<%@ Language=JavaScript %> په چين کي د چيناياند او بهرنيانو ترمنځ په وادونو کي <P>نوي بدلون </P>
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-19 18:32:05    
په چين کي د چيناياند او بهرنيانو ترمنځ په وادونو کي

نوي بدلون


cri

په هر هيواد کي هر يو ملت يا قوم خپل خپل دود دستور او عادتونه لري خصوصا د واده د مسلي په برخه کي خپل ځا نګړي او خاص عنعنات لري ، عموما په يو ملت کي د و اده د مسلي په هکله دا عادت ساتل شوي چي ځوانان د خپل ملت نجوني انتخاب کوي ، ځکه دا دواړه خواوي مشترک دود دستور او عادتونه لري ،نو پر دي اساس يي د کورني ژوند طبعا ډير نيکمرغه وي ، ويل کيږي چي تر اوسه پوري د واده د مسلي په هکله دغسي عادت په ډيرو هيوادونو کي ښه ساتل شوي دي ، خو بايد وويل شي چي په اوسني زمانه کي دټولني او اقتصاد په چټکه ترقۍ او پرمختياا سره د واده د مسلي په باب په ځينو عنعناتو او رواجونوکي هم څه بدلون رامنځ ته شوي دي ٠ د چين داصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجراکيدو نه مخکي هغه حالت ډير لږ ليدل کيده چي يوي چيني نجلۍ به له يو بهرني ځوان سره واده کاوه ، خو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د تنفيذ نه وروسته د چين د خلکو په منځ کي د واده د مسلي په برخه کي ځيني بدلون رامنځ ته شوي دي مثلا هغه حالت چي چيني ځوان له يوه بهرني پيغلي او يا چيني پيغله له يو بهرني زلمي سره واده کوي ،مخ په زياتيدو ښکاري بايد وويل شي چي ددي بهير په لومړي وخت کي په نوموړي واده کي زياتره برخه يي چيني ښځي وي ځکه په هغه وخت کي د چين اقتصاد داوس په شان زيات پرمختيا نه وه موندلي، نو ځينو چيني پيغلي وغوښتل چي د شتمنو هيوادو له نارينه و سره د واده کولو له لاري خپل سرنوشت بدل کړي ، خو د چين داقتصاد په چټکه پرمختيا سره نوموړي حالت هم بدل شوي دي ، اوس هغه بهرني نجوني چي له چيني نارينه و سره واده کوي ، هم د زياتيدو په حال کي دي . ميرمن کاي ژوي له سويدن څخه راغلي ، خاوند يي ښاغلي جيان سم يو چينايي دي ، دوي دواړه په الما ن کي د زده کړي په وخت کي سره اشنا شول ، اوس دوي دوه ماشومان لري او په چين کي اوسيږي ، د خپل ژوند د يادولو په وخت کي ميرمن کاي ژوي وويل چي زه د خپل کورني ژوند په نسبت ډيره راضي يمه ، د چين په لويو ښارونو کي د ژوندانه شرائط له بهرنيو پرمختللو هيوادونو سره څه فاصله نه لري ، په چين کي زما ژوند ډير ښه دي ، د اړوندي څانګي د راپور له مخي په دي وروستيو کالو کي د چين په ډير لوي ښا رشانګهاي کي هر کال په منځني توګه دري شوه تنه نارينه و له بهرنيو ښځو سره واده کوي ، دغه راز په ټول هيواد کي له ١٩٩٠ کال نه تر ٢٠٠١ کاله پوري د هغو چينايانو شمير چي له بهرنيانو سره يي وداه کړي ، له درويشتو زرو دوو سوو دوه شپيتو نه دوه اويا زرو اوو سوو اته اويا تنو ته زيات شوي دي ،د چين د بيجينګ پوهنتون د اجتماعي علومو د څانګي د پروفسري ميرمن فان ون په نظر ځکه اوس هغه يهرني نجوني چي له چينايانوسره واده کوي او چين ته راغلي دي ،مخ په زياتيدو دي ، له يوي خوا دا څرګنده شوي چي د واده کولو په اړه د دواړو خواوو د اړوړندو د هيوادونو د مقامونو ترمنځ څه فاصله نه شته ، خارج ته د چين د دروازي په لا خلاصيدو سره مخ په زياتيدونکي بهرنيان چين ته راغلي دي ، له بلي خوا د چين د اقتصاد په چټکه پرمختيا سره هغه بهرنيان چي چين ته راتلل غواړي هم ورځ په ورځ زيات شوي وي ،نو دا له بهرنيو نجونو سره د تماسونو له پاره چينايي نارينه و ته زيات فرستونه برابر کړي دي ،په عين وخت کي چي ډيري هغه چيني پيغلي چي په خارج کي له بهرنيانو سره واده کړي ، اوس په چين کي پاتي شوي دي ،له دي څخه څرګنده شوي چي په نړۍ کي د چين مقام او حيثيت په پرله پسي توګه اوچت شوي دي ، خو دلته د توجه وړ خبره دا ده چي د اجتماعي علومو د څيړني له مخي د مختلفو عادتونو ، معفکوري ، دود دستور د مو جوديت له امله په نوموړي ودونو کي هم ځيني احتمالي بحران موجود دي ، د چين د ولسي پوهنتون د اجتماعي پوه د څانګي پروفيسر جو سياو ځنګ وويل چي په دغه ډول ودونو کي چي د واده دواړه خواوي په مختلفو هيوادو پوري اړه لري ،ډير نا ثابته عوامل موجودي دي ، په دا ډول ودونو کي د ژبو ، کلتور ، عقيدي او نورو په برخو کي د اړوندو دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه ډير زيات دي ،نو ځکه ويل کيږي چي که څه هم دغه ډول ودونه رومانيکه بڼه لري ، مګر لوړ نا ثابته عوامل هم پکي موجودي دي ،ددغو عواملو د ليري کولو له پاره دي ته اړتيا شته چي انسان ي ټولنه دي دوامداره پرمختيا او ترقۍ ومومي او د نارينه و او ښځو ترمنځ نا مساوت دي کم شي ، دغه راز د واده دواړه خواوي دي يو له بل سره تفاهم ولري او يو بل ته دي احترام وکړي ، د اړوندو پوهانو په نظر د چين د دولت د عمومي قوت ددوامدار اوچتيدو او د چين او بهرنيو هيوادونو سره دتګ راتګ د مخ په زياتيدو سره په چين کي نوموړي ودونه به په مدوامه توګه زيات شي ،