<%@ Language=JavaScript %> له درس لوستلو نه بې برخه شوې چيناېې پيغله ما يان
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-01-15 18:09:45    
له درس لوستلو نه بې برخه شوې چيناېې پيغله ما يان

cri
١٠ کلنه ما يان د چين د شمال لوېديځې سيمې يوه غريبه کليوالې پېغله ده ٠ ددې له خوا ليکل شوی خاطره چه د فرانسې ،ايتالېې ، هالنډ او جرمنی زيات لوستونکی ور څخه متاثر شوې ، په دی وروستيو وختو کی د مايان د خاطرې تر عنوان ﻻندې په چينی ژبې په بيجنګ کی چاپه شوېوه ٠
پېغله ما يان د چين د نينسيا د خوې قوم د خودمختارې سيمې د تون سين ولسوالی په جانګ جيا کلی کی ژوند کوی او اوس د ابتداېې منځنی ښوونځی د دريم ټولګی يوه زده کوونکی ده ٠ که څه هم ما يان د کورنۍ د غربت له امله دوه ځله
له درس لوستلو نه بی برخه شوی ، خو هغې تل کوشش کاوه چه د خپلو درسونو لوستلو ته دوام ور کړی او ټينګ باور ېې درلود چه درس لوستل د انسان سرنوېشت يا برخليک بدلولی شی ٠
په ښوونځی کی د درس لوستلو لپاره ما يان راز راز کوششونه کړېدي ٠ مثلا خپلې بېسوادې مورته ېې ليک ليکلی او د خپلو خاطرو څلور کتابچې ېې چه د ښوونځی له څلورم ټولګی نه ېې په ليکلو پيل کړی هم مورته ور کړی دی ٠ هغې مور ته په ور کړه شوی ليک کی ليکلی چه سږکال زه په ښوونځی کی درس نه شم لوستلی ، هر کله چه زه د همصنفانو د خوشحالۍ اواز يادوم ، لکه په ښوونځی کی درس لولم ٠ زه ډيره
هيله لرم چه درس ولولم ٠
په بيجنګ کی د مايان خاطرې تر عنوان ﻻندی د نوی کتاب د توزيع کيدو په مراسمو کی پيغلې مايان خبريال ته وويل چه په هغه وخت کی می يوازی يو فکر درلود چه په ښوونځی کی درس ولولم ٠ که چيری زه د رخصتۍ په ورځو کی دباندی مزدوری وکړم ، زه هم غواړم چه درس ولولم ٠
په بيجنګ کی د فرانسی د ليبی رسيون ورځپاڼې خبريال پېېر٠اسکی په ٢٠٠١ کال کی د مرکه کولو لپاره د مايان اجدادی کور ته ورغی ٠ کله چه هغه چمتو و چه له دی ځای نه وﻻړشی ، د مايان مور يو کاغذ او دری کتابچې هغه ته ور کړی چه دا د مايان له خوا مور ته ور کړه شوی ليک او د خاطرو کتابچې دی ٠ نوموړی فرانسی خبريال د مايان د ليک او خاطرو د لوستلو نه وروسته ډير متاثر شو ٠ له دي امله پيېر د دوهم ځل لپاره د مايان ګوښه کلی ته ورغی ، د درس لوستلو لپاره ېې مايان ته مالی مرسته ورکړه او په دقت سره ېې ددي پيغلې په باب په زړه پوری کيسه واوريدله ٠
د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په نهمه نېټه پېېر د فرانسی د ليبی رسيون په ورځپاڼه کی تردی عنوان ﻻندی چه زه غواړم چه درس ولولم ، يو اوږد راپور خپور کړ ٠ دغه راپور په فرانسه او حتی په ګرده اروپا کی د خلکو توجه راجلبه کړيده ٠ خلکو ور ته ليکونه او نغدی بسپنې ليږلی او حتی ېې د اسکی او مايان صندوق جوړ کړېدی څو چه په خاص ډول د درس لوستلو لپاره له هغو چيناېې ماشومانو سره مرسته وکړی چه له مايان سره په يوه کلی کی ژوند کوی ٠
څه د پاسه ٣٠ کاله کيږی چه پېېر٠اسکی د خبريال په حيث کار کړی او زياتو هيوادو ته تللی دی ٠ هغه وويل چه زه دوه ماشومان لرم ، نو کله چه خبر شوم چه دغه پيغله د درس لوستلو لېواله ده ، خو يوازی د غريبۍ له امله ېې خپل دغه ارزو نه شوه عملی کولی ، نو احساس می وکړ چه دا يو ډير د افسوس وړ کار دی ،٠ له پيل نه زه د دی کيسې د اوريدو نه ډير متاثر شوم او په عين حال کی می دا سوچ وکړ چه ددې کار له ﻻرې مونږ له نورو ماشومانو سره هم مرسته کولی شو ٠
په ٢٠٠٢ کال کی د مايان خاطرې تر عنوان ﻻندې کتاب د پېېر له خوا د تنظيمولو نه وروسته په پاريس کی چاپ شو او په بيړه سره د فرانسې د کلنيو ښه بازارلرونکو کتابونو ليست ته پورته شوېدی ٠ له دی نه وروسته دغه کتاب په وار سره په جرمنی ،جاپانی، ايتاليي، هسپانيي او- انګليسی ژبو ترجمه شوی او په زياتو هيوادو کی ښه بازارلرونکی کتاب ګرځيدلی دی ٠
پېېر وويل چه د مايان د خاطرې دغه کتاب د فرانسی د زلميانو په منځ کی قوی انعکاس موندلی دی ٠ په پاريس کی اوسيدونکو ماشومانو دا وموندله چۀکه څه هم مايان ددوی په شان ماشومه ده ، خو ددې ژوند ور سره دومره زيات توپير لری ٠ دوی د مايان له کيسی نه پوه شوی چه ژوند څه دی او څنګه له نورو ماشومانو سره يو ځای د ژوند له خوشحالۍ نه ګټه اخيستﻻی شی ٠
پيير وويل چه د مايان د کور په ديوال باندی د فرانسی د يوه ښوونځی د هغو زده کوونکو او ښوونکو عکس ځوړند شو چه تر ټولو نه اوال ېې مايان ته د بسپنې په توګه پيسې ور کړيدی ٠ د عکس تر شا ليکل شوی چه درس لوستلو ته دی د وام ور کړه ، د فرانسی ماشومان در څخه ملاتړ کوی ٠
اوس مايان کولی شی چه په هره مياشت کی په جلا جلا توګه د اسکی او مايان له صندوق او د خپلې خاطرې د کتاب د چاپيدو له مالياتو څخه ٥٠٠ يوونه پيسې تر ﻻسه کړی او په مداومه توګه درس ولولی ٠ هغه د خپل اجدادی کور يعنی د جانګ جيا کلی د منځنی ښوونځی لومړی زده کوونکې ګرځيدلی ده او ور پسی نور څه د پاسه ٦٠ تنه محلی ماشومان د صندوق نه د مرسته اخيستلو په اتکا هم ښوونځی ته ستانه شوېدی ٠