د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخی ،د کوريايي ټاپووزمی د ذروی مسلې په باب د ٦ خواوو د دوهمې دروې خبرې اترې به د روانې مياشتې په ٢٥ مه نيټه په بيجنګ کی جوړې شي ٠ د روسيې ، امريکې او جاپان هياتونه نن بيجنګ ته راورسيدل ٠ د روانې مياشتې په ٢٣ مه نيټه ، د چين د خارجه چارو د وزارت مرستيال ښاغلی وانګ اي د روسيې د هيات د ريس او د روسي د خارجه وزير له مرستيال لوسوکوف سره مشوره وکړه او دواړو خواوو د شپږو خواوو د دوهمې دورې د خبرو اترو د سالم بهير په باب په ژوره توګه د نظرياتو تبادله وکړه او ګډې نظريي يي تر لاسه کړې ٠ د واړو خواوو په اتفاق سره دا نظريه څرګنده کړه چه په غونډه کی ګډون کوونکی مختلفې خواوی بايد انعطاف منعکس کړي ، صداقت څرګند کړي ، له مقابلې نه ځان بچ کړی او په عمده توګه د مسلو د حلولو لپاره هدف او چوکاټ وټاکی چه داپه سالم ډول د خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره ډير مهمه ده ٠
|