<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-23 21:33:49    
امکان شته چه د بيجنګ د دوهم پړاو په شپږ اړخيزو خبرو اترو کښی پر واقعی موضوعاتو باندی بحث وشی٠

cri
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د نيم کال د سخت منځګړيتوب له لاری د کوريا ديموکراتيک ولسی جمهوريت ، امريکه، چين، د کوريا جمهوريت ، روسيه او جاپان شپږ هيوادونه به په بيجينګ کښی د دوهم پړاو شپږ اړخيزې خبرې اترې سره وکړی او په مداومه توګه به د کوريايی ټاپوووزمې پرذروی مسئلې باندی بحث وکړی او د حل لاره به ور ته ولټوی ٠ د بيلا بيلو خواوو او په تيره بيا د کوريا د ديموکرتيک ولسی جمهوريت او امريکې د وروستنې رويې له مخی داسی نتيجه اخيستل کيدای شی چه امکان شته چه په دغو راتلونکو خبرو اترو کښی به پر واقعی موضوغاتو باندی بحث وشی ٠ دا موضوع چه أيا ديموکراتيکه کوريا او امريکه به يو له بل سره روغه جوړه وکړی که نه ؟ د بيجينګ د دوهم پړاو په شپږاړخيزو خبرو اترو کښی د پرمختګ د رامنځ ته کيدو دپاره به د کلی اهميت ولری ٠ له وروستنې يوې مودې راهيسی ، د ديموکراتيکې کوريا رويه يو څه بدله شوېده ٠ د بيجينګ په تيرو شپږ اړخيزو خبرو اترو کښی ديموکراتيکې کوريا د ذروی مسئلې د جامع حل په باب پلان وړاندی کړ، خو د تير کال په پای کښی يی د لومړی پړاو عملی تدبيرونه وړاندی کړل٠ بايد وويل شی چه د لومړی پړاو عملی تدبيرونه د جامع حل د پلان په نسبت لا واقعی اهميت لری ٠ ځکه چه د هغو له مخی به ديموکراتيکه کوريا په موقتی توګه دا غوښتنه وړاندی نه کړی چه هغه هيواد او امريکه بايد سمدلاسه پر يو بل باندی د تيری نه کولو په باب تړون لاسليک کړی او ديموکراتيکه کوريا بايد له امريکې او جاپان سره سياسی روابط قايم کړی ٠ ديموکراتيکه کوريا به يوازی دا غوښتنه وکړی چه امريکه بايد په لومړی مرحله کی ديموکراتيکه کوريا د تروريزم د ملاتړکوونکو هيوادونو له ليست څخه وباسی ، پر ديموکراتيکې کوريا باندی اقتصادی بنديزونه لغوه کړی او د امريکې او د ديموکراتيکې کوريا د شاوخوا هيوادونو لخوا هغه هيواد ته د درنو نفتو او بريښنا په شمول د انرژۍ مرسته ورکړی شی ٠ د ځواب په حيث ديموکراتيکه کوريا به نور نو د ذروی وسلو ازموينه و نه کړی او ذروی وسلې به توليدې نه کړی او حتی به د ذروی انرژۍ له هغه صنعتی توليد څخه لاس واخلی کوم چه د سوله ايز هدف دپاره استعماليږی ٠ امريکې د بيجينګ د لومړی پړاو شپږ اړخيزو خبرواترو له ختميدو نه وروسته هم ديموکراتيکې کوريا ته يو څه نرمښت کړيدی ٠ جمهوررئيس بوش د تير کال په اکتوبر کی لومړی ځل په ښکاره توګه له دی سره موافقه څرګنده کړه چه په کوم شکل سره ديموکراتيکې کوريا ته به د امنيت ساتلو په باب کتبی وعده وکړی ٠ ورپسی امريکې په پرله پسی توګه له نورو مربوطو خواوو سره مشورې وکړې ، جمهوررئيس بوش او يا د امريکې د حکومت عالی رتبه وو مامورينو په علنی توګه هيله څرګنده کړه چه د بيجينګ د دوهم پړاو په شپږ اړخيزو اخبرو اترو کښی دی پرمختګ رامنځ ته شی ٠ څو ورځې دمخه د کوريايی ټاپووزمې د مسئلې په باب د امريکې خاص استازی يوسيف ديترانی په خاصه توګه له چين سره د مشورې دپاره بيجينګ ته راغی او دا يی څرګنده کړه چه امريکه غواړی چه د بيجينګ د دوهمه پړاو په شپږ اړخيزو خبرواترو کښی لازمی انعطاف پذيره رويه وښئی٠ د بيجينګ د شپږ اړخيزو خبرواترو د کوربه هيواد په حيث چين تل دا هيله لری چه کوريايی تاپووزمه دی له ذروی وسلو څخه پاکه وی ، د دې ټاپووزمې سوله او ثبات دی وساتل شی ، بايد د ديالوګ له لاری مربوطه مسئله حل شی او د بيلا بيلو خواوو معقوله توجه او علاقه دی پوره شی ٠ له نيم کال راهيسی ، چينی خوا د پر له پسی ګرځندو ديپلوماتيکو عملونو له لاری د بيلا بيلو خواوو د دريځونو د هماهنګولو دپاره ډير زيات کوششونه کړيدی ، نړيوال دا ګډ نظر لری چه چين د بيجينګ د دوهم پړاو د شپږ اړخيزو خبرواترو د جوړيدو دپاره داسی ستر رول لوبولی دی چه بل کوم هيواد نشی لوبولای ٠ بين المللی ټولنه په عمومی توګه دا نظر لری چه د بيجينګ پر شپږ اړخيزو خبرواترو باندی ټينګار کول د کوريايی ټاپووزمې د ذروی مسئلې د سوله ايز حل دپاره يوازنی عملی طريقه ده ٠ په تير نيم کال کښی د ملګرو ملتو ، اروپايی اتحاد او د جنوب ختيځې اسيا د هيوادونو د اتحاد په شمول بين المللی او سيمه ايزو موسسو د پيجينګ د شپږ اړخيزو خبرواترو د بيا پيل دپاره مثبتې هڅې کړيدی ٠ د بيجينګ د دوهم پړاو شپږاړخيزې خبرې اترې چه د زياتو کوششونو له لاری به وشی ، د مسئلې د حل يو مهم فرصت وی ، نو بيلا بيلې خواوې بايد د دې خبرواترو د دوام د پرمخبيولو دپاره خپله حتمی دنده په غاړه واخلی او تر وسی پوری کوششونه وکړی ٠