
د بااينګولنګ مغولی خودمختاره لويه ولسوالي په جنوبي شينجيانګ کښی د مغوليانود اوسيدو ځای دی چه په چين کښي د لويی ولسوالۍ په درجه لومړنی لويه خودمختاره ولسوالي بلل کيږی ٠ دغه سيمه ...څه دپاسه ٤ لکه ٨٠ زره مربع کيلو متره مساحت لری او د جرمن- چک –او سلوواک د دريواړو هيوادود د خاورو له مساحت سره برابر دی ٠ د خاوری د پراخوالی له امله په دی خودمختاره لويه ولسوالۍ کښي توريستی منابع زياتی ليدل کيږی ٠ د بااينګولنګ ولسوالي يوه قيمتی او شتمنه ولسوالي ده چه خلک يی ډير هوښيار او باعقله دی او طبيعی منابع يی غنی ښکاری چه صحرايی منظری – د جګو غرونو په منځ کښي جهيلونه – لوی طبيعت او محلی دوددستورځانته خاص خوند لری ٠ د بااينګولنګ په مغولی خودمختاره لويه ولسوالۍ کښي د ميلمنو سره د مغوليانو تودو احساساتو او صداقت د سيلانيانو په زړونو کښي ژوره خاطره پريږدی ٠ کله چه ميلمانه راځی – مغولی نجلۍ او هلک به د شيدو شراب او هادا نومی سپين رومال ميلمنو ته وړاندی کوی ٠ ځکه چه د شيدو شراب ددوی د تودو احساساتو او ښه ميلمه پالنی نمايندګي کوی او د سپينو رومال څخه ميلمنو ته ددوی د احترام مراتب څرګنديږی ٠ د بااينګولنګ ښکلی چمن د مغوليانو کور دی ٠ دوی اکثرأپه مغولی خيمو کښي اوسيږی او کوچيانی ژوند تيروی ٠ دوی ميلمنو ته ښه هرکلی کوی کله چه ميلمانه راځی دوی لومړی پنير – کوچ –د اوړو ډول ډول خوراکونه او د شيدو چای ميلمنو ته وړاندی کوی ٠ د شيدو چای د څښلو نه وروسته شراب ور برابروی او وروسته په خوندورو غوښو د ميلمنو هرکلی کوی ٠ کله چه ميلمستيا ختميږی – دوی په لوړ اواز مغولی سندری وايی او نڅاوی کوی او ميلمانه په دی قومی او هنری فضا کښي د مستی احساس کوی ٠ اوس د مغولی قوم خالص دود دستور ته کتنه او ور څخه خوند اخستل د سيلانيانو دپاره د يوه خاص پروګرام په توګه ميلمنو ته وړاندی کيږی چه تاسي به په دی سيمه کښی هر وخت مغولی سندره واورئ او فولکلوری نڅاوی به وګورئ او هم د مغوليانو په شان به مزه داره غوښه وخورئ او هم به د شيدو چای وڅښئ ٠ د تاليمو سيند چه څه دپاسه ٢٢٠٠ کيلومتره اوږدوالی لری د چين په داخلي وچه کښي تر ټولو نه هغه لومړی اوږد سيند او د نړۍ دوهم لوی سيند بلل کيږی چه له سمندر نه ليری دی ٠ ددی سيند په موجوديت سره د سيند په دواړوصحرايی غاړو کښي سمسور ځايونه او چمنونه رامنځ ته شوي اود بااينګولنګ په لويه ولسوالۍ کښي خاصه او عجيبه منظره جوړه شوی ده چه د سيند د رڼو اوبو په څنګ کښي بي شميره شګلنی غونډۍ – ريګستان – د شنو ونو او سرو ګلانو سره يو ځای د خلکو تر سترګو کيږی ٠ په اوبو کښي د ډول ډول پيداوارو – پر ونو باندی د مرغانو د زانګو – تر بوټو لاندی د لويو او وړونکو څارويانو او د ځغليدو صحرايی اوښانو او ګوزنانو په ګډون د حيات نه ډکه يوه بله رنګينه دنيا ستاسو تر نظر راځی ٠ او تاسی محترم دوستان به په دی سفر کښي د تاليمو سيند له طبيعی ښايست نه خوند واخلئ٠ د صحرايی سړک څخه د انسان هغه فوق العاده جرأت او اراده چه د مغرور لوی طبيعت سره په سرتيره مبارزه کښي څرګند شوی ستاسو د هيجان سبب به وګرځی ٠ د تاګلاماګان صحرا چه د تاليمو سيند ور څخه تيريږی اکثره برخه يی د بااينګولنګ په خودمختاره لويه ولسوالۍ کښي پرته ده ٠ دغه صحراد ٣ لکو ٣٧ زرو ٦ سوو مربع کيلو متره مساحت په لرلو سره د چين تر ټولو نه لويه صحرا بلل کيږی او خلک ور ته د مرګ سمندر وايی ٠ دغه بي پايه صحرا د تاريخ نه راهيسي د خلکود تګ راتګ مخه نيولی وه خو د يوه صحرايی سړک ابادی چه ددی صحرا له جنوب نه شمال ته غزيدلی په نړی کښي يو بل اعجاز ګڼل کيزی ٠ دغه سړک ٥٢٢ کيلو متره اوږدوالی لری او د پيمانی له لحإظه د نړی د ګينيس نومی نړيوال ريکارد په فهرست کښي درج شوی دی ٠ دغه سړک د تاليمو د نفتلرونکی سيمی څخه د استخراج دپاره اسانتياوی برابری کړی دی ٠ د سړک په دواړو غاړوکښي د صحرايی ولو – واښو او بوټو په شمول صحرايی نباتات هم تر سترګو کيږی ٠ صحرايی ولې قوی حياتی قوت لری – د محلی خلکو په اصطلاح دغه ولې د زرو کالو په موده کښي له منځه نه ځی او د زرو کالو په اوږدو کښي پر مځکی نه لويئږی او لويئدلی ولې د زرو کالو په موده کښي نه ورستيږی ٠ دغه ولې هم د صحرا وفاداره دوست دی او هم د صحرا کيدو مخه نيسي چه د صحرايی سړک په غاړو کښي د شګلنو طوفانونو سره سره په هسکه غاړه ولاړی دی ٠ ګرانو دوستانو – که تاسی وغواړئ چه دی صحرايی سيمی ته لاړشۍ نو هم په الوتکه اوهم په ريل ګاډۍ کښي دی ځای ته رسيدلی شي ٠ ددی لويی ولسوالۍ په مرکز کورله کښي ډول ډول هوټلونه هر وخت ستاسو په انتظإر کښي دی ٠