<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-04 16:48:12    
د چاپيريال ساتنې په غرض د يوه متقاعد سپين ږيري کارنامې

cri
په تيرو څو کلونو کې سپين ږيري وانګ شين مين څلور سوه ټنه ډول ډول کثافات د سيند له اوبوڅخه پاک کړي دي چه په دي نسبت هغه د شانګهاي ښاروالي لخوا د چاپيريال د غوره ساتونکي په حيث وياړ ترلاسه کړيدی ٠ د چاپيريال ساتنه په اوسني وخت کې د ټولنې يوه لويه موضوع ده ، مګر له دي امله چه د چاپيريال د ساتني په هلکه د خلکو ايډيالوژي او پيژندنه ورځ ورځ غښتلي او قوي کيږي چه د همدي مقصد لپاره يو ډير شمير داوطلب ځوانان راسمبال شويدي ٠د چين په لومړي لوي ښار شانګهاي کې يو متقاعد سپين ږيري شته چه وانګ شين مين نوميږي ، د زياتو کلونو راهيسې يي د چاپيريال ساتنې په داوطلبي کارونو لاس پوري کړي دي ٠ د هوان پو سيند د چين د لومړي لوي اقتصادي مرکز شانګهاي ښار نه تيريږي او د چين لومړي لوي سيند يانځه سيند ته د داخليدو نه وروسته ختيځي بحيري ته رسيږي ٠ د ښار په جنوب کې د هوان پو سيند په غاړه د وو چين نومي يو عمومي پارک پروت دی چه هره ورځ مسافر او مال وړونکي بيړۍ په سيند کې تګ راتګ کوي ٠ خو د اوبو دوامداروڅپو په اثر د سيند د غاړو په اوبو او خټو کې کف لرونکي پلاستيک ، د ميوو پوستکې ، بسته بندي شوي کاغذونه او داسي نور کثافات راټوليږي چه د مسافرينو يا نورو خلکو لخوا په اوبو کي غورزول کيږي او دغه کثافات په اساني سره د سيند د څپو او باد له امله د پارک په يوه کونج کې راغونډيږي ٠ په تيرو څلوروکلونو کې د جنوبي چين په ګرم دوبي او هم د يخنۍ نه په ډک ژمي کې له شپيتو کالو نه په زيات عمر يو سپين ږيري ليدل کيده چه أبي کالي يي اغوستي او په جګ بند باندي يي د پنځو مترو په اوږدوالي شبکه لرونکي بانسي ميله نيولې وه ، د سيند له اوبو نه يي کثافات پاکول ٠په پارک کې سيل کوونکي په دې انديښنه کې وو چه سپين ږيري به په سيند کې ولويږي ، خو سپين ږيري په مسکا ځواب ورکاوه چه پروا نه لري ، لامبو وهلي شم ٠دغه سپين ږيري چه وانګ شين مين نوميږي او په ١٩٣٤ کال کې زيږيدلي ، د تقاعد نه وروسته د هوانګ پو سيند په غاړه د کثافاتو په پاکولو لګيا دی ٠ د احصايې لمخې هغه په تيرو څو کلونو کې څلور سوه ټنه ډول ډول کثافات او د ژويو دوه سوه جسدونه د سيند د غاړو له اوبو نه راايستلي دي ٠ نو په دي وجه هغه په ډير وياړ سره وړم کال د شانګهاي ښاروالي د معنوي تمدن له لسو نمونوي کسانو او د سلو تنو غوره محيط ساتونکو څخه وشميرل شو ٠ددي وياړ په وړاندي سپن ږيري وانګ وويل ______ډير خوشحاله يم چه له لسو تنو نمونوي کسانو څخه وشميرل شوم ، مګر دغه وياړ تير شويدی ، زه به په راتلونکي وخت کې لا زيات کثافات پاک کړم ٠ سپين ږيري وانګ هيڅ اولاد نه لري او د کوچنيتوب په وخت کې د سګريت توليدولو په فابريکه کې شاګرد او ورپسي د شانګهاي د برودکاستنګ لوازمو د توليدولو له فابريکې څخه متقاعد شو چه ده د خپل عمر په زياتو کلونو کې داسي کار کاوه چه د محيطي ساتنې سره يي هيڅ اړيکې نه درلوي٠ خو د تقاعد نه وروسته هغه د يوه معمولي اوسيدونکي په حيث د محيطي ساتنې دپاره زياته هڅه کړيده٠ په ١٩٩٦کال کې دده کور د ښاري سيمې نه ليري ځاي ته وليږدول شو چه د هوانګ پو سيندغاړې ته نژدی دی او وو جين نوميږي ٠ څرنګه چه د اوسيدنکو کميټه او شاوخوا ګاونډيان دده ډيره پاملرنه کوي ، نو سپين ږيري وانګ هروخت فکر کوي چه د نورو پاملرنې او مهربانۍ ته د قدر په سترګه وګوري او هغه جبران کړي ٠يو وار هغه داوسيدونکو په کميټه کې په ديوالي ورځپاڼه کې د خپل ښاري سيند د ساتني په هکله تبليغات وليدل او پريکړه يي وکړه چه د هوانګ پو سيند د اوبو د پاکولو دپاره د خپل توان په اندازه کوشش وکړي ٠ دده مشر ورور له بهرني ځاي نه راغي او ور ته يي وويل چه د هوانګ پو سيند د اوبو د پاکولو دنده د حکومت په غاړه ده ، ستا سره څه روابط لري ؟ سپين ږيري وانګ ور ته ځواب ورکړ چه د چاپيريال د ساتنې دپاره حکومت ډيرې زياتې پيسې لګولي دي، خو لا تر اوسه داسي کسان ليدل کيږي چه کثافات په خپله خوښه هرځاي ته غورزوي ، که هره ورځ يوه اندازه کثافات پاکوم ، نو کثافات به ورو ورو کم شي ٠ په حقيقت کې هغه هم په دي ښه پوه و چه دده توان ډير محدود دی ، مقصد يي دا دی چه د خپل عمل له لارې نور زيات کسان دي ته وهڅوي چه خپل چاپيريال ښه وساتي او په سيند کې کثافات و نه غورزوي ځکه چه په سيند کې د کثافاتو غورزول ډير اسان کار دی ، خو له سيند څخه د کثافاتو پاکول ډيره ګرانه دنده ده ٠ دوه کاله دمخه سپن ږيري وانګ د سږي په سرطان اخته شو ،نورو ده ته نصيحت ورکړ چه نور نو کثافات پاک نه کړي ٠ مګر سپين ږيري وانګ وويل _________ لا هم غواړم چه هره ورځ کثافات پاک کړم او د نورو هرکلي کوم چه زما سره يو ځاي د محيطي ساتنې دپاره کوشش وکړي ٠ څرنګه چه دده کور د پارک څخه ليری دی ، نو کور يي خرڅ کړ او پارک ته نژدې د بزګر يوه کوټه يي په اجاره واخيستله ترڅو د کثافاتو پاکولو ته دوام ورکړي ٠ نورو ته د سرمشق کيدل ډير ستر او لوي کار دي ٠ په مطبوعاتي ذرايعو کې د سپين ږيري وانګ د کارنامو د خپريدو نه وروسته د وو جين په علاقه داري کې د دوو سوو تنو شاګردانو په شمول يوه داوطلبه ډله جوړه شوه او په ټاکلي وخت کې د سيند په غاړه کې کثافات پاکوي ٠ دغه راز په شانګهاي ښار کې اوو اتو يونتونو هم ددي علاقه دارۍ سره تماس نيولي دي چه د محيطي ساتنې په صف کي برخه واخلي ٠ له دغو يونتونو نه د کوچي کلوب په نامه يونټ هم شته چه د ځوانانو څخه عبارت دي ٠ ددي يونټ غړو د هوانګ پو سيند د بيولوژيکي حالت د څيړنې په وخت کې وليدل چه يو سپين ږيري د سيند په بند باندي کثافات پاکول ٠ نو پريکړه يي وکړه چه هره اوني يو شمير داوطلبان د کثافاتو د پاکولو دپاره له ښاري سيمې نه د وو جين پارک ته وليږدوي ٠ ددي يونټ يوي غړې نجلۍ ليو خبريال ته وويل ___که مونږ په ګډه سره کوشش وکړو ، يقين لرم چه د هوانګ پو سيند به ورو ورو پاک شي ٠ نن ورځ د سپين ږيري وانګ ځوان داوطلبه ځاي نيونکي چه د بيلا بيلو ټولنو څخه راځي ، د ښار د چاپيريال ډيره پاملرنه کوي او د هوانګ پو سيند د پاکولو دپاره کوشش کوي ٠