د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخی ، د چين د کرنې د وزارت په اړوند د مرغانو د انفلوونزا د مخنيوی او علاج د کارپه باب مطبوعاتي نطاق جيا يو لين د روانې مياشتې په ٢٢ مه نيټه په بيجنګ کی اعلام وکړ چه د کرنې وزارت په همدی ورځ له ګوان سي نه رپوټ واخيست چه د ګوان سی د لون ان ولسوالی د دين دان په ښارګوټی کی چه د تيری جنوری په ٢٣ مه نيټه د مرغانو انفلوونزا پيدا شوه، محلی حکومت ددې سيمې بنديز او ضد عفونی کړی ، ناروغ مرغان يي حلال کړی او په عاجله توګه يي روغو مرغانو ته د ويروس په ضد واکسين ورکړی دی ٠نو اوس د مربوطې څانګی له خوا د معاينه کولو نه وروسته ثابته شوی چه هلته د مرغانو د انفلوونزا ناروغی له منځه وړل شوی ،.نو دغه سيمه په همدی ورځ له بنديز نه خلاصه شويده ٠
|