<%@ Language=JavaScript %> د يی وو کوچنی ښار____ يو بين المنللی لوی سوپر مارکيټ
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-01-12 18:01:34    
د يی وو کوچنی ښار____ يو بين المنللی لوی سوپر مارکيټ

cri
ديی وو ښار د چين د جه جيانګ ولايت په منځنی برخه کښی واقع دی او يو زرو يو سلو پنځه مربع کيلو ميتره مساحت لری او پکښی څه د پاسه شپږ لکه تنه خلک ژوند کوی اودغه ښار پنځه زره کاله ځلانده کلتور لری . نن ورځ د اصلاح او ورخلاصون د پر له پسی ودی سره سره دغه ښار په يو مشهور لوی سوپر مارکيټ بدل شوی دی . د اصلاح او ورخلاصون د پاليسی د تنفيز نه راهيسی په يی وو ښار کښی د تجارتی چارو له لاری د ښار د ابادولو په باب انکشافی پلان تطبيق شوی او په دی ډول د يی وو ښار د لوی انکشاف لويه دروازه خلاصه شوی ده .په تيروشلوکلونو کښی د چين لومړی لوی بازار را منځ ته شوی دی .او د تجارتی چارو له لاری د سيمه ايزی اقتصادی ودی د پرمخبيولو لاره پرانيستله شوی ده .په ٢٠٠٢کال کښی ددی ښارداخلی توليدی عمومی ارزښت پنځلسومليارډو شپږ سوو مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيد او د هر يو تن په سر دری زره امريکايی ډالره و .د اقتصادی او ټولنيزی انکشافی سويی له لحاظه د يی وو ښار دچين په ولسواليو او ښارونو کښی نولسم مقامونيوه .دلته زياتی مغازی اودوکانونه کتار په کتار ولاړدی او په هر ځای کښیخارجی سوداګران ليدل کيږی او د خارجی تجارت صادرات او واردات ددی ښار له اقتصادڅخه زياته برخه نيسی . د يی وو د ورځنی اړتياوړ شيانو بازار چه په ١٩٨٢کال کښی د شپږ مليونو ژن مين بی يونو په مصرفولو سره جوړ شو، يو داسی ځای ګڼل کيږی چه د ورځنی اړتياوړشيان يی د نړۍ د نورو ځايونو په نسبت ډير زيات دی او پکښی د څلور ډيرشو کسبونونو په اړه دری لکه شل زره ډوله تجارتی مالونه پيدا کيږی چه دغه رقم دچين د پنځه لکو ډوله تجارتی .مالونوڅخه په سلو کښی پنځه شپيته برخه نيسی .د تجارتی مالونو د معاملی د حجم د اندازی له لحاظه دغه بازار په مسلسلو يوولسو کلونو کښی د چين په ډول ډول اختصاصی بازارونو کښی لومړی لمبر نيسی او د چين د لومړۍ بازار په توګه شهرت لری .د يی وو د بين المللی مغازیلومړی پړاو پروژه چه د ٢٠٠٢کال په اکتوبر کښی جوړه شوی او په کار لويدلی ده او دری لکه دری څلويښت زره اوه سوه مربع ميتره مساحت لری ، دغه مغلزه د مينيسوتا د شيان اخيستلو د مرکز په نسبت چه په امريکا کښی تر ټولو نه لوی دی که څه هم د مساحت له نظره کوچنی ده ،خو غرفی يی يوولسو زرو ته ورسيدی چه دغه رقم د مينيسوتا له څه د پاسه لسو چندو سره برابر دی . په دغه ځای کښی په سلو کښی شپيته تنه سوداګران په خارجی تجارت مشغول دی او هر کال د مالونو څخه ډک دوه لکه معياری کنتنرونه څه دپاسه دوو سووهيوادو او سيمو ته صادروی . د يی وو د ورځنی اړتياوړ شيانو په بازار کښی زيات شمير بيل بيل تابيعت لرونکی خارجی سوداګران په مکتبونو کښی زيات خارجی شاګردان او د واټونوپهدواړو غاړو کښی امريکايی، جاپانی او يا اسلامی رستورانونه ليدل کيږی.د خبر له مخیپه يی وو ښار کښی د منځنی ختيځ، اروپا او امريکی په شمول د اوياو هيوادو پنځه سوه تجارتی نمايندګۍ جوړی شوی او پنځه زره تنه خارجی سوداګران په دايمی توګه په يی وو کښی وسيږی . اوس په يی وو ښار کښی څه د پاسه لس بين المللی کلی رامنځ ته شوی دی . د هونګ لوو په هوټل کښی ټول د څه د پاسه ډيرشو خارجی شرکتونودفترونه شته او دری سوه تنه خارجی سوداګران پکښی کار کوی . د روسيی ، د کوريا جمهوريت او نورو هيوادو سوداګران په نورو لسو ځايونو کښی ژوند کوی .دوی د تجارتی مالونو د اخيستلو نه پرته د دتوليداتو د چمتو کولو او د پرزو د يو ځای کولو فابريکی هم جوړی کړی دی څو چه د ورځنی اړتياوړ شيان د نړی ګوټ ګوټ ته واستوی او بياخارجی شيان چين ته راوړی . ځينو خارجی سوداګرانو نه يوازی په دغه ځاي کښی کورونه او موټرونه اخيستی او غواړی چه د اوږدی مودی دپاره دلته ژوند وکړی .
دچين د ورځنی اړتياوړ شيانو بين المللینندارتونه چه هر کال يو وار د چين د تجارت د وزارت او د جه جيانګ دولايتیحکومت له خوا جوړيږی، په چين کښی د ورځنی اړتياوړ شيانو يوازنی بين المللینندارتون دی .اوس د يی وو ښار ګام په ګام د ورځنی اړتياوړ شيانو د توليدولو او صادرولو په برخه کښی دچين په مهم مرکز بدليږی .
په دپاره کوشش وکړی څو چه له خپل ښار څخه د ورځنی اړتياوړ شيانو د معاملاتو ،جوړونی اوڅيړنی مرکز اباد کړی .د چين د يی وو بين المللی مغازه چه د پلان له مخی به پکښی د پنځلسو مليارډ يونو په اندازه پانګه واچول شی ، ساختمانی عمومی مساحت به ډيرش مربع کيلو ميترو ته ورسيږی او څلويښت زره غرفی به پکښی ايدای شی اوهر کال به د لسو مليارډو امريکايی دالرو په ارزښت تجارتی مالونه خارج ته صادروی،او د داخلی تجارت حجم به سل مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيږی. دغه مغازه چه جوړه شی په يی وو ښار کښی به نمونوی ودانی وګرځی . د يی وو حکومت به د هوايی ميدان ، عصری سړک ، مخابراتی تاسيساتو ، د بريښنا ، ثقافت او ساعت تيری په شمول د اساسی تاسيساتو د ابادۍ د چټکتيا دپاره زياتی پانګی واچوی څو چه اقتصادی، ټولنيز، کلتوری او د ژوندانه د چاپييال به نور هم ښه شی او له خپل ښار څخه د بين المللی تجارتی ښار او په نړی کښی د ورځنی اړتياوړ شيانو لومړنی بين المللی سوپر مارکټ جوړ شی ..