<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-22 17:15:11    
، اويټ __په چين کښی د پاکو او سوچه سبو د توليدولو نوی مرکز .

cri

د شان تونګ دشو کوانګ داويټ د سبو دکرلوشرکت يعنی د شان تونګ ولايت د شو کوانګ ښار د سابو عالی علمی او تخنيکی نمونوی سيمه د شو کوانګ په ښار کښی چه په چين کښی د سابو د کلی لقب بلل کيږی، واقع دی .شو کوانګ ښار په ګرين هوس کښی د سبو د کرلو دپاره دچين اصلی ځای دی ،اوس دغه ښار په چين کښی يوه داسی سيمه ګرځيدلی ده چه د زراعتی تاسيساتو او زراعتی انکشافی سويی له لحاظه ډير مترقی او لوړ ښکاری . نوموړی نمونوی سيمه د دولت په درجه له هغو يو ويشتو زراعتی علمی او تخنيکی سيمو څخه شميرله کيږی چه په ګرد هيواد کښی د لومړۍ ډلی په توګه جوړه شوی ده .د نوموړی شرکت عمومی مدير سوی ځه لونګ د خپل شرکت له خوا د ترلاسه شويو برياليبوبونو په باب زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چه د عالی علمی او تخنيکی نمونوی سيمی د جوړولو د څلورو کالو نه راهيسی د ليدو وړ برياليتوبونه لاس ته راوړی دی ،د محلی ځای د زراعتی جوړښت د معقول تنظيم او د زراعتی چارو د نوری ودی دپاره يی مثبت رول لوبولی او زياتی ټولنيزی او د ليدووړ اقتصادی موثريت او ګټی يی لاس ته راوړی دی .نوموړی سيمی بهر ته خپلی دروازی پرانستی دی ،کوم چه وکولی شی نړۍ د شو کوانګ ښار وپيژنی او شو کوانګ نړۍ وپيژنی

دچين دسبو بين المللی علمی او تخنيکی نندارتون هر کال د شو کوانګ ښار په نمونوی سيمه کښی جوړيږی،د.نوموړی شرکت د نندارتون د جوړولو څخه په استفادی سره د تخنيکونو ، انفارميشين او بااستعدادو کسانو په برخو کښی له داخلی او خارجی دوستانو سره په پراخه توګه تبادله کړی ، په دی ډول د نمونوی سيمی شهرت نور هم لوړ شوی دی . هر کال د منل شويوکتونکو شمير شپږ لکه تنو ته رسيږی . همدا شان زيات ګوندی او دولتی مشران د ليدنی کتنی دپاره نمونوی سيمی ته تللی اود شرکت د کارونو لوړه ستاينه يی وکړه .دنوموړی شرکت عمومی مدير سوی ځه لونګ د خپلو توليداتو د يادولو په وخت کښی په وياړسره وويل چه زمونږ شرکت په عمده ډول غوره سابه کری ، مثلا بادرنګ ، رومی بادنجان ،توربادنجن ، خواږه مرچ ، ګندنه، لوبيا او داسی نور .دغه محصولات په بيجينګ ، شنګهای، تين جينګ او نورو لويو او منځنيو ښارونو کښی پلورل کيږی او د جاپان ، د کوريا جمهوريت او د اروپا په شمول څه د پاسه لسو هيوادو او سيمو ته هم صادر شوی دی او د ګڼ شمير مشتريانو له خوا ډيرتود هر کلی شوی دی .نوموړی شرکت د نمونوی سيمی د علمی څيړونکی قوتونو ، ممتازو بااستعدادو کسانو او مکملو اساسی تاسيساتو په واسيطه د ١٩٩٩ کال د سپټمبر په مياشت کښی د جوړيدو نه راهيسی پکښی د يو سلو شپيته مليونو يونوپه اندازه پانګی اچولی دی ،فنی پرسونل ، اداره کوونکی او پلورونکی او داسی نور عالی رتبه بااستعداد کسان د ټولو کارکوونکو په سلو کښی څلويښت برخه نيسی .نوموړی شرکت په ابتدايی توګه په يوه داسی علمی او تخنيکی تصدۍ بدل شوی دی ، کوم چه پکښی دسبو ښه تخمونه کرل کيږی او لاس ته راځی،سبو کری ، چمتو کوی او پلوری ، علمی او تخنيکی کورسونه پرانيځی ،دګلونو د بوټو روزنه کوی او نندارتون جوړوی .تر اوسه پوری نوموړی شرکت يوه ګرم خانه ، د سبو د معاملاتو بازار ، د بين المللی نندارتون مرکز ، عصری بيالوجيکی مرکز او د سبو د چمتو کولو او پلورلو مرکز جوړ کړی دی .

د توليداتو د کيفيت د تضمين او د لا زياتو توليداتو د برابرولو دپاره شرکت د يوزر دری سوه دری ديرش هکتاره مځکی په مساحت مرکز جوړ کړ او پکښی معياری توليد رواج موندلی دی چه په جدی ډول د پاکو او سوچه او عضوی سبو د کرلو دپاره د دولت د اړوندو غوښتنو سره سم اداره کوی .د اويټ نومی سابه په خپل غوره کيفيت سره د مشتريانو اعتبار لاس ته راوړی دی ، په تيره بيا په ٢٠٠٣ کال کښی په چين کښی په ناڅاپه توګه د سارس ناروغۍ رامنځ ته شوه چه نوموړی شرکت بيجنيګ ته د سبو د ليږلو دنده په غاړه درلوده . د احصائيی له مخی نوموړی شرکت په دغه موده کښی ټول بيجينګ ته پنځلس زره کارتنونه سابه وروليږل .د احصائيی له مخی تير کال د سابو د پلورلو اندازه يو زر تڼو ته ورسيده او شپږ مليونه ژن مين بی يونه عايدات يې ترلاسه کړی دی .

نوموړی شرکت د کرنی د اوسنی انکشافی نوی حالت او د کاری اړتياوو سره سم راتلونکی انکشافی پلان طرح کړی دی .عمومی مدير سوی ځه لونګ د نوموړی پلان د يادولو په وخت کښی په پوره ډاډ سره خبريال ته وويل چه مونږ غواړو په شو کوانګ ښار کښی د سبو د منابعو څخه دی پوره استفاده وکړو، څو چه لازيات توليدات بين المللی بازارونوته وړاندی کړو . په چين کښی د سبود ښو تخمونو د روزنی مرکز، د پاکو او سوچه سبو توليدی مرکز او د سبو د چمتو کولو او صارولو مرکز دی جوړ کړو . همدا راز د ټول هيواد بيلا بيلو ځايونو ته دسبو د پلورلو شبکه دی جوړه کړو . زمونږ د شرکت ګڼ شمير کادرونه او منسوبين د داخلی او خارجی دوستانو تودهر کلی کوی چه له مونږ سره همکارۍ وکړی او په ګډه سره زمونږ داعيی ته پراختيا ورکړی .