د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د کرنې د وزارت په اړوند د مرغانو د انفلوونزا د وقايې او علاج د کار په باب مطبوعاتي نطاق ښاغی جيا يو لين د روانې مياشتې په ٢٣ مه نيټه اعلام وکړ چه د چين د شاګهای ښار د نان خوي په سيمه او د ځه جيانک ولايت د يون کانګ په ښار کی د مرغانود انفلوونزا ناروغي له منځه وړل شوي ، نو دغه دوې سيمې له بنديز نه خلاصې شويدي ٠ د کرنې وزارت له محلي مربوطو څانګو نه غوښتنه وکړه چه بايد په مداومه توګه ددې ناروغې سرايت ترڅارنې لاندي راولي او د مثبتو تدابيرو په نيولو سره دی ددې ناروغې د بيا رامنځ ته کيدو مخه ونيسی ٠
|