواز ېې ولوستل چه ګودمارنينګ ٠ زده کوونکو هم ور پسی په لوړ اواز دغه جمله ولوسته ٠ د درسی کتاب د لوستلو لوړ اواز دغه زړه درسی کوټه له حياتی قوې
څخه ډکه کړيده ٠
ښوونکی چو په چينی ژبې پوهيږی او په عادی وخت کی د چينی ژبې په واسطه له
زده کوونکو سره تبادله کوي ٠ کله چه خبريال د ښوونکی چو د حالت پوښتنه وکړه ،
زده کوونکی ټول راغونډ شول٠ يوې جنۍ خبريال ته وويل چه مونږ ټول دغه ښوونکی
خوښوو،هغه ډيره مينه ناکه ده اود انګليسی ژبې د لوستلو تلفظ ېې هم ډير ښه او
سم دی ٠ د اووم ټولګی يوه زده کوونکی وويل چه ښوونکی چو ډيره حوصله لری او
د درسی وخت نه په بهر کی هغه هم درس راکوی ٠ اوس زه د انګليسی ژبې له درس
سره ډيره علاقه لرم ٠
ښوونکی چو په سينګاپور کی زيږيدلی او لويه شوي او سږ کال ٦٠ کلنه ده ٠
هغې وويل چه ما له کوچنيتوب نه د چينی ژبې د درس په لوستلو پيل کړی ، نو له
چين سره ډيره مينه لرم ٠ ما په تليويزيونی پروګرام کی وليدل چه د چين ځينی غريب
ماشومان له درس لوستلو نه بې برخه دی ، نو زړه می ډير خفه و او فکر می وکړ چه
د خپل ژوند په وخت کی به ددوی لپاره څه کار وکړم ٠ له دی امله ښوونکی چو له
سنګاپور نه چين ته تيلفون ور کړ او بالاخېره ېې د تاو سين جي ښوونځی پيدا کړ ٠
ښوونکی چو وويل چه په چين کی ماشومانو ته درس ور کول ددې دوهمه هيله ده
او ددې لومړی هيله د شخصی تصويرونو د نندارتون پرانيستل دی ٠ دا نندارتون په
کامياب ډول پرانيستل شو او ټول عايدات ېې په وړيا ډول له چينی غريبو ماشومانوسره د مرستی په غرض مربوطو پلانونو ته ور کړيدی ٠ چين ته د راتګ نه دمخه
ښوونکی چويوه کورنی ښوونکی وه او د هرې مياشتې عايدات ېې ٢٨٠٠ سنګاپور
يوونه وو ٠ اوس په چين کی ښوونکی چو په داوطلبانه توګه ماشومانو ته درس ور
کوی او په ښوونځی کی ډؤډی خوری او اوسيږی ٠
خبريال د ښوونکی چو د بيديدو کوټې ته ورغی او و ېې ليدل چه ډير ساده ژوند ېې
درلورد او ان د ژوندانه د عصری شيانو څخه ېې ګټۀ نه اخيستله ٠ خو سره له دی هم
هغې په مينې خپله دنده تر سره کوله ٠ هغې ووېل چه زما په نظر دلته ښه دی او زه له
اوسنی کار نه رضامنده يم ځکه چه غريبو ماشومانو ته درس ورکول زما هيله ده ٠ زه
له دغو ماشومانو سره ډيره مينه لرم او دوی ډير هوښيار دی ٠ دوی بايد له ښو
تعليماتو نه برخورداره شی ٠
د تاو سين ځی په نامه دغه ښوونځی په ٢٠٠١ کال کی جوړ شو او اوس څه دپاسه
٦ سوه تنه شاګردان او له ٢٠ تنو نه زيات ښوونکی لری او له هغو ٥ قانونی ښوونځېو نه شميرل کيږی کوم چه د بيجنګ د ښاروالی له خوا په رسمی توګه منظور شوی او په
خاص ډول د هغو کسانو اوﻻدونه منی کوم چه د مرزدوی کولو لپاره بيجنګ ته راغلی دی ٠
په ښوونځی کی خبريال ددې ښوونځی د تعليم او ﻻرښوونې د څانګې رېس
ښاغلی وانګ فون وليد ٠ هغه وويل چه ښوونکی چو په کار کی ډير مسوليت لری
اوهيڅکله له ښوونځی نه هيڅ غوښتنه نه کوی ٠ ددې روغتيا ښه نه ده ، خو هره ورځ
زده کوونکو ته دری ځله درسونه ور کوی ٠ هغې د ماشومانو لپاره علاقه لرونکی
ګروپ هم جوړ کړ او د هرې ورځې د غرمنی دمې په وخت او د ماسپښين په وخت کی
د تدريسی کارد پای ته رسيدو نه ورورسته هغو زده کوونکو ته چه د انګليسی ژبی
له زده کړې سره علاقه لری ، مکالمه او خبری کوی، نو زدهکوونکو د انګليسی ژبې
په زده کړه کی ډيره ترقۍ موندلی ده ٠
د رېس وانګ فون په قول ، د مزووری لپاره بيجنګ ته د راغلو کورنيو د اوﻻدونو
د ښوونځيو په وړاندی يوه ډيره مهمه مسله د ښوونکو کموالی دی ٠ اوس په دی
ښوونځی کی د انګليسی ژبې ښوونکی ﻻ هم کافی نه دی او زيات ښوونکی په عين
حال کی د زياتو ټولګيو شاګردانو ته درس ور کوی ٠ هغه زياته کړه چه مونږ به پخپلو
هڅو سره د دغه ښوونځی ﻻر نور هم فعاله کړو څو چه له نورو ځايونو نه بيجنګ ته د
مزدوری لپاره د راغلو کورنيو اولادونو ته د روزنې او تعليم فرصت برابر کړو ٠