<%@ Language=JavaScript %> توله ټولنه او خلک دي د ايدز ناردغۍ سرايت د مخنيوي له پاره کوشش وکړي
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:29:10    
توله ټولنه او خلک دي د ايدز ناردغۍ سرايت د مخنيوي له پاره کوشش وکړي

cri

ددي له پاره چي د ايدز ناروغۍ دسرايت د مخنيوي او ددي ناروغۍ

په هکله د خلکو معلومات زيات کړي ،د ١٩٨٨ کال په جنوري کي

د نړيوال طبي سازمان له خوا هرکال د دسمير لومړي ڼيټه دايدز

ناروغۍ بينالمللي ورځ په توګه وټاکله شوه ،او له دي لاري د نړۍ

مختلفو هيوادونو ته بلنه ورکړه شوه چي په دي وردځ د ايدز مرض

په هکله د اړوندو معلوماتو او د دي ناروغۍ دسرايت د مخنيوي

په باب پروپاګندونه او فعاليتونه وکړي ، که څه هم بينالمللي

ټولني د ايدز ناردغۍ د سرايت د مخنيوي له پاره ډير مثبت

خدمتونه ترسره کړي دي ، مګر د ټولي نړۍ په چوکاټ کي د دغي

ناروغۍسرايت لا تراوسه پوري په موثره توګه نه دي کنترول شوي

اوحتي د د اوامداره پراختيا په حال کي ده، د ايدز ناردغۍ په اړه

د ملګرو ملتو د پلان د جوړولوګډي اداري دفترد تير نوامبر په

پنځه ويشتمه ڼيټه په خپل يوه تازه راپور کي وويل چي په٢٠٠٢کال

کي په ټوله نړۍ کي د ايدز پنځه مليونه تنه نوي ناردغان موندل

شوي او ددي ناروغۍ په اثر دري مليونه تنه مړه شوي دي ، اوس

په ګرده نړۍ کي د ايدز ناردغۍ ويروس لرونکي عمومي شمير

څلويښتو مليونوتنو ته رسيولي دي دي چي په دي جمله کي دوه

مليونه پنځه لکه هغه ځوانان دي چي عمريي پنځه لس کلني ته

کم دي ، نو ويل کيږي چي اوس د ايدز تاردغۍ د نړۍ د بيلا بيلو

هيوادونو په وړاندي تر ټولو نه د توجه وړ مسله ګرځيدلي ده ،

په دي وروستيو وختونو کي خبريال د چين د علومو د اکاډمي

د اکاډميسن او د چين د طبي وزارت په اړه د ايدز ناردوغۍ د

کنترولوي مرکز له لومړني عالم ښاغلي ځنګ يي سره مرکه وکړه

هغه خبريال ته وويل چي د ايدز ناردغۍ سرايت هم د چين يوه ډيره وخيمه او سخته مسله ګڼل کيږي ، که څه هم اوس په چين کي په عمومي نفوس کي د نوموموړي ناروغۍ په ويروس د اخته شويو کسانو تناسب ډير ټيټ دي ، مګر نوموړي شمير د ځينو هيوادونو په نسبت ډير زيات ښکاري ، هغه وويل چي د دي ناردغۍ دوقايي او د سرايت د مخنيوي په کارونو کي ددي ناروغۍ په باب پروپاګندونه او خلکو ته د معلوماتو د ورزده کولو کارونه ډير مهم دي ،هغه وويل چي په١٩٩٩کال کي د چين د ګوان تونګ ولايت دهغوکسانو په منځ کي چي دمخداره موادو په څکلو او په فاحشا اخته شوي، د پلټني په وخت کي يو شل کلن زلمي چي په ايدز ناردغۍ اخته شوي ، ما ته وويل چي که زه دايدز ناردغۍ په باب په لږ څه معلوماتو پوه شواي وم، حتمأ به مي خپل عمل کنترول کړي ؤ، ويل کيږي چي زه د ناپوهي له امله د ايدز په ناروغۍ کي اخته شوي يم عالم پروفيسر ځنګ يي وويل چي د ايدز ناروغۍ په هکله د اساسي معلوماتو د پروپاګندونو له لاري خلک کولاي شي چي خپل عمل کنترول کړي او د خپل امنيت د ساتني ايډيالوژي ايجاده کړي ، هغه وويل چي اوس په چين کي د نوموړي ناروغۍد سرايت د مخنيوي په اړه څه د پاسه يو سل پروپاګندي مرکزونه جوړ شوي دي . لکه د چين د شان تونګ ولايت د شو ګوان ، جو چنګ او ځينو سيمو کي د نوموړي ناروغۍ په اړه د اساسي معلوماتو په هکله د پروپاګندونو له لاري په زياتو علاقهداريو او کليو کي په سلو کي له اويه نه تر اتيا پوري خلکو له اړوندو پروپاګندونو څخه ګتي اخيستي دي ،