<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-26 20:46:43    
له ميني نه ډک يوه ورځني فعاليت

cri
د روان کال دجنوري په لسمه ورځ سهار په اتو بجو د چين په ډير لوي ښار شانګهاي کي څه د پاسه دوه سوه تنه زاړه کدران او نمنوي کارکونکي او د ښار د سپورتي ، کلتوري او هنري محفلو نامتو شخصيتونه د تاي پنګ جهيل په غاړه کي راغونډشول او د ورو منډه وهلو له لاري يي په خيريه فعاليت پيل وکړ ٠دوي ښاريانو ته په خپل پيشنهاد کي وويل چي زمونږ په ښار کي هغه بي وزلي خلک لا هم شته چي زمومږ مرستي او ميني ته اړتيا لري ، نو ټول خلک دي خيريه چارو ته پاملرنه وکړي او تر خپلي وسي دوي ته د مرستي ورکولو له پاره خپلي پيسي او قوت وړاندي کړي ٠ په دي فعاليت کي ډيرو نامتو هنرمندانو او مشهور ورزشکارانو خپل يادګرونه راوړلي او ور باندي يي خپل نومونه ليکلي څو چي په انترنيت کي د ليلام له لاري دشانګهاي ښار د خيريه د صندوق له پاره پيسي راغونډ کړي ٠ د نوموړي فعاليت د اجراکيدو په عين وخت کي په نهو نيمو بجو د دغه ښار د ژوي جين په روغتون کي په وړيا ډول د دوو تنو ناروغانود جراحۍ عمليات هم شروع شوي چي يو يي وو جي پينګ نوميږي ، اته څلويښت کلن دي او په سرطان اخته شوي او بل يي ما جن هواي نوميږي ،اته پنځوس کلن دي او د زړه په سخته ناروغۍ اخته شوي ،دوي دواړه ټول د ژوند له سختو ستونزو سره خامخ شوي دي ، نو د جراحۍ لوړ لګښت د تحمل وړ نه و دوي له پاره متحمل نه کيږي ٠ په دي اثر په روغتون کي د وړيا عمليات يي ومنل چي په نتيجه کي نه يوازي دوي ته روغتيا بلکه دوو غريبو کورنيو ته يي اميد هم رسول شوي دي ٠ په تيرو درو کالو کي د شانګهاي په ډيرو روغتونونو کي په وړيا ډول د څو تنو سختو ناروغانو له پاره عمليات اجرا شوي چي په دي جمله کي يو دوه کلن يتيم لين چن چو شامل و چي د زړه په ناروغۍ اخته شوي و ٠په همدي ورځ د غرمي نه وروسته په يوه نيمي بجي د شانګهاي د ښاري سيمي او اطرافو په عمدو واټونو او عمومي ځايونو کي د شانګهاي د خيريه صندوق په اړه د بسپني د راغونډولو فعاليت هم شروع شو ، په دي فعاليت کي داوطلبانو سپين رنګ صندوقچو او کڅوړو په راوړلو سره د زرهاو شانګهانيانو عاني ومنلي ٠ په شانګهاي ښار کي د چين د پينګ ان د بيمي د عمومي شرکت د فرعي شرکت کارکونکي ميرمن شين يانګ جي په داسي حال کي چي خپل لس مياشتني زوي په غيږ ونيوه ، خپله بسپنه وړاندي کړي او خبريال ته يي وويل چي زه هيله لرم چي زوي مي په خيريه فعاليت کي دګډون له لاري بي وزلو خلکو سره د خپلي همدردۍ احساسات وروزل شي ٠په همدي ورځ له غرمي نه وروسته په دوو نيمو بجو د خيريي د ليلامولو په ميدان کي سل اعانه شوي شيان ليلام شوي دي چي د نامتو هنرمندانو له خوا برابر شوي قيمتي شيان او د ځينو تصديو له خوا بسپنه شوي موټر او هيستوګنځي هم شامل وو ٠ څه د پاسه دوو سوو تنو مشتريانو د ليلام په فعاليت کي ګډون درلود چي څه د پاسه دري مليونه ژن مين بي يوانه راټول شوي دي دغي پيسي به د شانګهاي د خيريه موسسي له لاري د غريبو سپين ږيرو او سپين سرو له سترګو څخه د پردو د ايسلو، د ماشومانو د زړه د ذ اتي ناروغۍ دعملياتو او د ذ اتي کڼو ماشومانو د علاج له پاره ولګول شي ٠ مخکي له دي نه څه د پاسه زرو تنو سپين ږيرو ، سپين سرو او نژدي درو سوو تنو ماشومانو په وار سره تري ګټي اخيتسي دي ٠ د شانګهاي د نوموړي خيريه صندوق د احصايي له مخي د چين د هغه ښار په حيث چي د حيريه چاري د نورو ښارونو نه مخکي پيل شوي ، په تيرو لسو کالو کي په شانګهاي کي د هيواد له داخل او بهر نه جملتأ د اوو سوو مليونو ژن مين بي يوانو پيسي راغونډي شوي او له دي نه څلور سوه مليونه د زړو وړو سره د مرستي ،غريبو زده کونکو او بي وزلو ښاريانو ته د مرستي د برابرولو له پاره استفادي شويدي چي په نتيجه کي څه د پاسه درو لکو تنو ښاريانو له دي نه ګټي اخيستي دي ٠