<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-02-27 20:52:05    
غرغره

cri
زما د ژوند نژدې دري لسيزي په داسي درب او درنګ تيري شوي چه زياته موده يي په ښاري ژوند کی راځی ٠ ما په دی دومره موده کی د ګناهګارانو د سزا غرغره د ښار په منځ کی نه وه ليدلي ، مګر دا مي اوريدلی وو چه څوک څوک مړ کړی او يا څوک تر دی هم لويه ګناه وکړی ٠ نو عدالت د هغه دپاره د غرغرې سزا ور کوي ٠ خو ما غرغره نه وه ليدلي٠هو ما٠ زما دی نه ليدو دا مانا هم نه درلوده چه ګواکي څوک نه وو چه غرغره شوي وای ٠داسي نه وه ٠ تر غرغرو زياتي او ځورونکي سزاوې هم زمونږ په ښار کی وې ٠ دومره خلک چه بی غرغرو زمونږ په ښار کی ځوريدل ٠ وژل کيدل او له منځه تلل،دا به زمونږ په ټول تاريخ کی هم نه وو تير شوي ٠ خو هر څه چه وود خلکو له سترګو الونياوو او غرغرې يي کړۍ کړۍ د ښار په منځ کی شمالونو نه زنګولې او رازنګولې٠ په دغه ورځ چه ما د لومړی ځل لپاره د ښار په منځ کی غرغرې وليدې ، نژدی يوه مياشت جګړه زمونږ په ښار باندی تيره شوی وه ٠ دا ډيره بده جګړه وه ٠ ځکه چه زمونږ د ښار نيمايي برخه په همدغه جګړه کی ورانه شوه ٠ ډيرو ته پکی ډير څه ورسيدل او ډيرو پکی ډير څه او ډير انسانان له لاسه ور کړل ٠ زمونږ د کوڅې سرمست چه په ليونی باندی ټولو نامتو کړی و هغه هم له دغې جګړې څخه لکه ما غوندی په تصادفی توګه ژوندی پاتي و٠ په همدغه ورځ په مخه راغی پوشتنه می تری وکړه ، سرمست خانه ژوندی يي ؟ تر اوسه خو ژوندی يم ٠ خو په ژوندو کی می مه شماره ٠-- ولی ٠ – بس نو مه می شماره ٠ په لاره ور سره ملګری شوم ، ناڅاپه می بيا پوښتنه خولې ته راغله : دا به څنګه شی ؟څه خبره ده ؟ ده په ځير ځير راته وکتل ٠ ته نه پوهيږی چه څه وشول او څه به کيږی ؟ما ځان ور ته ناګاره کړ٠ ده راته وخندل – بدحال دی ٠ .څوک پکی خانان شول د چا لاړی ، هغه خپله لاره راڅخه بيله کړه او ما ته يي همدومره ووی چه ته لږ نور هم وړاندی درځه، د خدای پامان ٠ هغه دا خبره وکړه اوزه هم مخ په وړاندی روان شوم ٠ ډير لا وړاندی نه وم تللی چه سترګې می د ګڼو خلکو په ګڼه ګوڼه باندی وليګيدې ٠ ډير خلک هلته راغونډ شوي وو، زياتره خوان لا پرون خبر وو ٠ مګر زه په دی ننداره په ناخبرې کی ورواوښتم چه نژدې ورغلم له يوه سړي څخه می پوښتنه وکړه –کاکا څه خبره ده ؟ هغه راته وکتل ٠ هو ، يو ډول يي راته وکتل ٠ داسي چه ما فکر کاوه په سترګو کی يي وخوړم ٠ د لاس اشاره يي هغې مخامخ وړې غوندۍ ته وکړه –خبره هلته ده ٠ هلته ګوره ----- زما تر دغه وخته هغې خوا ته فکر نه و ٠ خو چه ورپام می شو ٠ نو سترګې مې په غرغره وليګيدی چه څلورو کړيو يي د څلورو سړيو ککرو ته خولې خلاصې نيولي وې او نري خو ګردجن شمال به داسي سره وزنګولې چه يو تر بله به سره تيري شوې ٠ ما چه هغو ته وکتل او دا شاوخوا خلکو ته ٠ په زرګونو سترګو د همدغو کړيو ننداره کوله او د هغو ککرو په انتظار وې چه تر دغو کړيو ژوندي ووځي او بيا هم هلته پکی --- زه هم د خلکو په منځ کی ودريدم او غوښتل می چه دا نااشنا ګناهګاران بايد ووينم ځکه چه ما تر اوسه غرغره نه وه ليدلې ٠ هو غرغره٠ څو شيبي لا نه وم دريدلی چه سرمست ليونی مي بيا څنګ ته راورسيد او تر غوږ يي راتيره کړه – اوس پوهيږي چه څه کيږی ؟ زه درواغ نه وايم ٠ څوک پکی خانان شول د چا لاړی ---- څو شيبې مې څنګ ته ودريد ، خو بيا راڅخه ورک شو ٠ زه ولاړوم او هره شيبه به می سترګکې د غرغرې د کړيو له زنګيدو سره يوی او بلې خوا ته تلې راتلې ٠ يو يو وار به بيا يو سړی داسي هم را پيدا شو چه د غرغرې په کړيو باندی به يي ګوتې ووهلې ٠ داسي ښکاريده چه هغه کړۍ نوری ددې لپاره تياری وی چه د ګناهګارانو سرونه بايد تری ووځی ٠ هلته ډير خلک راغلي وو ٠ د ټولو تلوسه همدی ته وه چه ګناهګاران وويني او ددوی په غرغره ځړول ٠ زما هم دا نيت و خو چه راياده به شوه چه اوس به څلور تنه ژوندی راوستل شي او په دغو کړيو کی به بيا مړه راځړيږي،په دغه ټکی به می د زړه دربهار زيات شو او خدای شته چه ناارامه به شوم ٠ په همدغه وم او فکر کی وم چه يو ځل شور ماشور شو – هغه دی رايي وستل ٠ هغه دی --- توبه توبه---الله اکبر --- الله ---د غرغرې په اوږده بازو باندی څلور کړۍ ځوړندې ښکاريدې ٠ ټولو خلکو فکر کاوه چه نن څلور تنه اعدام کيږی ٠ خو کله چه يي مجرمان د دار په تځتو باندی ودرول، هغه دری تنه وو ٠ له دريو کړيو دري سرونه ووتل او څلورمه کړۍ لا همداسي شمال زنګوله ٠ هو ٠ شمال ٠ګردجن او دوړن شمال ٠ يوه په عمر خام ځوانکی په ډيره بيړه په داسي حال کی چه نرۍ خو اوږده ږيره يي شمال په يوه حال نه پريښوده ٠ د دفاع وزارت د اعدام حکم چه څلور تنه پکی اعدام کيدل ولوست ٠ له يوه سړی څخه می واوريدل چه دا شرعی سزا نه ده ٠ بلکی دا پخپله قتل دی ځکه چه په دغه اعدام کی نه چا پاضی وليد او نه هم محکمه او شريعت ٠ هلته چه د شريعت غږ د قاضی په خوله اوچت نشی او د ټولو يقين پری رانه شي ٠ هلته د اسلام رڼا په تورتم کی ښکيل ده او د چا د اميد تنده نه پری ماتيږی ٠ دا ډول خبرې د خلکو په منځ کی نوری هم وی ٠ د اعدام حکم ولوستل شو ٠ ما چه په دغه شيبه کی هر چا ته کتل نا اشنا راته ښکاريدل ٠په دی مانا چه ظاهراو باطن په دغه شيبه کی له هر سړی نه په بله شوی وو ٠ ما داسي فکر کاوه او د هر سړی څيری دا په ګوته کوله چه ګواکي د ګناهګارانو پر ځای دوی ځانونه درولی دی ٠ځکه يي روان او حالات بل ډول وو ٠ هو بل ډول ---- دری نا معلوم ګناهګاران د غرغری په تختو باندی ودريدل ٠ هغه کړۍ چه څو شيبې دمخه ګردجن او دوړن شمال يوې او بلې خوا ته زنګولې رازنګولې ٠ هغه اوس د حکم لمخی د ګناهګارانو ٠ غلو ٠ ناکارو او وژونکو مرۍ پخپل ټول توان سره کلکې نيولی وې ٠ خو څلورمه کړۍ هماغسی شمال په ماتم څپو کی زنګوله رازنګوله ٠ دري ګناهګاران د مرګ په تختو ولاړ وو او د غرغرې د کړيو له منځه يي زمونږ ننداره کوله ،هو زمونږ چه نه دوی مونږ وپيژندلو او نه مونږ دوی ٠ ناڅاپه ږيره ور جلاد پخپله ښی پښه د دار تخته د ګناهګارانو له پښو څخه ووهله او د حيرانتيا شورماشور ټوله فضا پخپله غيږ کی ونيوله ٠ الله اکتر الله اکبر --- الله ٠ غرغرې خپله ليونې خوله د انسان په مرۍ باندی خښه کړی وه ٠ غرغره او مرۍ سره ورغلې وې ٠ دريمې کړۍ ککره تر ډيرو پوري خوځيده ٠ جلاد له غرغرې سره مرسته وکړه او هغه ککره يي هم ارامه کړه ٠ خلک خواشينی ٠ خوشينی سره تيت و پرک شول ٠ ما دريمې ککرې ته په ځير ځير هو ٠ ښه په ځير ځير وکتل ٠ د هغې سترګې څلورمې کړۍ ته چه اوس هم يوې او بلې خوا ته زنګيده رازنګيده خلاصې پاتي وې ٠