<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-18 17:32:11    
پريږدي چي ژوند له اميدڅخه ډک وي

cri
واورئ دشمالي چين د حه بي ولايت د ژن چيو په ښار کي يو د شين رنګ اجدادي کور په نامه ځاي شته چي په خاص ډول سختو ناروغانو او معيوبينوته د خدمت برابرولو له پاره جوړ شوی دی او مسؤله يي جيان هوا نوميږي ٠ ميرمن جيان هوا هم يوه داسي سخته ناروغه ده چي د اريميا په سختې ناروغۍ اخته شوي ده٠ که څه هم ددي د اجدادي کور غړي ټول معيوبين او سخت ناروغان دي ، خو دوي ټول له ژوند سره ډيره مينه لري او يو له بل سره مرسته او يو دبل ملاتړ کوي او په کوشش سره ښه ژوند کوي ٠ د دي اجدادي کور جوړونکی ميرمن جيان هوا دځوانيتوب په وخت کي د نفتو په توليدي سيمه کي يو کارکونکې وه ، خو د اته ديرش کلنۍ په وخت کي له بدمرغه د اريميا په سخته ناروغۍ اخته شوه او د وينې ورکولو له لاري ژوندي ساتل کيږي ٠ ميرمن جيان هوا که څه هم څو څو ځله د مرګ له خطرسره مخامخ شوی ده ٠ مګر هغه بيا هم له ژوند سره ډيره زياته مينه لري او دژوند په نسبت پوره اميد او اطمينان لري ٠ لا پخوا هغي فکر کاوه چي بايد د خپل ژوند په محدود وخت کي د ټولنې او نورو خلکو له پاره څه خدمتونه تر سره کړي ، نو ويي غوښتل چي په خپل کورکی يو تيلفون نصب کړي او د تيلفون په وسيله د ژوندپه مقابل مينه او اميد هغو خلکو ته ورسوي چي د نورو مينې او مرستې ته اړتيا لري ٠ د ١٩٩٧ کال په مارچ کي يي د پخواني کاري يوڼيت په مرسته د هغې په نوم يعني د جيان هوا په نامه يوه تلفوني کرښه په رسمي توګه پرانستله کړه ٠ هر کله چي د هغو خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ شوي او د مرستي اخيستلو له پاره ميرمنې جيان هوا ته تلفون کوی ، ميرمن جيان هوا حتمأ په دقت سره د دوي خبري اوري او د دوي پوښتنې ته ځواب ورکوي ٠ ميرمن جيان هوا په روغتون کي د بستري کيدو په ورځو کي له ډيرو ناروغانو سره اشنا شوي دي مګر ويي ليدل چه ځيني يي يا د سختي ناروغۍ له امله مړه شوي او ځيني يي د دروند روحياتي بار په اثر انتحار انتخاب کړی دی ٠ په دي نسبت ميرمن جيان هوا ټينګ عزم درلود چي بايد يو داسي ځاي پيدا کړي څو چي د دغو بي وزلو خلکو ترمنځ د ژوند د تجربو دتبادلي ، د متقابل ملاتړ اوباهمي پاملرني له پاره د تم ځاي برابر شي ٠ د دوه زره دوهم کال په اګيست کي دمحلي حکومت د ملکي چارو د اړوندي څانګي او ټولني تر ملاتړ او مرستو لاندې د جيان هوا په نامه د شين رنګ اجدادي کور جوړ شوی دی ٠ ميرمن جيان هوا وويل چي شين رنګ د ژوندي نښه نښانه ده ٠ د دي اجدادي کور ټول غړي سخت ناروغان دي او ځيني معيوبين او هغه خلک هم پکې شامل دي چي دژوند د ستونزوله امله د ژوند اميد يي له لاسه ورکړ ی دی٠ هغې وويل چي ځکه مونږ دغه کور ته د شين رنګ اجدادي کور وايو ، مقصد مو دا دی چي پريږدي چه په دي کور کي غړي ارام او ملايم احساس پيداکړي . کله چه د راډيو له خوا ددغه کور د جوړيدو په باب خبر خپور شو، په لنډ وخت کي په لس ګونو تنه سخت معيوبين پکي داخل شول ٠ ميرمن ون ګه سږکال پنځه څلويښت کلنه ده ، له وړکتوب نه دوې پښي يي فلج شوي ، کله چي هغي نوموړي خبر واوريد ، سم د لاسه په دي کور کي د لومړي غړي په توګه داخله شوه . هغې وويل چي دغه کور ته راغلم ، لکه ماشوم د خپلې مور غيږې ته بير ته راغلی دی ٠ ددې کور غړي تل سره يو ځاي د زړه له ا خلاصه خبري کوي ، يا د تلفون له لاري له نورو سره دزړه خبري کوي ، کله کله پکي بيلا بيل فعاليتونه هم تر سره کيږي ٠ نو په دي اثر دټولو د يوازيتوب احساس ليري شوي دي ٠ د دغه کور غړي ښاغلي وانګ چوان وويل چي د جيان هوا په نامه د شين رنګ اجدادي کور له تودو احساساتو ، ميني او دوستۍ نه ډک دی ، دغه کور په ريښتيا د يوه تن نړۍ ليد بدلولي شي او مونږ ته د ژوند نوي اميد او هيله رسولي شي ٠ که څه هم د نوموړي کور هر غړي په خپل سرنويشت ښه پوهيږي چي کله به له دنيا څخه سترګي پټي شي ، مګر دوي لا هم په خوشحالي سره د ژوند هره ورځ تير وي ، ددې کور جوړيدل په خلکو ښه اغيزه وکړه اوپه دي اثر د ټولنې ډير خلک په دي کور کي د داوطلبانو په توګه خپل خدمتونه تر سره کوي ، د تيان جنګ د سپورتي پوهنځي محصل چي سون هاي جنګ نوميږي ،ترهرچا نه مخکي د لومړي داوطلب په توګه په دي کور کي خدمت ته حاضر شوی او د هرې رحصتي په ورځو کي په دي کور کي خدمت کوي ٠ هغه وويل چي هر کله چي ما په دي کور کي وليدل چي ميرمن جيان هوا څو څو ځله له مرګ نه ژغورل شوي ،او بيا هم د ژوند په وړاندي زړه يي له پوره اطمينان څخه ډک ښکاري ،زه ډير متاثر شوم، زه د يو محصل په توګه اصلأ بايد د ټولني له پاره خدمت وکړم ، اوس د شين رنګ اجدادي کور له پاره خدمت کوم چي دا به زما د راتلونکي له پاره ډيره ګټوره وي ٠