د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخی ، د چين د خارجه چارو د وزارت نطاقې جانګ چي يو د روانې مياشتې په ٢٣ مه نيټه په بيجنګ کی څرګنده کړه چه چين له دی سره مخالفت کوی چه اسرايل د فلسطين په اشغال شوي خاوره کی جلاکوونکي ديوالونه جوړوی ٠ جانګ چي يو وويل دا چه اسرايل د فلسطين په اشغال شوي خاوره کی جلاکوونکي ديوالونه جوړوی ، له بيخه د اسرايلو د امنيت په باب مسله نه شی حلولی ، برعکس به د اسرايلو او فلسطين تر منځ تضادونه او متقابله بي اعتمادی زياته کړي ٠ علاوه پر دی ، جانګ چي يو دا هم څرګنده کړه چه چين د هغې ځان وژونکی بم چاودنې په پيښې باندې سخته غندنه کوی کومه چه د روانې مياشتې په ٢٢ مه نيټه په بيت المقس کی د عامو خلکو په مقابل کی وشوه ٠
|