د چين د بينالمللي راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو په ٢٣ نيټه غونډه جوړه کړه او پکې يې د حکومتي کار په باب راپور پر مسودې او د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د منشور د ځينو محتوياتو د تعديل پر کار باندې بحث وکړ، د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي خو جين تاو د دي غونډې رياست وکړ٠ د چين د ملي ولسي کانګريس او د چين د ولسي سياسي مشوراتي کنفرانس د ملي کميټې کلني غونډې به په جلا جلا توګه د مارچ په ٥ مه او ٣ مه نيټه په بيجنګ کې جوړې شي .، د چين صدراعظم به د ملي ولسي کانګريس په غونډه کې د حکومتي کار په باب راپور واوروي ٠
|