<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-07 23:11:02    
د افغانستان ماشومانو ته ښه خوراکونه وسپارم

cri
جنکۍ بين بين سږکال ٦ کلنه ده او له خپل پﻻر او مور سره د چين په مرکز بيجينګ کي اوسيږي ٠ د بين بين پﻻر يون بين ځون د چين د سينهوا اژانس يو خبريال دی او په ٢٠٠٣ کال کي د مرکه کولوله پاره د افغانستان مرکز کابل ته استول
شوی او د افغانستان د سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند په برخوکي يي زياته
راپورونه راليږلي دي ٠ د يوي مياشتي د مرکه کولو په بهير کي،هغه په خپلو سترګو د افغانانو هغه بدمرغه حالت چه د څه د پاسه شلو کالو جګړې له امله دوي ته رسيدلي وو وليدل او نه يوازي يي د مهاجرينو د کمپونو،بلکي د يتيمخانو څخه هم ليدني کتني وکړي ٠ د افغانستان د خلکو بدمرغه حالت دده احساس خورا غمجن کړي ، نو چين ته د بيرته ستنيدو نه زياتې ورځې وروسته هغه ﻻ هم کله کله د افغانستات د حالت په باب فکر کاوه او خبرې يي کولې ٠
يوه ورځ بين بين له خپل پﻻر او مور سره دريواړو د خپلې اوسيدونکي سيمې په وړوکي پارک کي ورزش وکړ ٠ په چاپيريال کي څو تنو کوچنيانو چه له بين بين سره همزولي دي په خوشحالۍ سره لوبه کوله ٠ پﻻر يي د دغو نيکمرغو او ښادمنو کوچنيانو په بيدلو سره په بااحساسه توګه وويل چه د بيجينګ ماشومان ډير نيکمرغه دي ٠ دوي چه هر شي غواړي ،هر شي لري٠ خو د افغانستان ماشومان په ژمي کي پخته يي کالي او ښه ډوډوۍ نه لري٠ ددوي په ژوند کي ښادي ،رنګونه ، تليويزيون ،موزيک ، د لوبې الات او د درس لوستلو فرصت نشته ، برعکس د هر يوه له سترګو نه ويره او ناکراري ليدل کيږي ٠ بين بين چه په اړخ کي يي لوبه کوله د پﻻر د دغو خبرو د اوريدو نه وروسته په جدي توګه وويل زه غواړم چه افغاني ماشومانو ته زيات ښه ښه خوراکونه وسپارم ٠ ورپسي هغې وويل چه زه نه يوازي دوي ته د يوې ورځې د اړتيا وړ خوراکونه وسپارم ، بلکي د يوه کال د اړتيا وړ خوراکونه وسپارم ٠ مور يي ور څخه پوښتنه وکړه چه دومره زيات خوراکونه به ته څنګه افغانستان ته ور وليږي ؟ هغې په ماشومانه توګه خپل سر پورته کړ او و يي ويل چه زه به يي د يوه لوي موټر په واسطه ور وليږم ٠ مور يي بيا پوښتنه وکړه چه ته موټر نه شي چلولي ، نو څوک ستا لپاره موټر چلوي ؟ هغې ځواب ورکړ چه الته پﻻر ٠ زه غواړم چه د موټر په ټولو خالي ځايونو کي خوراکونه واچوم ، نو افغاني ماشومان به يي د يوه کال لپاره وخوړلي شي ٠
څو ورځې وروسته د بين بين پﻻر بيا د کابل يتيمخاني رايادې کړي ، بين بين چه د نانځکي لوبه کوله ، له پﻻر څخه پوښتنه وکړه چه يتيم څوک دی ؟ پﻻر يي ځواب ور کړ چه يتيم هغه ماشوم دی چه پﻻر او مور نه لري ٠ دوي په يتيمخانه کي چه څلور ديوالونه يي تياره دي ژوند کوي او دوي خورا بدمرغه دي ٠ ددوي په نسبت ته څومره نيکمرغه يي ٠ بين بين بيا له پﻻر نه پوښتنه وکړه چه ددوي پلرونه او ميندې چيري تللي دي ؟ پﻻر يي ځواب ورکړ چه د جګړې په وخت کي وژل شوي دي ٠ چا جګړه وکړه ؟ دوي ولي جګړه وکړه ؟ بين بين هم په قهر او غوسی شوه او هم زړه سوی شوه ، نو و يي ژړل ٠ پﻻر يي سمدلاسه هغه دلاسا کړه او ور ته يي وويل چه افغاني يتيمان قلمونه ډير خوښوي ، ما خپل ټول قلمونه دوي ته ور کړي وو او دوي ډير خوشحاله شول ٠ بين بين چه د پﻻر دغه خبره واوريدله ، فورا خوشحاله شوه او خپلې مور ته يي وويل چه موره ،پﻻر مي خپل ټول قلمونه افغاني ماشومانو ته ور کړي وو ، شاباش ٠د دغو خبرو د ويلو په وخت کي ، د بين بين په مخ باندي
اوښکې هم خورې شوې ٠
که څه هم د جنکۍ بين بين دغه ارزو چه افغاني ماشومانو ته ښه خوراکونه وسپاري ،اوس سر ته نه شي رسيدلي ، خو مونږ يقين لرو چه هغه د لوي کيدو ته وروسته به هرومرو له هغو کسانو سره چه د کومک اړتيا ولري مرسته وکړي ٠
دلته زه هم د زړه له کومي هيله لرم چه زمونږ د دوست ګاونډی هيواد افغانستان په نوي کال کي سياسي ، اقتصادي او ټولنيز ژوند ژر تر ژره عادي شي ، زمونږ افغاني وروڼه او خويندې ژر تر ژره په ښه ژون کي شپې ورځې تيرې کړي او ټول افغاني ماشومان به په نيکمرغه توګه وده وکړي ٠
د م م د ماشومانو صندوق لزه موده دمخه په کابل کي په يوه خپور شوي کلني راپور کي وويل چه وروسته تر هغه چه د ٢٠٠٢ کال په مارچ، ملګرو ملتو په افغانستان کي ښوونځيو ته د بيرته تګ په عنوان عمل غوره کړی ، يو ملينو ٢ لکه تنه نجونې بيرته ښوونځيو ته ستانې شوي دي ، خواوس د افغانستان په زياتو سرحدي او ګوښه کليو کي ، لږ تر لږه يو مليونو ٥ لکه تنه نجونې د درس لوستلو فرصت نه لري ٠
په راپور کي دي ته اشاره شوي چه له درس لوستلو نه د دغو نجونو د بي برخه کيدو عمده علتونه غربت او د عنعنوي نظريو تړنه ده ٠ علاوه پر دي ، دښوونځيو او ښوونکو ډير کموالی هم مهم علت دی ٠
د افغانستان د پوهنې وزير يونوس انوني د چين د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکه کولو په وخت کي وويل چه اوس په ښوونځيو کي د نجونو د درس لوستلو د مخنيوۍ عمده موانع د پوهنې د پانګې کموالی دی ٠هغه افغانستا ن ته د مرسته ورکوونکو هيوادو څخه غوښتنه وکړه چه بايد ژر تر ژره د افغانستان د بنيادي پوهنې سره د کومک لپاره خپلې خپلې ژمنې عملي کړي
په افغانستان کي د بيسوادۍ تناسب د نړۍ د نورو هيوادو نه لوړ دی چه له دی جملی نه د بي سواد و نارينه ووشميريي په سلو کي اويا ته رسيدلی او د بي سوادو ښځو شميريي په سلو کي له اتيا نه اوښتی دی ٠