<%@ Language=JavaScript %> د چين د اوږد عمر سيمه د ځونګ سيان سيمه
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:30:25    
د چين د اوږد عمر سيمه د ځونګ سيان سيمه

cri

ټولو ته معلومه ده چي د يو سړي له پاره روغتيا په ټول عمر کي تر ټولونه ډير ه مهمه مسله ده ، نو انسان دي مسلي ته ډير متوجي دي ٠ په جين کي خلک تل داسي وايي چي ورزش د روغتيا د ساتني بنسټ دي ، د جنوبي چين د ګوان سي ولايت د با ما، د جنوب لويديځ چين د سه چوان ولايت د له شان ، د شمال ختيځ چين د لياو نين ولايت دسينګ لونګ ، د لويديځ چين د سين جيان د ويغوري قوم د خودمختاري سيمي د کلامايي ، د ختيځ چين د جيان سو ولايت د ژو ګاو او د جنوبي چين د هو بي ولايت د ځونګ سيان سيمه په چين کي هغه شپږ سيمي ګڼل کيږي چي د نفوس عمر يي ډير اوږد ښکاري ، په دوه زرم کال کي په چين کي د نفوس د پنځمي عمومي پلتونکي اسنادو له مخي د ځونګ سيان په ښار کي د اوسيدونکو منځني عمر شپږ اويا کلني ته رسيدلي او دغه رقم د چين د منځني سويي نه نژدي پنځه کلني اوچت شوي او د نړۍ منځني سويي نه نژدي لس کلني لوړ شوي دي ، د دغه ښار د عمر د څيړني د ټولني د تازه احصايي له مخي د دوه زره دريم کال د اګيست تر پايه پوري په دي ښار کي هغه سپينږيري او سپين سري چي عمر يي سل کلنۍ ته راسيدلي ، اته څلويښت تنو ته رسيدلي دي ، سپينږيري شه شان بين په دوه زره دريم کال کي سل کلن و ، هغه وويل چي د شپږ نوي کلني نه مخکي ما هره ورځ دي په پټيو کي کار کاوه ، اوس هغه لا هم د ځوان سړي په شان ځيني کار کولي شي او تر اوسه پوري يي کوم لوي ناروغی نه لري ، سپين سري تاو دا ينګ

د نوموړي سيمي تر ټولو نه زړه ښځه ده هغه په ١٨٩٨ کال کي زيږيدلي ده ، يوه بله سپين سري وانګ داو ينګ هم يو سل دري کلنه وه، هغه خبريال ته وويل چي جسمي کار د عمر د اوږدوالي اصلي علت دي، زمړنږ په کليو کي تل داسي وايي انسان دي د کار په اتکا د ژوند ارزښت لري ، ما په تول عمر کي پر جسمي کار ټينګار کړي ، که کار نه شته زړه مي نا ارامه ښکاري ، د سپين سري وانګاداو ينګ کورني ژوند ډير ښه دي او تر اوسه پوري غوږونه او سترګي يي ډير ښه دي او پخپله ډوډۍ پخوي ، کالي منځي او د پټيو ځيني سپک کار هم کولي شي ،د ځونګ سيان ښار د عمر د څيړني يو متخصص وويل چي په دي سيمه کي د زياترو سپين سري او سپين ږيري د عمر اوږدوالي د هغو څلورو عمده عواملو سره نژدي اړيکي لري چي لومړي نيک طبيعي چاپيريال ، دوهم د محلي ځاي هغه غوره عنعنت چي دزاړو احترام او د واړو سره مينه کول او زاړ ه او واړه دري نسلونه په ګډ سره ژوند کول ، ښه ساتل شوي دي ، دريم سپينږيري او سپين سري ټول له جسمي کار سره مينه لري ، څلورم د محلي ځاي خاص خوراکونه ، د دوه زره دريم کال له جون نه تر اګيست پوري د نومړي ښار د عمر د اوږدوالي د څيړني ټولني په خاص ډول ددي سيمي د اته څلويښتو سپين سري او سپينږيري د عمر د اوږدوالي په هکله اړوند پلټنه او څيړنه وکړه ، د ترلاسه شوي احصايوي نتيجي له مخي په دي سيمه کي د اوږد عمر سپين سري او سپين ږيري زياتره برخه په کليو کي په زراعتي جسمي کار بوخت دي ، له نومووړو اته څلويښتو سپين سرو او سپين ږيرو نه دوه تنه کب نيونکي ، دوه تنه ښاري اوسيدونکي ، پاتي شوي څلور څلويښت تنه بزګران دي ،خو په دي اته څلويښتو زاړو کسانو کي يوازي دوه تنه نارينه دي او نور ټول ښځي دي ، په چين کي د زاړو کسانو د ژوند د چاپريال په ښه کيدو سره د دوي د روغتيا حالت هم ښوالي موندلي دي ، نو په راتلونکي کي به په دي سيمه کي د سل کلنو زاړو کسانو شمير هم مخ په زياتيدو وي ، د ځونګ سيان ښار مطبوعاتي مسؤل او ددي ښار د عمر د اوږدوالي دڅيړني د ټولني رېيس وانګ يون ګوي وويل چي د اړاوند خبر له مخي اوس په دي سيمه کي هغه سپين ږيري او سپين سري چي عمر يي له نوي نه اوښتي دي ، نژدي اتو سوو تنو ته رسيدلي او هغه زاړه کسان چي عمر يي له اتيا نه اوچت دي ، څه د پاسه لس زرو تنو ته رسيدلي دي ، ګرانو اوريدونکي روغتيا او اوږد عمر د هر چا ارزو ده ، خو د روغتيا ساتل په ډيرو عواملو پوري اړه لري ، مثلا د جنوب لويديځ چين د سه چوان ولايت د پون شان ولسوالي د ډيرو کالونو نه د مخه په چين کي د زيات اوږد عمر لرونکي کسانو د ولسوالي په نامه شهورت موندلي دي ، ددي ځاي په دنګوونو پټ ګڼ ګور غرونه . پاکي او رڼي اوبه ، طبيعي ښکلي منظره ، معطره هوا ددي سبب شوي چي په دغه سيمه کي ناروغتياوي کمي او د روغتيا ساتني زمينه ډيره ښه برابره ده او په دي وجه په دي ځاي کي دهغو سپينزيري او سپين سري ډير ليدل کيږي ، محلي خلک د دوي د عادي ژوند په هکله وايي چي سبزي جات د دوي په خوراکونو کي لومړي مقام لري ، د نورو سيمو د اوسيدونکو په نسبت د دوي د سبځيو اړتيا څو چنډه زيات ښکاري ، د کورني ژوند په دي ولسوالي کي له لرغوني زماني نه راهيسي

ډير خوږ او له ميني نه ډک دي ، ددي خلکو کورني روابط تر اوسه پوري د يوي غوره عنعني په حيث ګڼل کيږي ، دلته واړه پر زړو ګران ، زاړو د وړو د احترام وړ او د ښځي او خاوند ترمنځ زړونه يو بل ته د ميني او محبت نه ډک دي ، زيات مشران په دي عقيده دي چي يوه نيکمرغه کورني او د ښځي او خاوند ترمنځ ژوره مينه د انسان د جسمي او روحي روغتياد تامين يوه ستره وسيله ده ،