<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-11 20:05:29    

د چين د خويندو نه راغلي سلامونه


cri
زه د چين د ښځو په نماينده ګۍ او زمونږ د ډيرو صميمي تشريفاتو له مخی د پاکستان او افغانستان خويندو ته وايم ، اسلام عليکم ٠ لږه موده دمخه کله چه ما له ښځينه اخوندې جين می خوا سره مرکه وکړه ، هغې هيله وکړه چه زمونږ له ﻻرې د افغانستان او پاکستان ښځو او خويندو ته د چين د ښځو ډيره صـميمي دعا څرګنډه کړي ٠ هغې وويل چه اسلامی دين يو ډول مفکوره او يو ډول سوله ايز او متحد دين دی ٠ د حقيقت سمه ﻻره د وخت او فضا له خوا نه محدوديږي ، مونږ بايد د خدای له خوا په ﻻرښودل شوې ﻻرې باندی ولاړ شو او د مختلفو هيوادونو له خلکو سره يو موټی شو څو چه د ټولې نړۍ خلک له امن څخه برخوردار شي ٠
٤٠ کلنه جين مي خوا د چين د خوی قوم يوه ښځه ده او د نينسيا د خوی قوم د خودمختارې سيمې د وو ځون ښار د وو نان په لوی جومات کی د ښځينه جومات استخدامه شوی اخونده ده او د وو ځون ښار له يوازنيو اتو رسمي اخوندانو څخه شميرله کيږي ٠
کله چه ما ور څځه پوښتنه وکړه چه ته ولی غواړی چه د يوې ښځينه اخوندې په حيث واوسی ؟ هغې ځواب ور کړ چه زه يوه د ملی اقليت ښځه يم ، که څه هم په يوه مسلمانې کورنۍ کی ژوند کوم ، خو پخوا د اسلامي دين په معلوماتو باندی هيڅ نه پوهيدم٠ نو ښايي چه يو ډول قوت زه دې ته هڅولی يم چه زده کړه وکړم او بيا زده کړه وکړم ٠ د ١٩٩٥ کال د روژې په مبارکه مياشت کی مې د ميړه سره د مشورې کولو نه وروسته دده موافقه تر ﻻسه کړه ،جومات ته ننوتم او د عربې ژبې د حروفو په زده کولو مې پيل وکړ ٠ د خدای په رڼا کی ، د خپل ميړه تر ملاتړ او د استاذ تر ﻻرښوونې ﻻندی ، دغه راز د خپل کوشش له ﻻرې ، زه د ١٩٩٦ کال د دسمبر په مياشت کی له جومات نه فارغه شوم ٠ د ٢٠٠١ کال د سپتمبرپه مياشت کی ، جين می خوا د نينسيا د خوی قوم د خودمختارې سيمې د اسلامي ټولنې او د وو ځون ښار د اسلامي ټولنې له ازموينې نه بريالی وتلی او د اخوندې صلايت يي تر ﻻسه کړی او ور ته د اخوندې تصديق نامه ور کړي شويده ٠ د ٢٠٠٢ کال د مي په مياشت کی هغه د وو ځون ښار د لي تونګ سيمې د وو نان د لوی جومات له خوا د ښځينه جومات د اخوندې په توګه استخدامه شوی او ددې جومات پنځمه ښځينه اخونده ګرځيدلې ده ٠
د ښځينه اخوندې جين مي خوا زده کوونکي ګو يو پيت چه عمر يي له جين مي خوا سره يو شان دی ،ما ته وويل چه زه تل دلته له جين مي خوا نه درس لولم ٠ خدای په مقدس قران کريم کی ويلي چه نارينه او ښځې د معلوماتو په زده کولو کی مساوی دي او نارينه او ښځې ټول له خدای نه د معلوماتو اخيستلو حق لري ٠ که يوازي نارينه اخوندان شته ، نو مونږ ښځې به مجبورا په کور کی درس لولو، خو په کور کی استاذ نشته چه مونږ ته درس راکړي ، نو ځکه زياتې ښځې په تمام عمر کي هم ناپوهه پاتې شوې او په دی نه پوهيږي چه په قران کريم کی څه ليکل شويدي ٠ که څه هم زمونږ خاوندان له جومات نه کور ته د بيرته ستنيدو نه وروسته مونږ ته ويلي شي چه په جومات کی نارينه اخوند هغه ته څه ويلي دي، خو هغه کارونه زمونږ د ښځو له ژوند نه ډير ليري دي ٠
ښځينه اخونده جين مي خوا يوه ښه مور هم ده ٠ هغې وويل چه زمونږ حکيم پيغمبر حظرت محمد ويلي چه مور د ماشوم لومړنی استاذه ده ٠ ځکه چه پﻻر يي تل په ټولنيزو کارونو ﻻس پوري کوی او د کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره تل بهر ته ځی ، نو له خپلو بچيانو سره ددوي تماسونه ډير لږ دي ٠ برعکس مور تل له خپلو ماشومانو سره يو ځای اوسي ٠ زه دري اوﻻدونه لرم او دوی ټول نسبتا ښه اووتلي دي ٠ ما ددوی له کوچنيتوب نه دوي ته ﻻرښوونه وکړه چه بايد يو درستکار انسان وګرځي٠ نو دوی په ښوونځی کي د ښوونکو او همصنفانو له خوا ستايل شويدي ٠ هغې زياته کړه چه زه د يوې مسلمانې ښځې او د ماشومانو د يوې مور په توګه بايد ځان د نورو ښځو سرمشق وګرځوم او ﻻ زياتو ښځو او ماشومانو ته ښه ﻻرښوونه وکړم څو چه دوي خپل کلتوري کماﻻت او د ژوندانه سويه لوړه کړي او د هيواد او اسلامي دين لپاره ګټور انسان وګرځی او زمونږ ښايسته راتلونکی اباده کړي ٠