<%@ Language=JavaScript %> د چين د شين يانګ ښار له فابريکو څخه د اضافه بست شويو کارګرو د بيا <P>استخدامکوي  لپاره کوښښ </P>
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2003-12-26 09:10:31    
د چين د شين يانګ ښار له فابريکو څخه د اضافه بست شويو کارګرو د بيا

استخدامکوي  لپاره کوښښ


cri

 

په شمال خيتځ چين کښی د شين يانګ ښار په فعاله توګه له فابريکی څخه

د اضافه بست شويو کارګرو دپاره نوی کارونه برابروی په شمال خيځ چين کښی

د شين يانګ ښار چه د چين زوړ صنعتی مرکز و . په تيرو دوو کلونو کښی په فعال

توګه د بيا استخدام په برخه کښی له فابريکی څخه داضافه بست شويو کارګرو سره مرستی کړی دی .ددی ښار حکومت د کار د فرصتونو د زياتولو ، د کورسونو

د پرانيستلو او د امتيازاتو د برابرولو له لاری له فابريکی څخه زيات شمير اضافه

بست شوی کارګران بيا استخدام کړی دی

.شين يانګ ښار د شمال خيتيځ چين د ليانګ نينګ ولايت مرکز دی چه پکښی

په لس ګونه لويی او منځنی دولتی تصدۍ موجودی دي او دغو تصديو پخوا

د مرګزی حکومت دپاره ډير زيات مالی خدمتونه تر سره کړی وو ،خو په دی

وروستيو کلونو کښی په دی نسبت چه د دغه ښار زيات کارګران له فابريکی څخه

اضافه بست شوی او ټولنی ته درانده بارونه زيات شوی دی ، د دغی مسالی د رامنځ ته کيدو عمده علت دا دی چه د تيری پيړۍ د نهمی لسيزی په منځنی او وروستنی

موده کښی ددوی له خوا جوړ شوی توليداتو بازارونه نه درلود .نو د دغو دولتی

تصديو د بيا تنظيمولو او يا يو ځای کولو له امله زيات شمير کارګران له فابريکو او تصديو څخه اضافه بست شوی وو . د شين يانګ ښاری حکومت او د کار او ټولنيز ضمانت د څانګی کارکوونکی

څنګه ددوی دپاره کارونه برابر کړی دی ؟د شين يانګ ښار د کار او ټولنيز ضمانت

د اداری مرستيال سونګ نی يی خبريال ته وويل چه ددوی د بيا استخدام دپاره مونږ

په عمده ډول د امتيازی پاليسۍ د طرحولو ، د کار د ترتيب ، د کم شمير کريديتونو د برابرولو او پانګه اچولو په برخو کښی زيات کوششونه کړی دی ،څو چه بيکاران د دولتی پاليسۍ په ملاتړ او د حکومت په مرسته ځانته نوی کارونه راپيدا کړی

.اوس مونږ په دی برخه کښی ډير ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی .

په دی وروستيو کلونو کښی د شين يانګ ښار ډول ډول تصديو ته تشويق ورکړی چه بيکاران ومنی . په دغه ښار کښی هغه تصدۍ او َ فابريکی چه بيکاران يی منلی دی له ډول ډول امتيازی پاليسو څخه برخوردار دی . مثلا دولت ته لږ ماليات ورکول

کيږی ، تر نورو تصديو نه مخکښی له دولت څخه کريدتونه اخيستل کيږی او داسی

نور .د دغو امتيازی تدابيرو په ملاتړ مخ په زياتيدونکو تصديو اضافه بست شوی

کارګران منلی دی .د يوی شخصی تصدۍ عمومی منيجر تن يی پينګ وويل زمونږ د

تصدۍ په شان ډيرو شخصی تصديو د دولت د امتيازی پاليسۍ په ملاتړ وده کړی ده .نو مونږ مسوليت لرو چه د خپل هيواد دپاره غمجنۍ وګالو او مشکلات حل کړو .په ٢٠٠٣کال کښی مو دری پنځوس تنه بيکاران منلی دی ،چه دوی په خپلو کارونو

کښی ډير کوشش کوی او د لارښوونکو خبرو ته ښه غوږ نيسی ،زمونږ تصدۍ اداری لګښت هم ټيټ کړی دی ، علاوه پردی مونږ د دولت له امتيازاتو څخه برخوردار شو .

بيکارانو ته د کار برابريدو په عين وخت کښی د شين يانګ ښاری حکومت هم د اوسيدونکو په بيلو بيلو ناحيو کښی د بيکارانو د روزنی او خدمت مرکزونه تاسيس کړی مثلا ددوی دپاره يی د کمپيوتر او حساب په شمول ډول ډول کورسونه

پرانيستلی دی ، څو چه ددوی د کار د مهارتونود لوړلو دپاره ور سره مرسته وکاندی او د بيا استخدام دپاره مناسب شرايط برابر کړی . سربيره پردی د شين يانګ ښار

هم په ټاکلی وخت کښی د بيکارانو د بيا استخدام په باب ډول ډول غونډی جوړوی

اود بيکارانو او فابريکو دپاره د مستقيمو خبرو اترو فرصتونه برابروی . تصديو ته دبيکارانو د داخليدو نه وروسته حکومت هم د تصديو څخه غوښتنه کوی چه له نويو

منل شويو کارګرانو د کار قرارداد لاسليک کړی او په مداومه توګه ددوی دپاره

اجتماعی بيمه تاسيسه کړی . څو چه ددوی حقه حقوق او ګټی تضمين شی . د څو

کالودکوششونو نه وروسته اوس د شين يانګ ښار له څلورو لکو لسو زرو بيکارانو څخه دري لکه شپيته زره تنه بيا استخدام شوی دی .د شين يانګ له دوهم ساختمانی شرکت څخه اضافه بست شوی کارګر ليو پن فی چه اوس د موټر د دريدلو په ميدان

کښی کار کوی ، خبريال ته وويل چه اوس زه د موټر د دريدلو دميدان د کار وظيفه

په غاړه لرم ، معاش می هم نسبتا زيات دی ، ډير راضی يم چه غواړم په په ارام زړه

دلته کار وکړم .

د شين يانګ ښار د بيکارانو د بيا استخدام په کار کښی ځينی برياليتوبونه لاسته

راوړی او ددوی د کاميابو تجربو څخه د ګټی اخيستلو له لاری د شمال ختيځ چين

په دغو درو ولايتونو کښی د بيکارانو د بيا استخدام بهير چټک شوی او هم د هيواد د نورو ولايتونو او ښارونو دپاره د نمونی او سر مشق په توګه رول لوبول شوی دی .د بيکارانو د بيا استخدام په کار کښی د شين يانګ ګټوری تجربی اوس په چين کښی

مروج مومی او ددوی د غوره تجربو څخه په استفادی سره په زياتو ځايونو کښی

د بيکارانو د بيا استخدام دپاره لازمی پاليسی طرح شوی دی څو چه لا زياتو

بيکارانو ته د کار مساعده زمينه برابره شی .