<%@ Language=JavaScript %> له اميد او ميني نه ډک ژوند
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-23 20:34:31    
له اميد او ميني نه ډک ژوند

cri

 

، شپږ کلن نجلۍ کايلي پخوا يوه يتيمه وه ، يو کلني ته د رسيدو نه د مخه يي

د چين د هو نان ولايت د چيان ده ښار په يتيم خانه کي ژوند کاوه

او وروسته يي د امريکي د ميرمن ليندا ويلس او دده خاوند له خوا په فرزندي

ومنل شوه ، ميرمن ليندا ويلس د امريکي د نوی مکسيکو په ايالت کي

اوسيږ ي او نجلي کايلي د ټولوغړو تر زياتي پاملرني لاندي په ډيره نيکمرغه او ارامه فضا کي وده او ژوند کوي ، خو له بده مرغه کايلي د پنځه کلني په وخت کي د ويني د سرطان په ډيره سخته ناروغۍ اخته شوې ده . د دغي ناروغۍ د علاج له پاره بايد هغه اساسي سلولونه پيداشي چي تازه ويني جوړيداي شي ، او دغه ډول سلولونه د لويانو د هډوکي په مغز کي او يا د نوي زيږيدلي ماشوم د نوم د غوټي په وينه کي پيدا کيږي ، له بلي خوا پيدا شوي سلولونه بايد د نجلۍ کايلي له ويني سره سمون خوري ، له دي امله چي ميرمن ليندا د ځينو لويديځو هيوادونوکي د وينو په اړوندو بانکونوکي د نوموړو سلولونو د پيداکولو دپاره ډيره هڅه وکړه ، خو د نوموړي ناروغۍنجلۍ د ويني په مطابق يي دغه سلولونه پيدا نه کړل ، په دي توګه د٢٠٠٣کال په فبروري او نوامبر کي ميرمن ليندا دوه ځله په خاص ډول چين ته راغلي او هيله يي وکړه چي په چين کي به ددي ډول ويني عنصر برابرونکي پيدا کړي ، په پاي کي د چين په تيان جن ښار کي د وينو په بانک

کي د نوم د غوټي د وينو اصلي عنصرونه پيدا کړل چي د نجلۍ کايلي له ويني سره سمون خوري ، کله چي ميرمن ليندا پوه شوه چي د ويني دغه عنصرونه دلته شته ، نو ډيره خوشحاله شوه او و يي ويل چي د چين د سره صلب د ټولني او د هډوکي د مغز د بانک کارکونکو ډيره دوستانه او صادقانه رويه غوره کړي ده او زياتي مرستي او کومکونه را ته برابري کړي دي چي د دوي کارونه موثر او ارزښتناک دي ٠دوي زمونږ غوښتني ته په ډيره درنه سترګه وکتله او له مونږ سره يي پوره مرستي وکړي ، د سږکال په لومړي وخت کي کله چي ميرمن ليندا له مرګ څخه د خپلي چيني لور د ژغورلو له پاره چين ته راغله او د چين په ډيرو ښارونو کي مطبوعاتي ذرايعو د نوموړي نجلۍ د ناروغۍ خبر خپور کړ ، نو ډير چينايان پر دي خبر باندي متاثره شول او زيات شمير کسان په فعاله او په خپله خوښه د هډوکي مغز د برابرولو د داطلبانو په قطار کي ودريدل څو چي د نجلۍ کايلي د ژوند د ژغورلو له پاره مرسته وکړي ، د خبر له مخي څو مياشتي راهيسي هره ورځ د چين د ځونګ هوا د هډوکي د مغز بانک ته څه د پاسه څلور سوه تلفونونه د هيواد له مختلفو ځايونو نه راورسيدل او دوي په تلفونونو کي دا هيله څرګندوله چي له مرګ څخه د نجلۍ کايلي د بچ کولو دپاره خپل د هډوکي مغز برابر کړي ،دغه راز په عين وخت کي هغه کسان چي د اړوندي بدني معايني له پاره

د بيجينګ نوموړي مرګز د معايني څانګي ته راغلي وو ، هم ډير زيات وو، په دي

مرکز کي خبريال له يو شمير کسانو سره مرکه وکړه ، ښاغلي ليو چي د هډوکي

مغز تر معايني لاندي ؤ ، خبريال ته وويل کله چي د نجلۍ کايلي په باب خبر مي

واوريد، دا نظر را ته پيدا شو چي بايد تر خپلي وسي پوري خپله مرسته و نه

سپموي او لږ تر لږه زمونږ د هډوکي له مغز څخه هغي ته يو څه ورکړو ، د هيواد

د ټولي ټولني او خلکو د کوششونو او د اړوندو طبي کارکونکو د ملاتړ له لاري

په پاي کي د چين په تيان جن ښار کي د نجلۍ کايلي د مرستي له پاره د نوم

د غوټي ويني پيدا شوي ، د معلوماتو له مخي که د نجلۍ کايلي له پاره د هډوکي د مغز د ځاي پرځاي کولو د جراحي عملياتو وخت وټاکل شي ، نو د چين د تيان جن د روغتون کارکونکي به نوموړي ويني امريکي ته وسپاري ، د خبر له مخي

د نجلۍ کايلي د عملياتو مسئول ډاکتر د عملياتو له پاره په پوه توګه ښه تياري

نيولي دي ، د تيان جن ښار اړوندي مشهوري ډوکتري ميرمن جو خبريال ته

وويل چي زه تل د نجلۍ کايلي ناروغۍ ته ډيره متوجه يمه او ډيره خوشحاله يمه

چي د هغي سره د مرستي له پاره د نوم د غوټي ويني پيدا شوي دي، ځکه د هغي

ژوند له مرګ نه به وژغورل شي ، نو هيله لرم چي د هغي عمليات په بريالي ډول

ترسره شي او ژر تر ژره روغه جوړه شي .