د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم خودمختاره سميه څه دپاسه يو مليون ٦ لکه
مربع کيلو متره مساحت لري او د ساحی له لحاظه د ولايت په درجه د چين تر ټولو
نه لويه سيمه بلل کيږي ٠ په ريښتيا د شينجيانګ خاوره ډيره ارته – هوا يی زياته پاکه او منظره يی خورا ښکلی ده او په دی ښايسته سيمه کښي شنه شنه چمنونه – پاک جهيلونه – دنګ غرونه – سپين کنګل ځايونه – بی پايه صحراوی او ګڼ شمير ځنګلونه ليدل کيږي چه د دغو په واورو پټوسپينو غرونو – رڼو اوبو او نورو عجيبو طبيعي عوارضو په ليدو سره خلک خوند اخلي ٠ دغه شان په دی ارته خاوره کښي د ويغور –قذاق –خان –خوي –مغول او قيرغيز په شمول د ١٣ قومونو خلک اوسيږي او هر قوم ځانته خاص دود دستور او ثقافت لري ٠ څوک چه شينجيانګ ته سفر کوي لکه د قومي رسم رواج او دود دستور باغونو ته تللی دی ٠ په ريښتيا شينجيانګ د خپلو ښکلو منظرو – څرګند قومي رسم رواج او لرغونی ثقافت له برکته د چين په توريستي چارو کښي ځانته خاص مقام ټينګ کړی او په نړۍ کښي يی ډير شهرت موندلی دی ٠
أن ٧٠٠ کالو نه مخکښي د بودايي – تاويست او اسلامي مزهبونو په شمول دينونه دې سيمې ته خپاره شوي او د شينجيانګ پر سياست -اقتصاد-کلتور – هنر –ژبو – ادب –دوددستور او عادتونو باندی يی اغيزې کړی وې ٠ او د وخت په تيريدو سره
اوس په شينجيانګ کښي د اسلامي –بودايي – ميسيحي او کاتوليک دينونو په شمول ٨ ډول مزهبونه خپل ديني فعاليتونه پر ځاي کوي٠ خصوصأ د ويغوري قوم خلک چه په شينجيانګ کښي د اوسيدونکو خلکو اکثريت جوړوي- د اسلام پر مقدس دين باندی عقيده لري٠ نو ويل کيږي چه شينجيانګ د چين د اسلامي کلتور او تمدن ځانګو ده ٠
أن ٢١٠٠ کالو نه مخښي د خان په امپراطوري زمانه کښي د وودي نومی امپراطور ٢ ځله خپل استازی چه جانګ چيان نوميده- له لويديځو ملکونو او سيمو سره د خپلو اقتصادي – کلتوري او نظامي اړيکو د تړلو دپاره د منځنی او لويديځی اسيا ملکونو او سيمو ته وروليږه ٠ دغه استازی په پيچلی او مشکله لاره کښي زياتې ستونزې وګاللې او بالاخره يی د راز راز خطرونو له لری کولو سره خپل هدفونه او دندی سر ته ورسولې ٠ وروسته له دی دخان دامپراطوري سلسلی نورو امپراطورانو هر کال څو ځله خپل استازی د وريښمو په وړلوسره له دی لارې دغو ملکونو او سيمو ته واستول ٠ مقابلتأ د دغو ملکونو او سيمو استازو او تجارانو هم د خپلو خاصو محصولاتو او پيداوارو په راوړلو سره د چين مرکزي سيمو ته سفر وکړ چه په دی اثر ددوي تر منځ د تګ راتګ لاره هواره او فرهنګي او ثقافتي راکړې ورکړې يی هم زياتې شوې او د وخت په تيريدو سره دغه قديمي لاره مخ په اوږديدو شوه چه د چين له مرکزي سيمو نه د شينجيانګ او د أمو سيند په پوری وتلو بيا د لرغونی
افغانستان –فارس او د بغداد نه په تيريدو سره ختيځې ميديترانې بحيری او روم ته غزيدلی وه ٠ د چين خلکو دغه تاريخي لاره د وريښمو لاره ويله ٠ اوس په شينجيانګ کښي د وريښمو د قديمي لارې په غاړو ډول ډول تاريخي اثار او کنډوالې پاتی شوي او د مسجدونو – معبدونو او کليساوو په شمول څه دپاسه ٢٠ زره مذهبي ودانۍ ښې ساتل شوي دي ٠ دغه شان په بی پايه چمنونو کښي ډبرين تصويرونه - د ډبرين انسان مجسمی - ديوالی تصويرونه –قديمي مقبری او جنګي برجونه د شينجيانګ په شمال او جنوب کي زيات ليدل کيږي ٠ او په دی توګه د ښکلی طبيعي منظرو –لرغونی کلتور او تمدن او تاريخي اثارو په لرلو سره په شينجيانګ کښي يوه خاصه او عجيبه منظره د خلکو تر سترګو راځي او دخلکو په قول شينجيانګ يوښه او لوی طبيعي موزيم دی ٠
شينجيانګ د سندرو او نڅاوو کلی بلل کيږي ٠ کله چه تاسی دې سيمې ته ځئ شينجيانګيان خامخا په سندرو او نڅاوو ستاسو هرکلی کوي ٠ ددی دپاره چه سيلانيان په لنډ او محدود وخت کښي د شينجيانګ په نسبت زيات معلومات تر لاسه کړی – ددی سيمی توريستي څانګی ٣ سفري لاری ټاکلی دی ٠ په لومړی لاره کښي به سيلانيان د ويغوري فولکلوري دود دستور له نژدی نه وګوري ٠ مثلاء سيلانيان د تاليمو نومی ډيری لويی مځکنی کاسې او د تاکلاماګان نومی صحرا ته چه په لرغونی زمانه کښي د وريښمو په لاره کښي يو سمسور او ترانزيتي ځای و سفر وکړي ٠ او د کاشغر – خوتين – اکسو او داسی نورو ځايونو څخه به ليدنه کتنه
وکړی ٠ يوه خاصه خبره دا ده چه اوس زيات شمير افغانان د تجارت او سودأګری دپاره دغو ځايونو ته ورغلي دي ٠ په دوهمه لاره کښي به د چمني منظرو څخه خوند واخستل شي٠ په دی سفري لاره کښي د اينبروک نومی چمن هر وخت د سيلانيانو د راتګ په انتظار کښي دی چه د مغولي قوم خلک نسل په نسل پکښي اوسيږي ٠ سره بيره په دی سيلانيان هم کولای شی چه د شينجيانګ تر ټولو نه شنی وچی توروفان ته لاړ شی او د توروفان خاص پيداوار يعنی خواږه انګور وخوری او هغه کاريز په دی سفر کښي ليدل کيږي چه څو زره کاله مخکښي ويغوري خلکو د اوبو لګولو دپاره په خپل عقل او هوښيارۍ تر مځکی لاندی کيندلی دی او تر اوسه ښه ساتل شوي دي ٠
دريمه لاره يی د وريښمو په شمالي لاره کښي د کلتوري او ايکولوژيکي ليدنی
کتنی دپاره ټاکل شوی ده او په دی لاره کښي به تاسی د قذاقي خلکو فولکلوري
سندرې واورئ او د چمن د ښايسته منظرو نه به خوند او مزه واخلئ٠ دلته د ذکروړ
خبره دا ده چه اوس د وروموچي او کابل تر منځ هوايي کرښه پرانستله شوې ده ٠ نو ګران دوستان د الوتکې په ذريعه وروموچي ته راشی او کولای شی چه په أسانه توګه
په خپل سفر پيل وکړی ٠