<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-03 10:58:17    
يتيمانو په خوشحالۍ سره نوی کال تير کړيدی

cri
د روان کال د جنوری ٢٢ مه نيټه د چين د قمرې مياشتې د نوی کال لومړی ورځ او د چين د عنعنوی پسرلنی جشن سره هم مصادفه وه ٠ په دی ورځ کی ، دجين نان په ښارکی د لمر وړانګې ځلاندې ښکاريدې، خو د ٢٨ تنو يتيمانو له نيکمرغۍ او خوشحالۍ نه ډک مخونه د لمر تر وړانګو نه هم ځلاند وو٠ د جنوری په ٢٢ مه نيټه، دچين دشان دونګ ولايت د جين نان ښار د ټولنيزمرستون ٢٨ تنه يتيمان په جلا جلا توګه د جين نان ښار ٢٣ کورنيو ته داخل شوی اود دغو کورنيود نيکه ګانو او اناګانو سره يي يو ځای په خوشحالی سره جشن تير کړيدی٠ د وړانديزنی ورځې له غرمې نه وروسته په يوه بجه ، ښاغلې جو جين سين او دده ميرمن چه د جي نان ښار د تيان چياوپه سيمه کی اوسيږی ،ټولنيز مرستون ته ورغلل ٠ ښاغلې جوجين سين او دده ميرمن دواړه له ٥٠ کلنې نه زيات عمر لری او دري کلن لمسی يي ددوې له زوی او نږورسره چه د جشن په ورځو کی لا هم دلين اي ښار د ابادی په ميدان کی کار کاوه سره راغونډ شو،نود جين نان ښار په کور کی يوازي دوی دواړه پاتي شول ٠ کله چه دوی دواړو فکر وکړ چه څنګه پسرلنی جشن تير کړی ،په ورځپاڼه کی يو راپور چه وايي ،مينه ناک زړه وقفوې او په خپل کور کی له يتيمانو سره يو ځای نوی کال تيروی ،ددوی توجه راجلبه کړه٠ د اړوندوحالاتو د معلومولو ، دخپل نوم د ثبتولواود مرستون له خوا ددوی د کورسره د ليدلو په شمول د يو لړ کارونو نه وروسنه ښاغلی جو او دده ميرمنې بالاخره په خوشحالۍ سره ددوی مينه ناکه لمسۍ --- ٥ کلنه فو سين خوخپل کور ته راوړه ٠ د ښاغلی جو ميرمن وويوجين د تقاعدکولو نه دمخه يوه ډاکتره وه، نو د ماشوم د دلاسا کولو په برخه کی ښې تجربې لری ٠نو جنکی فو سين خوچه ددې په غيږ کی يي څو دقيقې هم نه دی تيري کړی ، له نوی کور سره اشنا شوه ٠تر جنکی فوسين خو نه جوجين سين لا خوشحاله و٠ هغه خبريال ته وويل چه نيکه د لمسی دلاسا او لسمی د نيکه دلاسا کوی ،د روان کال پسرلنی جشن تر پخوانی هر وخت نه خوشحاله دی ٠ د جين نان ښار د ټولنيز مرستون مديرې ميرمنې جياو ګوی يون خبريال ته معلومات ورکړل چه له ١٩٩٤ کال راهيسی، هر کال ځيني مينه ناک خلک له مرستون نه څو تنه يتيمان خپلو کورونو ته راوړي چه نوی کال يعنی پسرلنی جشن تير کړی او سږکال پيمانه يي تر ټولو نه لويه ده ٠په تيره بيا ځينو هغو زړو کسانو چه په کور کی يي اولادونه نشته ، له دی کار نه زياته ښادی تر لاسه کړی او دوی اوس دهر کال په پسرلنی جشن کی له مرستون نه يتيمان له ځان سره کور ته راوړی ٠ د جين نان ښار د يوه روغتون د زړه د جراحي څانګی ريس ډاکتر چياو بين همداسي کس دی ٠ د ډاکتر چياو بين اولاد په خارج کی درس لولی ، نو دا عادی حالت دی چه دی او ميرمن د پسرلنی په جش کی يوازي په کور کی پاتي دی ٠سر له ١٩٩٨ کال نه، په پسرلنی جشن کی ددوی ژوندبدل شويدی ٠ په دی کال کی چياو بين د جين نان ښار د ټولنيز مرستون د يتيم فو جون مين د عملياتو کولو نه وروسته په مستقيم ډول هغه خپل کور ته راوړچه دده او ميرمنې سره يو ځای پسرلنی جشن تير کړی ٠ نه يوازی ماشوم د کورنی ګرمی ،بلکي دوی هم ښادی احساسه کړيده ٠د روان کال د جنوری په ٢١ مه نيټه، ډاکتر چياو بين يو ځل دری يتيمان خپل کور ته راوړل چه ددوی سره يو ځای نوی کال تير کړی چه له دی جملی نه ماشومان فو جون مين او فو شين خوی د چياو بين له خوا علاج شوی ناروغان دی او بله نجلی فو تيان تيان به د جشن د تيريدو نه وروسته د چياو بين له خوا عمليات ومني ٧٦ کلنه خان سيو جين هم له ١٩٩٨ کال نه تر اوسه پوری اغلبا دهر کال په پسرلنی جشن کی يو يتيم له ځان سره کور ته راوړی٠ د اشنايي له امله د مرستون ټول کارکوونکی ور ته د خان مور بولی ٠ په حقيقت کی مور خان يوازنی نه ده ، هغه ٦ اولادونه زيږولی او اوس ٧ لمسيان هم لری ٠ مور خان خبريال ته وويل چه ما ٦ اولادونه روزلی او ښه پوهيږم چه د ماشومانو روزل يو سخت کار دی ، نو هيله لرم چه زما د ښې روغتيا په وخت کی يتيمان وروزم ٠ هغې په وياړ سره وويل چه اوس زه ١٨ تنه اولادونه لرم ٠ د يوه بل خبر له مخی ، د روان کال د پسرلنی جشن په موده کی ،د چين د تيان جين ښار دمرستی او اداری په مرکز کی ٣٣ تنه بي کوره او سرګردانه ماشومانو د مرکز له کاکاګانو او تريندو سره يو ځای په خوشحالی سره جشن تير کړيدی ٠ دغو ماشومانو د جشن په اوه ورځنی رخصتی کۍ ښه خوراکونه و خوړل ، لوبې يي و کولې ، تلويزيونی پروګرامونه او فلم يي وکتل او پتاقي يي والوزولې ٠ دوي په ريښتيا سره د کورنی فضا او د ټولنې پاملرنه احساسه کړی ده ٠