د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې په بيجنګ کې د ٦خواوو د دوهمې دورې په خبرواترو کې د کوريا د جمهوريت ، د امريکې او جاپان لومړي ګډون کوونکو استازو يعني د کوريا د جمهوريت د خارجه چارو او تجارت د وزارت مرستيال لي سو خيوک ،د امريکې د بهرنيو چارو د وزير مرستيال جامز کيلي او د جاپان د بهرنيو چارو د وزارت د اسيا او اوقيانوس د ادارې رييس ميتوجي يابوناکا په ٢٣ نيټه په سيول کيې خبرې اترې وکړې تر څو د ٦ خواوو په خبرواترو کې خپل دريځونه هماهنګ وکړي ٠ د خبر له مخې دوي په خبرواترو کې په عمده توګه د ذروي پلان د بندولو په بدل کې ديموکراتيکې کوريا ته د اقتصادي جبران ورکولو په شمول د ديموکراتيکې کوريا پر غوښتنو باندې بحث وکړ
|