<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-18 17:52:26    
سپين سري لي لان اينګ د اوسيدونکی سيمې له کارونو سره پوره توجه لري

cri
سپين سري لي لان اينګ د بيجنګ ښار د څون ون من په لويديځ واټ کی اوسيږی او سږکال اتيا کلنه ده ٠ پخوا هغې د فو جو ښار په دوهم روغتون کی کارکاوه او د سرهمشيرې دنده يي په غاړه درلوده او په ١٩٨٠ کال کی د تقاعد کولو نه وروسته دلته راغله ٠ د څه د پاسه شلو کالو راهيسی ، هغه د پرستاری کولو په برخه کی د خپلو تجربو او لوړو مهارتونوپه اتکا او د اوسيدونکی سيمی له کارونو سره د پوره احساساتو په لرلو، د اوسيدونکی سيمې د خلکو لپاره خدمتونه کوي ،نو د خپلې اوسيدونکی سيمی د خلکو له خوا ستايله شوی اود درناوی وړ ګرزيدلی ده٠ لږه موده دمخه د سی ار اي د راډيو خبريالې له نوموړی سره مرکه وکړه او خپل رپوټ يي داسی برابر کړيدی ٠ لي لان اينګ دلس ګونو کلونود پاره د پرستاري په کارلاس پوري کړی و، خو له روغتون نه د تقاعدکولو نه وروسته هغې د اوسيدونکو په سيمه کی لا هم د خپلې پرستاری کارته دوام ور کوی ٠ هغه هره ورځ د اوسيدونکود کميټې دفتر ته ځی او د اوسيدونکو لپاره په داوطلبانه توګه طبي خدمت کوي ٠ هغه نه يوازی د اوسيدونکواړوندو پوښتنو ته ځوابونه ور کوی او ددوی د ناروغيو علاج کوی ، بلکي دوی ته د معمولی ناروغيو د وقايي ، علاج او پرستاری په باب معلومات هم ورکوی ٠ سر له دی چه لي لان لينګ پخپله هم اتيا کلنه سپين سري ده ، خودا تل د هغو سپين سرو او سپين ږيرو کورونو ته چه بهر ته د تللو مشکلات لري هم ځی ، دوی ته طبي خدمتونه کوی او اسانتياوی برابروی ٠هغې وويل چه څرنګه چه خلک ما ډاکتره بولی او زه د طبي علاج او پرستاري په برخه کی ځينې تجربې لرم ، نوغواړم چه د خپلې ښې روغتيا په وخت کی د خلکو لپاره څه کار وکړم ٠ د څون ون من د لويديځ واټ د ودانيود چاپريال په شنو چمنو نو کی ، خلک تل ليدلی شی چه سپين سري لي لان اينګ په خپل کيڼ لاس کی يو پولاستيکی کڅوړه اوپه ښی لاس کی يي يو انبور نيولی دی اود مځکې له مخ نه کاغذ ، د ميوې پوستکی ، بي کاره پلاستيکی کڅوړې او داسي نور فضله مواد بې له ځنډه يو يو له مځکی نه راټولوي او په يوه لويه کڅوړه کی يي اچوی ٠خبريالې ور څخه پوښتنه وکړه چه په اوسيدونکی سيمه کی پاکوونکی کارګران شته ، ستاسي عمردومره زيات دی او ملا مو هم کړوپه ده ،نو ولی دا ډول کارونه کوی ؟ سپين سر لي په خندا سره وويل چه دا هم د ورزش يو ډول دی او هم يو اسانه کار دی ، زه يي کولی شم ٠ څرنګه چه زياته اندازه استعمال شوي بي کاره او زړې پلاستيکې کڅوړې غورځولې شوي او چاپيريال ته يي ککړتيا رسولی ده ،نو له هغه وخت نه راهيسی چه د خلکو په منځ کی د سپينو کثافاتو د ککړتيا د کمولو او د ټوکری کڅوړو د استعمالولو په باب فعاليت رامنځته شو ،. سپين سري لی په خپل کور کی رنګارنګ ټوکران پيدا کړل او څه د پاسه شل کڅوړې يي جوړې کړی او په وړيا ډول يي په اوسيدونکو وويشلې او دوی ته يي د ټوکری کڅوړو د استعمال او د ککړتيا د کموالي په باب معلومات ور کړل ٠ سپين سري لي په ورځنی ژوند کی تل او هميشه د يوې مخکښې په توګه رول لوبوی او په بهرکی هم د شيانو او هم د سبو د اخيستلوپه وخت کی له ځان سره ټوکری کڅوړه وړی٠ د اوسيدونکو د کميټې مشر فکر کوی چه د لي لان اينګ عمر زيا ت دی ، نو د اوسيدونکی سيمې د امنيت ساتلو لپاره په ګزموی کار کی هيڅکله هغه په نوبت کی نه نيسی ، خو هغه تل په خپله غواړی چه په نوبتی کار کی ځان شامله کړی ٠ هغی وويل چه که څه هم زما عمر زيا ت دی ، خو عمل می لا هم چابک دی او هم پخپل نوبت کی دنده تر سره کولې شم ٠ هر هغه څوک چه د اوسيدونکی سيمې د امنيت ساتلو لپاره په ګزموی کار کی ګډون کوی ، هره مياشت د اوسيدونکو له کميټې نه ٥٠ يونه پيسی اخيستلی شي ، خو سپين سری لی هيڅکله دغه پيسی نه دی اخيستی ، هغې وويل چه زه د ٥٠ يونو لپاره ګزموی کارنه کوم ،بلکی زه په ريښتيا سره هيله لرم چه زمونږ د اوسيدونکی سيمی لپاره څه خدمت وکړم يوه ورځ سپين سری لي له تلويزونی پروګرام نه معلومات تر لاسه کړل چه يوه بی کاره بيتری د يوې هکتاره مځکې ١٥ مه برخه ککړولی شي ٠ نو اوس هر کله چه هغه د شيانو داخيستلو او د سيل کولو لپاره بهر ته ځی ، تل په دقت سره هر کونج ته خپله توجه اړوی څو چه په هر وخت او هر ځای کی بي کاره بيتری راغونډي کړی ٠ د څه د پاسه يوه کال راهيسی ، هغې له دوو سوو نه زيات بې کاره بيتری راغونډي کړی دی ٠ د اوسيدونکی سيمی خلک په ستاينی سره وايي چه سپين سري لي د يوې زړې داوطلبې چاپيريال ساتونکی د نامه وړ ده ٠