<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-11 19:32:42    

په لويديځ چين کښی يوه ځلانده ملغلره ____ د شين مو ولسوالۍ 


cri
د شين مو ولسوالۍ د چين د شان سی ولايت په شمالی برخه کښی واقع دی ، مساحت يی اوو زرو شپږوسوو پنځه ډيرشو مربع کيلو ميترو ته رسيږی او دری لکه شپږ شپيته زره تنه خلک پکښی ژوند کوی . د شين مو ولسوالۍ يو ښکلی او شتمن ځای دی . د سکرو منابع ډيری غنی ښکاری ، په دغه ولسوالۍ کښی د ذخيره شويو سکرو مساحت څلوروزرو پنځو سوو مربع کيلو ميترو ته رسيږی چه دغه رقم د دغی ولسوالۍ په عمومی مساحت کښی په سلو کښی شپيته برخه نيسی ،د سکرو د ذخيری اندازه پنځوسو مليارډو ټنو ته رسيږی . سربيره پردی پکښی غنی طبيعی ګاز ، نفت او نوری معدنی منابع ذخيره کيږی ،د شين مو توريستی منابع خپل ځانګړی خصوصيت لری ، مثلا په شين مو کښی لوی جهيل ، بی پايه څړ ځايونه ، غونډۍ ، ښکلی انګړونه ، زيات تاريخی او کلتوری اثارونه او قديمی معبدونه ليدل کيږی او ښکلی انسانی او ثقافتی منظره زمونږ تر سترګو کيږی .
د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ د تنفيز په تيره بيا د شين مو د سکاره لرونکی سيمی د بهره بردارۍ نه راهيسی د شين مو خلکو د غنی منابعو په واسيطه د لسو کالو د کوششونو نه وروسته په اقتصاد او ټولنه کښی ستر بدلونونه را منځ ته شوی دی . پخوا شين مو يوه غريبه ولسوالی وه ، خو اوس دغه ولسوالۍ د شان سی ولايت حتی دلويديځ چين په قوی ولسوالۍ بدله شوی ده .له اتم پنځه کلن پلان نه تر نهم پنځه کلن پلان پورید دغی ولسوالۍ اقتصاد په سلو کښی په شپږ ويشت سرعت سره انکشاف کوی .تر ٢٠٠٢کاله پوری د دغی ولسوالۍ داخلی عمومی توليدی ارزښت درو مليارډو پنځو سوو مليونو او مالی عايدات يی څلورو سوو اتيا مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيدچه په دی جمله کښی محلی مالی عايدات دوه سوه څلويښت مليونه و او د اقتصادی عمومی اندازی له لحاظه د لويديځ چين په سلو غښتليو ولسواليو کښی څلور شپيتم مقام نيسی .
د سکرو صنعت د شين مو عمده صنعت دی .دننه په ولسوالۍ کښی د سکرو توليدی اندازه پنځه ډيرشو مليونو ټنو ته رسيږی چه له دی جملی څخه په محلاتو کښی د سکرو توليدی اندازه يوولس مليونه ټنه دی . په ټول هيواد کښی د سکرو دتوليدولو ترټولو نه لويه ولسوالۍ ده او دسکرو د توليدولو تر ټولو نه لوی مرکز هم دی . نوی پيړۍ ته د داخليدو نه وروسته د شين مو ولسوالی بيا په فعاله توګه د سکرو د صنعت د انکشاف په باب نوی پلان تطبيق کړی ،د سکرو دکانونو د اصلاح د ګامونو د چټکتيا او د لويو کانونو د ابادولو په عين وخت کښی يی خپل عمده کار د منابعو په تبديلولو کښی راټول کړی .اوس په دغه ولسوالی کښی د جنريترونو ظرفيت دری لکه اويا زره کيلو واټ دی ،د جينګ جی د بريښنا توليدولو لويه فابريکه په جوړولو پيل شوی ..د پلان له مخی به دا فابريکه د لسم پنځه کلن پلان په پای کښی بشپړه شی او د بريښنا په توليدولو به پيل وکړی . د سکرو دصنعت د پراختيا سره سره د بريښنا ، کيميا صنعت او ساختمانی موادو صنعت هم زياته وده کړی ده .
په دی وروستيو کلونو کښی دغی ولسوالی د يکالوجيکی ابادۍ په برخه کښی د پنځه څلويښتو مليونو يونو په اندازه پانګی اچولی دی .په ديارلس زره هکتاره مځکه کښی يی د ونو نيالګی کيښنولی او په څه د پاسه دری ډيرش هکتاره زره هکتاره مځکه کښی واښه کرلی دی ،دونو او واښو د خپريدو ميزان په سلو کښی شښږ څلويښت اعشاريه يو ته رسيدلی دی .
شين مو پراخه خاوره لری ،د ځنګلدارۍ او مالدارۍ چارو ته پراختيا ورکول نه يوازی لرغونی تاريخ لری ، بلکه نسبتا قوی انکشافی تفوق لری ،شين مو د شان سی په ولايت کښی د پسو دروزلو تر ټولو نه لويه ولسوالی ده او شميريی څه د پاسه شپږ ولکو ته رسيدلی دی .خرما د شين مو يو بل مهم توليد دی ، په لس زره شپږ سوه اوه شپيته هکتاره مځکه کښی د خرما ونی کرل شوی او هر کال پنځلس مليونه کيلو ګرامه خرماحاصل شوی ، دغه دوه لوی صنايع د بزګرو د عايداتو دزياتولو عمده لاره ده .
مواصلات د اقتصادی ودی لوی شريان دی ،د وروستيو کلونو نه راهيسی د شين مو ولسوالی دمواصلاتو ابادۍ ته ستر اهميت ورکړی دی ، په تيرو پنځو کلونو کښی يی د عمومی سړکونو په ابادۍ کښی د نهو سوو مليونو يونوپه اندازه پانګه اچولی ده او په دی اثر د شين مو مواصلاتی حالات ُپوره بدل شوی دی ، د باو شين ، وو شين او سين ديان په شمول د شپږ عمومی سړکونو په جوړيدو سره له شا وخوا ولسواليو سره اړيکی هم تقويه شوی دی ، علاوه پردی څو اوسپنيزی لاری هم تر استفادی لاندی راغلی دی ،دا نښه نښارنه ده چه شين مو د شان سی ولايت په شمالی برخه کښی مواصلاتی مرکز ګرځيدلی دی .
د شين مو ښاری ابادۍ د نهم پنځه کلن پلان د تطبيق نه وروسته شروع شوه. د څو کلونو نه راهيسی جملتا پکښی د څلور سوو مليونو يونو په اندازه پانګی اچولی دی ، د ښاری ابادۍ مساحت د ١٩٩٧کال له پنځه مربع کيلو ميترو نه اوس نه مربع کيلو ميترو ته زيات شوی دی ،ښاری تاسيسات ورځ په ورځ مکمل شوی دی .نن ورځ د شين مو په ولسوالی کښی جګ جګ عمارتونه ولاړدی ، واټونه پراخ او ارت دی او شنی ونی کتار په کتار ولاړی دی او د عصری ښار څيره زمونږ تر سترګو کيږی .
نوی پيړی ته د داخليدو نه وروسته د دغی ولسوالی ګوندی کميټی او حکومت داسی پلان وړاندی کړ چه تر ٢٠٠٧کاله پوری به داخلی عمومی توليدی ارزښت اتومليارډو پنځو سوو مليونو يونو ته ورسيږی ، تر ٢٠١٠ کاله پوری به داخلی عمومیتوليدی ارزښت څوارلسو مليارډو شپږو سوو مليونو يونو او مالی عايدات به يی يو مليارډپنځو سوو يونو ته ورسيږی ،د يو نسبتی شتمنی ټولنی د ابادولو په باب هدف به له ټاکلی وخت نه وړاندی تر سره شی، د عمومی اقتصادی قوت له لحاظه به د لويديځ چين لسو غښتليو ولسواليو ته داخل شی .، تر ٢٠٢٠ کاله پوری به داخلی عمومی توليدی ارزښت نه پنځوسو مليارډو يونو او مالی عايدات به يی شپږو مليارډو يونو ته ورسيږی او د عمومی اقتصادی قوت له لحاظه به د ټول هيواد په سلو غشتليو ولسواليو کښی شامل شی .