<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-19 18:07:57    
دشيانو او موادو راټولول ذخيره کول اوس يو نوي دود ګرزيدلي دي

cri
د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجراکيدو نه دمخه له دي امله چي دچين اقتصاد نسبتأ وروسته پاتي و، نو په هغه وخت کي د خلکو ژوند دومره شتمن نه و او عمومأ خلکو دا لياقت نه درلود چي اضافي پيسي ذخيره کړي او د خپلي علاقه مندي له پاره يي پکار واچوي ٠خو د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسي د تنفيذ نه وروسته د چين اقتصاد چټکه پرمختيا موندلي او د خلکو د ژوندانه سويه هم ډيره لوړه شوي ده ، نو د خلکو د ژوند شکلونه هم رنګارنګ شوي ، مثلا اوس ډير چينايان ددي طاقت لري چي د خپلي اضافي پيسي د توريزم ، لوبي کولو، د روغتيا ساتني ، ورزشونو ، سيل کولو ،جمع کولو اوداسي نورو مصارفو له پاره پکار واچوي ٠ په دي بهير کي جمع کول او ذخيره کول په دي وروستيو کلونو کي دچينايانو په منځ کي رامنځ ته شوي يو نوي رسم او دود ګڼل کيږي ، لکه د پوستي تيکيټونه ، باستاني او لرغوني اثار،نقشي، چيني باب او داسي نور شيان ټول د جمع کولو شيان ګڼل کيږي ٠د دغه رسم او دود په رامنځ ته کيدو سره د چين په ډيرو ښارونو کي د انتيک او زاړو شيانو بازارونه يو د بل پسي رامنځ ته شوي دي ، د بيجينګ په مثال همدغسي بازارونه هم ډير زيات دي چي په دي جمله کي د ليو لي څان او پان جيا يوان بازارونه نه يوازي په بيجينګ بلکه په ټول هيواد کي ډير مشهور دي ،لکه د هري اوني په پاي کي د پان جيا يوان په بازار کي په زرګونه زرګونه خلک ځان ته راجلبوي چي په دي کي يو زبات شمير تاريخي اثارو ټولونکي هم شامل دي ، د يوي هفتي په پاي ک خبريال له پان چيا يوان بازار څخه ليدنه وکړه او له ځينو خلکو سره يي مرکه وکړه ، ښاغلي جان لي ون دا علاقه لري چي ډول ډول چيني باب راجمع کړي ، هغه خبريال ته وويل چي د تيري پيړۍ له نهمي لسيزي نه راهيسي ما دچيني بابو په جمع کولو پيل وکړ ، تراوسه پوري مي څه د پاسه يو سل بيلا بيل ډولونه چيني باب راجمع کړي دي ،هغه وويل چي ځيني خلک يوازي زاړه چيني اسباب جمع کوي ،خو زه له دوي سره توپير لرم ، د دغه شيانو د راجمع کولو په وخت کي زه هغه د خپلي خوښي سره سم اخلم ، که يوازي شکل او رنګ يي ښکلي وي بيا يي اخلم ، پروا نه شته چي تاريخ يي اوږد يا لنډ دي ٠هغه وويل چي که څه هم اوس ريښتياني انتيک او زاړه چيني اسباب ډير لږ پيدا کيږي ، برعکس تقليدي توليدات ډير شته ، خو زما په سترګو کي يي ټول هنري توليدات دي ٠ په دي بازار کي خبريال هم وليدل چي د خلکو په منځ کي ډيري ښځي او نجوني هم شته، نجلي يانګ هوا چي يوه محصله ده، هم د خپلي خوښي وړ شيانو د راټولولو علاقه لري ، هغي خبريال ته وويل چي اوس زما ډير دوستان د شيانو لکه د پوستي تيکيټونه ، نقاشي ، د کلي ځينځير ، لاسي ساعت او ځيني لاسي هنري شيانو د راټولولو سره زياته مينه لري ، ځکه د دغو شيانو د راټولولو له لاري زيات معلومات ترلاسه کيدايشي زما لرګيني مجسمي ډيري خوښيږي، زما په نظر لرګيني مجسمي يو ډول ډير ښکلي هنري توليدات دي او خپل خاص ارزښت لري ٠ د توجه وړ خبره دا ده چي پخوا په چين کي د خلکو په نظر کي يوازي يو شمير نامتو شخصيتونه ، اديبان دانتيک او زاړو اثرونو د راجمع کولو طاقت او عادت لري ، خو اوس نه يوازي د دغو شيانو د راټولولو مينه لرونکي زيات شوي ، بلکه د راټول شويو شيانو قسمونه هم پراخ شوي دي ٠ له دي څخه څرګنده شوي چي اوس د چين اقتصاد پرمختيا موندلي او د خلکو د ژوندانه سويه اوچت او عايدات يي زيات شوي دي ،او په دي اساس د ژوند په نسبت د خلکو غوښتنه زياته او د فراعت په وخت کي د خلکو د ژوند شکلونه هم رنګارنګ او عني ښکاري ٠