<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-25 20:27:29    
پريږدی چه ټول ماشومان ښوونځيو ته داخل شي

cri
هغه عکس چه څه د پاسه لس کاله پخوا د چين د ځوانانو په ورځپاڼه کی چاپ شوی ، د بې شميره خلکو په ضمير باندی يي تاثير کړيدی ٠ په دی عکس کی د کوچنی نجلۍ له دوو روښانو سترګو نه معلوماتو ته ليوالتوب څرګنډ شوی او داسي ليدونکو ته ښکاره شوی چه هغې يو نيم پنسل په ﻻس کی نيولی دی او له هغه وخت تر اوسه پوری څه د پاسه لس کاله تير شوی دي ٠ نوموړی نجلۍ سو مين جون نوميږی او اوس دچين د ان خوی پوهنتون د دوهم ټولګی محصيله ده ٠ هغې وويل چه د هيلې په نامه تعليمي پﻻن زما د درس لوستلو خوب ريښتيا کړيدی ٠ د هيلې په نامه تعليمی پﻻن چه مقصد يي د غريبو کليوالي سيمو له زده کوونکو سره مرسته کول دي ، په ١٩٨٩ کال کی د تطبيق راهيسي ، د ١٤ کالو لپاره ﻻره وهلې ده ٠ د هيلې په نامه د تعليمی پﻻن د عملي کيدونکي سازمان يعنی د چين د زلميانو او کوچنيانو د انکشافي صندوق د احصيايي له مخی ، د ١٤ کالو راهسی ، ددې پﻻن په مالي مرسته د سو مين جون په شان څه د پاسه ٢ مليونو٥ لکو تنو غريبو زده کوونکو درس لوستلو ته دوام ور کړی او د معلوماتو له ﻻرې يي خپل برخليک بدل کړيدی ٠ د کليو په غريبو سيمو کی د هيلې په نامه ابتدايي ښوونځی جوړ شوي ، په منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو کی د هيلې د ستوري په نامه تحصيلي بورس تاسيس شوی او له ليري واټن نه تعليمی پﻻن او د کليوالی ښوونکو د روزلوپلان عملی شوي چه د ١٤ کالو راهيسي ، د هيلې په نامه تعليمي پﻻن په پر له پسی توګه له زده کوونکو سره د مرستی نوي شکلونه رامنځته کړی ، نو په دی اثر له ابتدايي ښوونځيو نه تر پوهنتونونو پوري له زده کوونکو سره د مرستی کولو لپاره يو مکمل تعليمی سيستم رامنځ ته شويدی ٠ تر اوسه پوري د دغه تعليمي پﻻن له ﻻرې ټول د ٢ مليارډو ٢ سوو مليونو ژن مين بي يونو په اندازه داخلي او خارجي نغدي بسپنې راغونډې شوي ، د هيلې په نامه ٩٥٠٨ ابتدايي ښوونځی اصلاح او يا نوی جوړ شوي او له درو مليونو تنونه زيات زده کوونکی نويو جوړ شويو ښوونځيو ته داخل شويدي ٠ په سلو کی اتيا هغه ابتدايي ښوونځی او زده کوونکي چه د هيلې په نامه د تعليمي پﻻن د تطبيق په رڼا کی جوړ شوي او ښوونځيو ته داخل شوي ، د چين په لويديځه برخه کی واقع دی او ژوند کوی ٠ اوس د چين په کليو کی څه د پاسه ٤ لکو ٤٠ زره ابتدايي ښوونځی شته چه له هرو سلو ابتدايي ښوونځيو نه دوه ښوونځی په غير رسمي پيسو سره جوړ شوي د هيلې په نامه ښوونځي دي ٠ دغه راز د هيلې په نامه د تعليمی پﻻن په اتکا څه د پاسه ١٥٠ هغه ښوونځی تاسيس شوي چه د انترنيت له لارې درس ور کوی او څه د پاسه لسو زرو ګوښه او سرحدی کليوالي ابتدايي ښوونځيو ته د هيلې په نامه کتابخانې د بسپنې په توګه هم ور کړي شويدي ٠ برسيره پر دی ، د غريبو سيمو د کليوالي ابتدايي ښوونځيو لپاره ١٢ زده تنه ښوونکی روزل شوي او دوی ته جايزې ور کړي شوي او د منځنيو ښوونځيو او پوهنتونونو هغو څه د پاسه ١١٣ زرو تنو زده کوونکو او محصلينو چه کورني يي غريبې ، خو درسي موفقيتونه او اخلاق يي ښه دی ، د هيلې د ستوري په نامه يي تحصيلي بوسونه هم اخيستي دي ٠ د ١٤ کالو راهيسی ، د هيلې په نامه د تعليمي پﻻن د تطبيق په رڼا کی د داخلي او خارجي پرسونلو او د ټولنې د مختلفو حلقو هغه توده څپه چه له زده کوونکو سره د مرستې کولو لپاره نغدي بسپنې ور کوي او په عامه خيريه چارو کی ځان اچوی رامنځ ته شوی او په ټولنه کی يي اغيزه هم په پر له پسی توګه پراخه شويده ٠ د يوه رپوټ له مخی، د چين د ٢٩ وﻻيتونو د مرکزونو په هغو اوسيدونکو کی چه عمر يي له ١٦ کالو نه زيات دی ، په سلو کی ٩٣ عشاريه ٩ برخه د هيلې په نامه له تعليمي پﻻن نه خبر دي او په سلو کی ٦٣ عشاريه ٥ برخه يي په رازو رازو شکلونو سره په دی تعليمي پﻻن کی برخه اخلي ، نو د هيلې په نامه تعليمي پﻻن اوس د ساحې ، پيمانې او اغيزه ناکې قوې له نظره د چين يوه ډيره لويه غير رسمي عامه خيريه چاره ګرزيدلې ده ٠ ددی چارو د سالم انکشاف د ساتلو لپاره ، د چين د زلميانو او کوچنيانو انکشافي صندوق په پر له پسی توګه د نظام بشيړتيا پياوړي کړيده ٠ د تير کال د جنوری له لومړنې ورخې نه يي په رسمي توګه له هغه رسيد نه کار اخيستی چه شکل يي د چين د مالي چارو د وزارت له خوا ټاکل شوی او د هغه تر نظارت ﻻندې جوړ شويدي او د هيلې په نامه تعليمي پﻻن ته بسپنه ورکوونکو شخصيتونو ته ور کول کيږي ٠ علاوه پر دی ، د چين د زلميانو او کوچنيانو انکشافي صندوق هم د چين په مختلفو ځايونو کی د کرنې د بانکونو له لارې نغدی بسپنې په مستقيم ډول مرسته اخيستونکو زده کوونکو ته ور کوی ٠ د مربوطې څانګې د احصايي له مخی ، اوس په چين کی نژدی له ٤٠ مليونو تنو نه زيات غريب زده کوونکی شته چه له دی جملې نه څه د پاسه ٣٤ مليونه تنه له لومړی ټولګي نه تر نهم ټولګی پوري زده کوونکي دي چه بايد د اجباري تعليم له نعمت نه برخورداره شي ٠ د چين د زلميانو او کوچنيانو د انکشافي صندوق سرمنشي ګو سياو جين داڅرګنډه کړه چه دوی به د هغه هدف د سر ته رسولو لپاره چه پريږدی چه ټول ماشومان ښوونځيو ته داخل شي ، په مداړمه توګه د هيلې په نامه د تعليمي پﻻن په عملي کولو لاس پوري کړی ، مرسته اخيستونکی ساحه به پراخه کړی او د مرسته ورکولو نوی شکلونه به رامنځته کړی څو چه لا زيات غريب زده کوونکی درس ولولي