<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-22 22:42:27    
د چينی ژبې د الفبا په باب لنډ معلومات

cri
د چينی ژبې د الفبا ٢٦ ټکی لري . خو په حقيقت کی يوازي ٢٥ حروف په کاريږي .ځکه (v) ټکی په چينی ژبه کی نه استعماليږي . د چين په معاصره ژبه کی ٢٣صامت ياګنګ ټکی موجود دي . ( v )ته ساده اساسی اوازلرونکي يا مصوت وايي . دغه راز ١٣ ټکی دوه اوازلرونکی يا diph+hong اودري اوازلرونکی triph+hong دی او ١٦ نورو ته دماغی اوازلرونکی ټکي وايي . هرچينی کرکتر په حقيقت کی يوه کلمه ده ،اکثر کرکترله يوه واول او يو اوازلرونکی توري څخه جوړشوي دي لکه zhongguo (چين ) چه له ٢ کرکترونو (zhong+guo) څخه جوړشوی دی . په دي ډول چه (١)zhongguo= zh+ong ،(٢) guo=g+uo له يوه واول او يو اوازلرونکی ټکی نه پرته چه کليمات تري جوړيږي ، ځينی نور مصوتونه يا اوازلرونکی ټکی هم کليمات جوړولی شی لکه (ai) _عشق ) چه له يوه توري څخه تشکيل شوی دی . چينی ژبه د اواز ژبه ده . دا ژبه څلور اساسی اوازونه يا اهنګونه لري . لومړي أواز = ( _ ) دوهم أواز=( / دريم أواز= (٧ ) څلورم أواز = ( ١) دا هر يوأواز د کليماتو د معنی په فرق کی خاص نقش لري او هر کرکتر چه اواز يي فرق لري ، معنی يي هم بدليږي . مثلا 妈 Ma ( لومړي أواز ) يعنی مور . 麻 Ma ( دوهم أواز ) يعنی سنډ – کتان 马 Ma ( دريم أواز ) يعنی أس . Ma骂 ( څلورم أواز ) يعنی کنځل .