<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-10 20:20:04    
واورئ  سونګ فونګ نيان خپل وروسته پاتي ټاټوبي په يوه شتمن کلي بدل کړی دی

cri
د منځني چين د خه نان په ولايت کي د سونګ ځاي په نامه يو کلي شته ، نن ورځ که تاسي دي کلي ته راشي ، ستاسي په سترګو کي به دا د يوه ښکلي ښار په شان څرګندشی ، ښکلي هستوګنځي او د ليدو وړ ښايسته منظري په هر ځاي کي تر سترګو کيږي ٠ خو غير منتظره خبره دا ده چي پخوا دغه کلي بيخي بل شان و، هغه وخت دغه کلي يو ډير ګډوډ، نا پاک او غريب کلي و ، دغه ستر بدلون څنګ رامنځ ته شوي چي په دې کي د چين د ملي ولسي کانګرس د نمايندګۍ په توګه ښاغلي سونګ فونګ نيان ستر رول لوبولي دي ٠ ښاغلي سونګ د سونګ ځاي کلي اوسيدونکی دی او سږکال يي عمر اوه پنځوس کالو ته ورسيد ، هغه خبريال ته وويل چي ما د ملي ولسي کانګرس په سږني غونډه کي د ګډون کولو له پاره دبي وزلو خلکو سره د مرستي په باب ځيني پيشنهادونه تيار کړي دي ٠ هغه وويل چي زما په نظر مونږ بايد د ستونزو د ليري کولو له پاره بي وزلو خلکو ته مرستې و کړو ، يعنې د مرستو د برابرولو له لاري به بي وزلي خلک د خپل چاپيريال او شرائطو په اتکا خپل ستونزي ليري کړي ٠ ښاغلي سونګ ځکه نوموړي پيشنهاد وړاندي کړی ، علت يي دادی چه د سونګ ځاي کلي دهغه په مشرۍ اوهڅو سره له غربت څخه خلاص شوی دی ٠ سونګ ځاي کلي پخوا په محلي سيمه کي د خوارۍ له امله بد شهورت درلود ٠ هغه وخت د خلکو په اصطلاح ويل ګيدل چه خپله لور د سونګ ځاي کلي ته و نه ليږي ٠ په هغه وخت کي هر کال حکومت دغه کلي ته عاجلې مرستې برابرولې ، خو د تيري اتمې لسيزې نه را وروسته يعني د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجرا کيدو د پيل نه ښاغلي سونګ د کلي د عمده مسؤل په توګه د کلي د بزګرانو په مشرۍ د کار د پيدا کولو له پاره بهر ته لاړل په بهر کي د کار ونو په بهير کي ښاغلي سونګ د بازار د څيړنې او پلټنې له لاري دا وموندله چه په ښارونو کي د ميوو بازار ډير ښه دي ، نو دده په مشرۍ د سونګ ځاي کلي ډيرو بزګرانو ميوه لرونکي نيالګي کيښودل ، بر سيره پر دي د هغه تر لارښوني لاندې د کلي نورو بزګرانو دلرګيو دحمل نقل او دمفروشانو د جوړولو په کارونو لاس پوري کړ ٠ له دي نه وروسته ددي کلي د بزګرانو کار و بار ورځ په ورځ ښه شو او ژوند يي هم د پخوا په نسبت ډير ښه شو ٠ ښاغلي سونګ خبريال ته وويل چي اوس د سونګ ځاي کلي د بزګرانو منځنې کلني عايدات شپږ زرو ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي ، او د کلي غير منقول جايدادونه يو مليارډو ژن مين بي يوانو ته رسيږي چي د سلو مليونو ډالرو نه هم زيات دي ، ويل کيږي چه پخواني غريب کلي په يو شتمن کلي بدل شوي دی ٠ ښاغلي سونګ وويل چي اوس زمړنږ په ژوند کي د کلي ستر بدلون رامنځ ته شوی، پخوا زمونږ په کلي کي د دايمي کليوالو شمير څه د پاسه شپږ سوو تنو ته رسيده ، خو اوس په کلي کي هغه اوسيدونکي چي د کار له پاره له بهر نه راغلي ،نژدي پنځو زرو تنو ته رسيږي ٠ نن ورځ زمونږ په کلي کي نولس د اوسيدو لوييې ودانې جوړې شوې چي پکي څه د پاسه اوه سوه واحده کورونه شته ٠ او په هره واحد کور کي تلفون ، مرګز ګرمي ، تلويزيون نصب شوي او د اوسيدونکو د ودانيو په شاخوا کي ښونځي ، وړکتون ، مغازي ، روغتون او داسي نور خدمتي تاسيسات هم جوړ شوي دي ٠ ښاغلي سونګ وويل چي د ډيرو کلونو د کوششونو په بهير کي هغه دا نظر لري چي غربت يوازي د حکومت د مرستي په اتکا نه شي ليري کيداي ، بايد د خپل قوت په اتکا او د خپلو کوششونو له لاري له منځه وړلي شي ، حکومت بايد لارو د جوړولو او د بريښنا د انتقالولو له لاري د غريبو سيمو چاپيريال ښه کړي او پريږدي چي د غريبو سيمو خلک خپله لاره پيدا کړي ٠په ١٩٩٨ کال کي ښاغلي سونګ د سترو خدمتونو او وتلي کارنامي په اثر په محلي ځاي کي د نهمې دورې د ملي ولسي کانګرس دنماينده په توګه انتخاب شوی دی ، پروسږکال هغه د ډيرو رايو په ګټلو سره يو ځل بيا د لسمي دورې د ملي ولسي کانګرس د نماينده په حيث انتخاب شو ٠ هغه وويل چي د نماينده په توګه ما د بزګرانو د ستونزو دحلولو په بهير کي ډير معلومات ترلاسه کړي دي او په دي پوه ښوي چي د بزګرانو د تعليمي سويي اوچتول ډير مهم او ستراهميت لري ، د هغه تر لارښونې لاندې د سونګ ځاي په کلي کي ددي له پاره چي د بزګرانو اولادونه په کوشش سره درس لولي ، د جايزي ورکولو په هکله ډير تدبيرونه غوره شوي دي ٠ ښارغلي سونګ وويل چي زمونږ په کلي کي که څوک په پوهتون کي ومنل شي ، هغه ته به د لس زرو ژن مين بي يوانو جايزه ورکړي شي ٠ د تعليمي چارو په هکله د دولت له خوا د نهه کلن اجباري تعليمي نظام عملي کيږي، خو زمونږ په کلي کي د دوولس کلن ښوونه سرته رسيږي او د هغو ماشومانو په نسبت چي غواړي خپل تعليم ته دوام ورکړي ، ښونه وړيا ده ٠ هغه وويل چي د ملي ولسي کانګرس د هغه نماينده په توګه چي د بزګرانو له خوا انتخاب شوی بايد د بزګرانو پراخي نظريي واوري او د دوي نظريې او ارزوګانې د ملي ولسي کانګرس عمومي غونډې ته وړاندي کړي ٠