<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-24 21:11:08    
چين به د کلتوری چارو د وده کولوپه لاره کښی لوي ګامونه واخلي

cri
دفبروري په ١٢نيټه د چين د کلتوری چارو وزير سون جا ځنګ ددولتی شورا په اړه د مطبوعاتی دفتر له خوا په جوړه شوی مطبوعاتی مرکه کښی وويل چه چين به د فرهنګی چارو دپرمخبيولوپه لاره کې لوي ګامونه واخلي اوسږ کال به په ازمايښتی ډول دکلتوری سيستم په اصلاحاتو پيل وکړي . د دی وروستيو کلونو نه راهيسي دچين کلتوری چارو زياته پرمختيا کړی ده ،په تيره بيا د چين حکومت د کلتور په اړه په بنيادی تاسيساتو کښی زياتی پانګی اچولی دی .وزير سون جا ځنګ وويل چه په ٢٠٠٣کال کښی په کلتوری چارو کښی لګول شوی لګښتونه د تيرهريوه کال په نسبت ډير زيات و چه شمير يی پنځه سوه څلويښتومليونه ژن مين بی يوا نو ته ورسيد. هغه وويل، ويلی شو چه په ټول هيواد کښی د اساسی کلتوری تاسيساتو ابادۍ په تاريخ کښی ډيری ښی دوری ته داخله شوی ده . مثلا د مرکزی حکومت په ملاتړۍ نوی او پراخ جوړشوی فرهنګی پروژې له دولتی لوی تياتر ،دولتی موزيم ،دولتی کتابخانې اودولتی نقاشی نندارتون عبارت دي .علاوه پردی مونږ هم په ښارونواو علاقه داريو کښی هم د خلکو د کلتوری کاراو فعاليت د پياوړتيادپاره زيات کوشش کړي او کوو يي .هغه زياته کړه چه په دی وروستيو څو کلونو کښی دچين د بيلو بيلو درجو حکومتونو په ګڼ شمير کليو، په تيره بيا په لويديځه سيمه او غريبو سيمو کښی د کلتوری ابادۍ زيات ملاتړ کړی او يو شمير مهم او سترکلتوری پروګرامونه او پروژی يی سر ته رسولی دي .مثلا د څلور سوه اتيا مليونو ژن مين بی يونو په لګښت سره په لويديځو غريبوسيمو کښی کتابخانې او کلتوری مرکزونه جوړ شوی ،په ټول هيواد کښی د کلتوری انفارميشين دمنابعود ګډ استعمال پروژه جوړه شوی او کليو ته د کتابونو او فلمونو درسولو په فعاليت لاس پوری شوی دی او په ښه ډول د روحياتی اوکلتوری ژوندپه برخه کي د ګڼ شمير خلکو مخ په زياتيدونکی اړتياوی رفع شوی دی . د خلکو د ژوندانه په ورځنی لګښتونوکښی د کلتوری مصارفو د برخی د پر له پسی زياتيدو سره سره د کلتوری توليداتو او خدمتی کيفيت په مقابل کښی د ګڼ شمير خلکو غوښتنی هم ورځ په ورځ لوړيږي .وزير سون جا ځنګ وويل چه د چين حکومت کلتوری صنعت ته ستر اهميت ورکړی ، په ١٩٩٨کال کښی د کلتوری صنعت خاص سازمانونه د د کلتور د وزارت له خواجوړ شوی ، کلتوری صنعت ته د پرمختيا دپاره لسم پنځه کلن پلان صادر شوی ،د کلتوری بازار ابادۍ او اداره پياوړی شوی او په فعاله توګه کلتوری صنعت ته پراختيا ورکړي شوی ده.اوس په چين کښی دکلتوری بازار داسی سيستم منځ ته راغلی دی کوم چه ډولونه يی نسبتاډيراو مکمل دی . وروسته به چين په مداومه توګه د داخلی پانګو په تيره بيا شخصی پانګو ملاتړ وکړی چه په هغه کلتوری ساحه کښی داخل کړی کوم چه د خارجی سوداګرانو له خوا پکښی اچول شوی دی . همداراز به چين په فعاله توګه له کلتوری منابعو څخه استفاده وکړی ،څو چه ځينی ملی خصوصيت لرونکی کلتوری توليدات بين المللی بازارته داخل شی . دچين د کلتوری صنعت د ودی د ګړندي کولو دپاره به چين د کلتوری سيستم په اصلاحاتو لاس پوری کړی .وزير سون وويل چه د کلتوری سيستم د اصلاحاتو دپاره بايد لاندنی دوه کارونه سرته ورسيږي چه لومړی کار يی دا دی چه بايد عام المنفعه کلتوری چارو ته زياته پراختيا ورکړی شی .په عمده ډول د حکومت له خوا پکښی پانګی واچول شی اوهمداراز ټولنه بايددی ته وهڅول شی چه په کلتوری چارو کښی ګډون وکړی .دوهم کار يی دا دی چه بايد کلتوری صنعت ته چټکتياا ورکړی شی .دکلتوری تصدۍ تاسيس او د کلتوري بازار پراختيا کلتوری صنعت د پرمخبيولو په برخه کښی زمونږ ډير مهم کار دی .اوس په چين کښی ځينی دولتی کلتوری يونټونو بازارونو ته په داخليدو پيل کړی او ازمايښتی کار يی ګام په ګام عملی بڼه غوره کړی ده . په مطبوعاتی مرکه کښی وزير سون له خارجی هيوادونو سره دچين د کلتوری تبادلی حالات هم معرفی کړل او ويي ويل چه په دی وروستيو کلونو کښی دچين خارجی کلتوری تبادلی په بی ساری توګه زياتی شوی او پر نړی باندی دچين د کلتور اغيزه په پر له پسی ډ ُول پراخه شوی ده .هغه وويل چه اوس چين له يو سلو پنځه څلويښتو هيواونو سره د حکومتونو ترمنځ د کلتوری همکارۍ په باب موافقه ليکونه لاسليک کړی دي.له خارجی هيوادو سره د کلتوری تبادلی شکلونه هم ورځ په ورځ متنوع شوی او د تبادلی لاره يی نوره هم پراخه شوی چه په دی جمله کښی د خلکو تر منځ تبادلی په چټکۍسره زياتۍشو ی دی.د خلکو تر منځ تبادله له خارجی هيوادونو سره د کلتوری تبادلو د پروګرامونو په سلو کښی نوی برخه نيسی .تر ٢٠٠٣کال پوری مونږ په ماريتيوس ،بينين،فرانسه ،مصر ،مالتا او دکوريا په جمهوريت کښی دچين کلتوری مرکزونه تاسيس کړی دی .اوس په المان ، ايتاليه ، روسيه او داسی نورو هيوادونو کښی پنځه کلتوری مرکزونه هم د جوړيدو په حال کښی دی .