<%@ Language=JavaScript %> د شمال ختيځ چين په زړه صنعتي اډه کي د پانګي اچوني روښانه راتلونکي
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-01-08 20:07:04    
د شمال ختيځ چين په زړه صنعتي اډه کي د پانګي اچوني روښانه راتلونکي

cri
د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د رواني مياشتي په اتمه نيټه په بيجينګ کي مطبوعاتي مرکه جوړه کړه او د شمال ختيځ چين د لياو نين ، جي لين او هي لونګ جيانګ درو ولايتونو واليانو ته يي بلنه ورکړه چه په مرکه کي د خپل خپل ولايت اساسي حالت او د سرمايه ګذاري پاليسي حاضرينو ته معرفي کړي ٠ دريواړو واليانو په مرکه کي وويل د شمال ختيځ چين په زړه صنعتي اډه کي طبيعي منابع ډيري غني او بنيادي تاسيسات بشپړ دي او غني علمي او تخنيکي او صنعتي قوتونه لري ، نو په راتلونکي وخت کي د پانګه اچوني أينده ډيره ښه او روښانه ده ٠ د شمال ختيځ چين د ليان نين ، جي لين او هي لونګ جيانګ دري ولايتونه د شمال ختيځي اسيا په مرکزي سيمه کي واقع دي او مساحت يي نژدي اتو لکو مربع کيلو مترو ته رسيدلي او نفوس يي له سلو مليونو تنو نه زيات دي ٠ دغه ناحيه پخوا د چين ډيره مهمه صنعتي اډه وه او د تيري پيړۍ په پنځمه او اتمه لسيزه کي يي ټول هيواد ته ډيره زياته اندازه صنعتي توليدات برابر کړي وو ٠مګر د تيري پيړۍ د نهمي لسيزي نه وروسته د نظام او نظريو د وروسته پاتي والي له امله ددي زړي صنعتي اډې ګټي عمومأ کمي ، د بيکارانو شمير يي د زياتيدو په حال کي ، د اقتصادي ودي سرعت بطي او د هيواد د ساحلي سيمو په نسبت ډير وروسته پاتي دي ٠د ليان نين ولايت والي ښاغلي بو سي لاي د خپل ولايت په وړاندي د مشکلاتو د يادوني په وخت کي وويل ( أواز ) اوس په ليان نين کي نهه لکه ثبت شوي بيکاران شته او ددوي څخه يو نيم مليونه تنه د فقر څخه په ټيټه سويه ژوند کوي ٠ دغه مشکلات به په ښه شان سره حل شي ٠ له يوي خوا د تصديو په غاړو تاريخي بارونه ډير درانده دي او له بلي خوا د تصديو اصلاحات په پوره توګه ندي تر سره شوي ، دغه منابع يي هم د کميدو په حال کي دي او د صنعتي تصديو او د پولي سرمايه ګذاري بيلا بيلو ډولو سازمانونو په غاړو پورونه هم ډير زيات دي ٠ د درو واليانو په نظر که څه هم د شمال ختيځ چين سيمه اوس د مشکلاتو په حا ل کي پاتي ده ، خو په ډيرو ساحو کي ډيري زياتي ښيګڼي لا هم موجودي دي ٠ د هي لونګ جيانګ ولايت والي جانګ ځو جي په مرکه کي وويل چه د هيواد په شمال ختيځه سيمه کي د سرمايه ګذارۍ ساحه ډيره پراخه ده ٠ هغه وويل ( أواز ) لومړي زمونږ په سيمه کي صنعتي اساس ډير غني دي او داسي لويي تصدي موجودي دي چه قوت يي غښتلي او تخنيکونه يي ښه دي ، دوهم زمونږ په سيمه کي طبيعي منابع ډيري غني دي مثلا د سکرو ، لرګيو ، غله جاتو او غوړيو توليدي اندازه په ټول هيواد کي مهم مقام لري چه دغي ښيګڼي د صنعتي پرمختګ دپاره کافي ملاتړ برابرولي شي ، دريم زمومږ په سيمه کي ايکولوژيکي محيط غوره دي ، حاصلخيزي زمکي ، پراخ ځنګلونه او څړ او لانده ځايونه ، يخ او واوره او د اوبو غني منابع ليدل کيږي ٠ علاوه پردي د ککړ نه لرونکو خوراکونو د چمتو کولو ، د مالداري چارو او ايکولوژيکي سياحت د پرمختګ دپاره ځانګړي شرايط هم موجود دي ٠ د معلوماتو لمخي په شمال ختيځ چين کي زيات بحري او زمکني بندرونه شته او د اوسپنيزو لارو او عصر ي سړکونو شبکه هم د نورو زياتو ولايتونو نه مکمله ده ، په ټول هيواد کي د شمال ختيځ چين د ماشين ألاتو ، بيړيو ، انرژۍ او کيمياوي او الکترونيکي توليداتو د جوړولو صنايع مهم حيثيت لري او ماهر کارګران او عالي علمي او تخنيکي پرسونل يي هم ډير زيات دي ٠ د پورتنيو درو واليانو په عقيده په راتلونکي وخت کي به د دغو دريواړو ولايتونو حکومتونه د خپلي سيمي د زړي صنعتي اډي د بيا ودانولو له فرصت څخه په ښه استفاده د داخلي او خارجي سرمايه دارانو دپاره د سرمايه ګذارۍ لا ښه چاپيريال برابر کړي ٠ د جي لين ولايت والي هون هو وويل ( اداز ) مونږ به د خپلي زړي صنعتي اډي د بيا رغوني ، د افکارو او نظريو ، د حکومتونو د دندو ، د انکشافي چاپيريال د اصلاحاتو د چټکتيا ، د بنيادي تاسيساتو د بشپړتيا ، په عنعنوي صنايعو کي د عالي ساينس او تکنالوژي د استعمالولو ؤ د توريزم د پياوړتيا ، د تصديو د نوي ډول مشرانو او عالي اداره کوونکو او ماهرو کارګرو د روزلو او د نويو مهمو صنعتي اډي د ودانولو دپاره ډير کوشش وکړو ٠