<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-09 19:41:17    
واورئ  د چين د ښځو نماينده ګان د ښځو د موضوعاتو په باب څيړنه او بحث کوي

cri
د چين د لويي وچې او هانکانګ او مکاو د ښځو نماينده ګانو د تيرې فبرورې په ١٤ مه نيټه په هنکانګ کی د ٢٠٠٤ کال د ښځود موضوعاتو په باب سيمينار جوړ کړ او د کورني د زورزياتۍ او غريبی په شمول هغو موضوعاتو باندی يي چه اوس ښځې ور سره مخامخې شوي او د حلوفصل اړتيا يي فوري ده ، بحث وکړ٠ د ګوان دونګ ولايت د ښځو د اتحاديي ريسې ميرمنې جاو دونګ خوا په سيمينار کی دا څرګنده کړه چه که څه هم ټولنيز تمدن زيات پرمختګ موندلی او د ښځو مقام په پر له پسی لوړ شوی ، خو په کورنيو کی په ښځو باندی د زورزياتی د تجاوز کولوخاطره لا هم موجوده ده ٠ ددې په نظر ،د کورنې زورزياتي نه يوازی په مستقيم ډول د ښځو ځانې امنيت ته تاوان رسوی ، د ميړو او ښځو په احساساتو باندی ناوړه اغيزه لري ، بلکي به يو لړ کورني تضادونه او ټولنيز موضوعات هم رامنځ ته کوی ٠ نو له دی امله د ښځو ډلو ټپلو او د ټولنې مختلفو حلقو ته لازمه ده چه د کورنې د زورزياتی د موضوع د حل لپاره پاليسي جوړه کړي او ددې پيښو د رامنځ ته کيدو مخه ونيسي ٠ د مکاو نماينده لي څاي يان ظلم ليدونکو ښځو ته د مرستې ورکولو په باب تجربې معرفي کړې ٠ ددې په نظر ،د اوسيدونکو په سيمو کی د مربوطې روزنې پرمخبيول په ښځو باندی د ظلم کولو د مخنيوې او کموالی لپاره يوه ښه طريقه ده ٠ د هانکانګ نماينده وانګ فون اي دا څرګنده کړه چه د کورنی زورزياتي د ګردې کرې يوه سخته ټولنيزه موضوع ده ٠ سر له اتمې لسيزې نه په هانکانګ کی غير حکومتی سازمانونه جوړ شوي چه د ظلم ليدونکو ښځو د حمايت کولو په کار لاس پوري کړی او ښه موفقيتونه يي تر لاسه کړيدي ٠ هغې دا نظريه درلوده ، ددې لپاره چه د کورنی زورزياتی دوران په راتلونکی نسل باندی ناوړه اغيزه وا نه چوی ،نو ټولنه بايد د ظلم کوونکو کسانو علاج پياوړي کړی او د هغو ماشومانو چه د خپلې کورنې زورزياتي يي ليدلي ، لارښودنه وکړی اوددوي لپاره دی ژر تر ژره د دوو اجناسو د مساوات او د کورنی زور زياتی د درک کولو په باب روزنه برابره کړي ٠ د ښځو او د غربت د له منځه وړلو تر عنوان لاندی د چين د ښځو د ملی اتحاديي په اړوند د ښځينه چارو د انکشافي څانګی مرستيالې ميرمني نيو لي خواپه خپله وينا کی دا څرګنده کړه چه د ښځو د غربت له منځه وړل د ښخو د مقام د لوړولو او د بشريت د دوامدار انکشاف د پرمخبيولو لپاره ډير مهم دي ٠ د زياتو کلونو راهيسی ، له غربت نه د ښاري او کليوالي غريبو ښځو د بچولو لپاره د چين لويي وچې زيات پروګرامونه عملي کړي او ښځو ته يي د استخدام د پيدا کولو لپاره راز راز خدمتونه ور کړيدي ٠د نژديو ٥ کلونو راهيسی ، د دغو پروګرامونو د تطبيق په رڼا کی ، د کليو څه د پاسه ٢ مليونه تنه ښځې له غربت نه بچي شوي او ٢ مليونه ٥ لکو ٦٠ زره تنه ښځو دکار کولو فرصتونه تر لاسه کړيدي ٠ د هانکانګ د خاصې اداری سيمې د تقنيني کميټې غړي ميرمنې چين وان سيان څرګنده کړه چه سره له دی چه هانکانګ په نړی کي له ډيرو شتمنو سيمو څخه شميرل کيږی ، خو اوس په هانکانګ کی د ټيتې طبقې د ښځينه کارګرو ژوندلا هم مشکل دی او د کارګرو په بازار کی لا هم د ښځو د سپکاوی کولو مسله موجوده ده ٠ نو هغې پيشنهاد وکړ چه د هانکانګ د خاصې اداری سيمې حکومت د ډيرو ټيتو عايداتونو اود کار د معقول وخت د ټاکلوله لاري د هانکانګ د ښخو حقوق او ګټې وساتي او د ټيتې طبقې د ښځو غريب ژوند ښه کړی ٠ د يوه بل خبر له مخی، د اسيا او ارام سمندرد سيمو د کليو او ټاپوګانو د ښځينه چارو د انکشاف لپاره د لارښوونکی کميټې دريمه لويه غونډه د تيری فبروری په ١٢ مه نيټه د پاکستان په مرکز اسلام اباد کی پاي ته ورسيده ٠د اسلام اباد په بيانيه کي چه د غونډې له خوا تصويبه شوی ، د مختلفو غړو هيوادو له حکومتونو نه غوښتنه وشوه چه واقعي او عملي کيدونکي پلانونه او ستراتيجی جوړی کړي څو چه د کليو او ټاپوګانو د ښځو په وړاندي راز راز موضوعات حل کړي شي ٠ په بيانيه کی په تاکيد سره ويل شوي چه لارښوونکی کميټه بايد په پوره توګه په سياسي ، اقتصادی او ټولنيزو ساحو کی د کليو او ټاپوګانو د ښځو د ترقۍ او د اسيا او ارام سمندر د سيمو د انکشاف د پرمخبيولو لپاره کوشش وکړي ، دغه راز د غړو هيوادو حکومتونه بايد د سياسي نظام په چوکاټ کی د کليو او ټاپوګانو د ښځو د نماينده ګی حق او په حکومتي چارو کی ددوی د ګډون کولو حق ته اهميت ور کړی، په کوشش سره دی دوي په اصلي ټولنه کی شاملې کړي ، دوې ته دې د کريديتونو د اخيستلو او بازار ته د داخليدو لپاره اسانتياوې برابري کړي او د روغتياد ساتلوپه باب پاليسي جوړه او عملي يي کړی څو چه ددوی په وړاندی صحي مسله حله کړی شي ٠ په بيانيه کی له غړو هيوادو نه غوښتنه وشوه چه د کليو او ټاپوګانو ښځو ته تشويق ور کړي چه له خپل غوره والی او ښيګنو نه استفاده وکړي او په مثبته توګه د محيطي ساتنې په چارو کی ځان شامل کړی ، دغه راز غړي هيوادونه بايد د بخښنې د نه غوښتلو په باب سياست جوړ کړي څو چه د ښځو په مقابل کی د تبعض او زور زياتې راز راز شکلونه له بيخه له منځه يووړل شي ٠ په بيانيه کی پيشنهاد وړاندي شو چه د اسيا او ارام سمندر د سيمو د ښځينه سناتورانو او ښاروالانو تګ راتګ تقويه کړی شی ، د کليو په ښځينه ښوونځيو کی د انفوميشن د تخنيک په باب درسونه پرانستل شي او د تدابيرو په نيولو سره د زلزلې او نورو افتونو او جګړو له امله د کليو او ټاپوګانو ښځو ته رسول شوي زيانونه کـم کړی شي ٠ د اسيا او ارام سمندر د سيمو د لومړيو ميرمنو غونډه په ١٩٩٥ کال کی په بيجنګ کی د نړی د ښځو د څلورمې لويي غونډې د جوړيدو په موده کی جوړه شوه ٠د اوسني غونډې اصلي موضوع په حکومتي چارو کی د ښځو ګډون کول ډير مهم دي ٠