<%@ Language=JavaScript %> بهرني سوداګران د چين د جه جيان ولايت په يي وو ښار کي
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-01-12 17:38:23    
بهرني سوداګران د چين د جه جيان ولايت په يي وو ښار کي

cri
د ختيځ چين د جه جيان ولايت د يي وو ښار د ډيرو بهرنيو سوداګرانو له پاره ډير اشنا دي ،سر دتيري نهمي لسيزي نه دغه ښار د ورځني شيانو د غونډ د پلورني له يو بازار نه تر اوسه پوري يو بين المللي تجراتي ښار ګرزيدلي دي چي مساحت يي دري لکو څلويښتو زرو مربع مترو نه رسيدلي او اوس لا هم د پراخيدو په حال کي دي ٠ په لوي بازار کي د تجارتي شيانو قسمونه څه د پاسه دوو لکو ډولونو ته رسيدلي دي ، يي وو ښار ځکه ډير بهرني سوداګران ځان ته راجلب کړي او کويي ، يو مهم علت يي دا دي چي د دوي له پاره د چين په نورو ښارونو کي د اړتيا وړ تجارتي شيانو د اخيستلو له پاره دي يوه مياشت په کار وي ، خو په يي وو ښار کي دغه کار يوازي يوه هفته کفايت کوي ٠ پاکستاني ميرمن نورګولي پخوا د چين په سين جيان کي د شپږو کالو له پاره سوداګري کړي او اوس يوه ډيره تکړه سوداګره ګرزيدلي ده ٠ په ١٩٩١کال کي د ميرمن نورګولي مشر ورور د سوداګري له پاره د چين دسين جيان سيمي ته راغلي او هلته يي يوه تجارتي شرکت جوړ کړ ، وروسته ميرمن نورګولي د مشر ورور پسي هم چين ته راغلي او د څو کالو له پاره يي له چينايانو سره سوداګري کړي دي ٠ په ٢٠٠١ کال کي د چين په يي وو ښار کي د دوي خپل دفتر جوړ شوي او اوس د پاکستان په لاهورکي د چين د ورځنيو تجارتي شيانو د خرڅولو يو لوي دکان هم د دوي تر اداري لاندي دي چي څه د پاسه دوه سوه تنه کارکونکي پکي کار کوي ، دغه راز د ميرمن نورګولي د دوهم مشر ورور له خوا په ٢٠٠٢کال کي هم د چين په شان تو ښار کي د لوبو سامان الاتو دجوړولو يوه فابريکه جوړه شوي ده ٠ نورګالي له خپل څلورم مشر ورور سره يو ځاي د چين په يي وو ښار کي د تجارتي شيانو دپيرودلو وظيفه په غاړه اخلي ٠ د دوي کورني سوداګري په دي ډول دي چي که په پاکستان کي لومړي مشر ورور دا کشف کړي چي کوم چيني تجارتي شيان په پاکستان کي ډير ښه بازار لري ،نو سم د لاسه به يي دا خبر په تلفون کي خپل خور ته ووايي، ور پسي به نورګولي په يي وو ښار کي اړتيا وړ تجارتي شيانواخلي او دکنتينرونو په وسيله د چين د نين بو د بي څان بندر له لاري کراچي ته وليږل شي ٠ د نورګولي په شان ډير يهرني سوداګران د اوږدي مودي له پاره په يي وو ښار کي اوسيږي ٠ ميرمن نور ګولي هم د سفارش له پاره تل د چين نور ښارونو لکه ګوان جو ،شيان تو ،شين جن او شانګهاي داسي نورو لويو ښارونو ته ځي ٠هغي وويل چي هغه په چين کي د خپل ژوند په نسبت ډير رضايت لري ، نه يوازي غواړي چي ځان د اوږدي مودي له پاره په چين کي ژوند وکړي بلکه يي غوښتلي چي خپل راتلونکي نسل هم په چين کي ژوند وکړي ٠ په يي وو ښار کي دهونګ لو په نامه يو لوي هوټل ډير شهورت لري ، ويل کيږي چي په عربي سيمه کي دغه هوټل ډير مشهور دي ، ځکه په دي هوټل کي دايمي مشتريان درو سوو تنو ته رسيدلي چي په دي جمله کي په سلو کي پنځه اتيا برخه پاکستانيان دي او نور هنديان او افغانان هم ډير ليدل کيزي ٠ د هوټل تجهيزات او تاسيسات ډير ښه او مکمل دي ، حتي د عربي ژبي تلويزيوني پروګرامونه هم ليدل کيږي ٠ علاوه پر دي په دي هوټل کي د جمعي په ورځ د بهرنيو مسلمانانو له پاره دنماز کولو يو لوي تالار شته چي مساحت يي يوسلو پنځوس مربع مترو ته رسيږي ٠ هره جمغه په يي وو ښار کي ټول مسلمانان دغه تالار ته راځي ٠ له دي امله چي خلک ډير زيات دي ، هوټل يو لوي ميدان پيدا کړي چي يو زر تنه خلک پکي ځايزي ٠ د يي وو ښار دخارجي تجارت په اړه د خدمتي مرکز د معرفي له مخي اوس هغه بهرني سوداګري دفترونه چي د يي وو ښار له خوا منظور شوي دوو سوو پنځو ته رسيدلي او نژوي څلور سوه بهرني سوداګران تل په دي ښار کي پاتي دي او د هغو سوداګرانو په ګډون چي په موقتي توګه دغه ښار ته راغلي ، عمومي شمير يي له لس زرو تنو نه اوښتي دي ٠ نوموړي بهرني سوداګران له ديرشو هيوادونو نه راغلي دي چي په دي جمله کي له نيمه برخه نه زيات پاکستانيان دي ، پرته له دي نه دکوريا د جمهوريت، جاپان ،د عربي اماراتو د اتحاديي ، اردن، روسيي او امريکي سوداګران هم شته ٠ ديي وو ښار دبهرني تجارت د اداري په قول اوس په يي وو ښار کي په سلو کي اتيا برخه تجارتي شيان بهرنيو هيوادونو ته صادر شوي دي او يي وو ښار هم يو بين المللي تجارتي ښار ګرزيدلي دي ٠