د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی د نړيوال روغتيايی سازمان – د ملګرو ملتو په اړوند د غله جاتو او کرهنی د موسسی او د چين د زراعتی چارو د وزارت کارپوهانو د فيبروري په ٢٢ مه نيټه په بيجنګ کښي د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د وقايې او مخنيوۍ په باب يو تخينکی سيمينار جوړ کړ او په چين کښي د روغتيا د نړيوال سازمان استازی هانک بيکيدام په شمول د غونډی برخه والو متخصصانو په دی نسبت د چين د حکومت ستاينه وکړه چه ددی ناروغۍ د وقايی او مخنيوۍ په هکله مربوطو کارونو کښی يی قوي تدبيرونه غوره کړی اوپکښي يی د ليدووړ موفقيتونه ترلاسه کړی دی ٠ ښاغلی بيکيدام وويل چه که څه هم د چين په شاوخوا هيوادو او سيمو کښي انسان په دی ناروغۍ اخته شوی خو په چين کښي دغه پيښه نه ده پيدا شوی ٠ نړيوال روغتيايی سازمان باور لری چه چين ددی چلنج په وړاندی هرومرو بری ومومی ٠ دغه شان د ملکرو ملتو د غله جاتو او کرنی موسسی عمومی منشي ژاک ديوف نن په بنکاک کښي وويل چه د سيا مختلف هيوادونه بايد د مرغانو د انفلونزا د ناروغۍ د وقايې او مخنيوۍ په ساحه کښي خپل منځی همکاری تقويه کړی او کوشش دی وکړی چه دغه ناروغی ژر تر ژره له منځه وباسي ٠ هغه زياته کړه چه ددی ناروغۍ خپريدو اوس د خوراکی امنيت او انسانی روغتيا په مقابل کښي يو سخت ګواښ جوړ کړی او د اسيا د مربوطو هيوادونو پراقتصاد خصوصاٌ د غريبو او بی وزلو سيمو د خلکو پر ژوندانه باندی يی سخته ناوړه اغيزه اچولې ده ٠
|