<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-23 22:43:34    
ښځې او د ايدز ناروغي

cri

د م م سرمنشي کوفي انان د مارچ په اتمه نيټه د ښځو د بينالمللي جشن د نمانځلو لپاره په يوه لويه غونډه کی دې ته اشاره وکړه چه د نارينه وو په نسبت ښځو ته د ايدز ناروغي ګواښ ډير لوی دی ، نو بينالمللي ټولنه بايد دغه موضوع ته په درنه سترګه وګوري او د ګرې کرې په چوکاټ کی د ايدز ناروغی سره په مجادله کی د ښځو ملاتړ وکړي ٠سږکال ملګرو ملتونو د ښځو د بينالمللي جشن د نمانځلو لپاره د ښځې اود ايدز ناروغي په نامه اصلي موضوع ټاکلي ده ٠

انان وويل چه څه د پاسه لس کاله دمخه ، د خلکو په نظر نارينه د ايدزناروغی عمده متضرر کيدونکي وو، خو له اوسنيو ارقامو نه څرګنده شوي چه ښځو د ايدزناروغی د خپريدو په بهير کی زيات ضرر ليدلي دی ٠ هغه وويل چه د صحرا په جنوبي افريقايي سيمو کی د ايدز ناروغی په ويروس د اخته شويو بالغانو نه څه د پاسه نيمه برخه ښځې دي ٠ په ټوله نړۍ کی له هغو کسانو نه چه نوي د ايدز ناروغی په ويروس اخته شوي ، لږ تر لږه نيمه برخه ښځې دي ٠

انان زياته کړه چه ښځې ځکه تر نارينه وو نه په اسانه توګه د ايدز ناروغی په ويروس اخته کيږي چه اصلي علتونه يي دا دي چه په ټولنه کی د غربت ، بي رحماني ،زوززياتې او د معلوماتو د کموالي په شمول راز راز نابرابري موجودي دي ٠ د دغو

عواملو له امله د ايدز ناروغي د کنترولولو لپاره زيات تدبيرونه نه شي عملي کيداي ، نو ښځې تل په خطر کی واقع دي ٠

انان غوښتنه وکړه چه ښځو ته لازيات حقوق او معلومات ور کړی شی او په ټولنه کی د ښځو او نارينه وو غير مساوي روابط بدل کړي شي ، دغه راز بايد د ښځو د مالونو او د ميراث د حق ساتنه پياوړي کړي شي او له وقايوي تدبيرونو نه د ښځو برخورداري تامينه کړی شي ٠ هغه دی ته هم اشاره وکړه چه نارينه بايدد خپلو اولادونود روزلو ،د خپلو بدو عادتونود کنترولولو ،د ښځو د تفاهم کولو او دجنسي زور زياتي د پريښودلو په برخو کی خپل مسوليت په خپله غاړه واخلي٠

انان وويل چه په دی وروستيو کلونو کی ده زياتو هغو هيوادونو ته چه د ايدز د ناروغی اغيزه يي سخته ده سفر وکړ او پيدا يي کړيده چه ښځو د ايدزناروغی سره په مجادله کی مثبت رول لوبولې او زيات ثمرونه يي تر لاسه کړيدي ٠ هغه د زړه له کومې هيله لري چه بينالمللي ټولنه د ايدز ناروغی سره په مجادله کی د ښځو ملاتړ وکړي ٠

د يوه بل خبر له مخی، د کامرو د بيلا بيلو ټولنوڅه د پاسه ٥٠ زرو تنو ښځو او په کامرو کی دچين ښځينه ډاکترانو د مارچ د اتمې نيټې په سهار د ښځو د بينالمللي جشن د نمانځلولپاره پريټ جوړ کړ ، دوي بلنه ور کړه چه د ټولې نړۍ ښځې دی په ګډه سره له ايدز ناروغی سره مجادله وکړي ٠

دوي په پريټ کی د لويو لوحو په اوچتولو سره چه ورباندي ليکل شوي چه د ايدز ناروغي ښځو ته سخت ګواښ رسوي ، د ټولې نړۍ ښځې په ګډه سره د ايدز ناروغی

وقاعيه کوي او کامرو او چين په ګډه سره له ايدزناروغي سره مجادله کوی ، په لوړ اواز هغه شعارونه ور کړل چه بينالمللي ټولنه دی ايدز ناروغی ته په درنه سترګه وګوري ،له ايدز ناروغی سره په مجادله کی دي د ښځو ملاتړ وکړي او داسي نور ٠ د کامرو حکومتي مامورينو او خارجي ديپلومانانو هم په پريټ کی ګډون وکړ٠

د يوې اوونې راهيسی ، د کامرو مربوطو خواوو يو لړ سيمينارونه او نندارتونونه هم پرانيستل څو چه خلک ويښ کړي شي چه د ايدز ناروغی وقاعي او اعلاج ته اهميت ورکړي ٠

په دی وروستيو کلونو کی ، د ايدز ناروغی د کامرو د ښځو په منځ کی په بيړه سره خپره شوي او د هغو ښځو په منځ کی چه عمر يي له ١٥ کالو نه تر ٤٩ کالو پوري دی ، ٢ لکو ٩٠ زره تنه ښځې د ايدز ناروغی په ويروس اخته شويدي ٠ اوس په کامرو کی د ايدز ناروغي په ويروس د خلکو د اخته کيدو ميزان په سلو کی ١١ ته زيات شوی او دغه تناسب په اوميندوارو ښځو کی په سلو کی له ١٢ نه تر ١٧ پوري لوړ شويدی ٠غربت ، د روغتياساتنی د نظام کموالی ،د جنسي ژوند بي انضباط او

په ښه ډول خلکو ته د مربوطو معلوماتو ور نه کول په کامرو کی د ايدز ناروغی د ويروس د بيړني خپرونې عمده علتونه دي ٠

د يوه بل خبر له مخی، دسينګال د جمهورريس ميرمنه ويويانا واد دمارچ په اتمه نيټه په جمهوري ماڼۍ کی د څه د پاسه ٣٠ تنو سينګاري ښځو لپاره چه د ايدز ناروغی په ويروس اخته شوی ، يوه ميلمستيا جوړه کړه او ددوی سره يي يو ځاي د ښځو د بينالمللي جشن نمانځنه وکړه ٠

هغې په ميلمستيا کی يوه وينا وکړه او په ټولنه کی يي د ايدز ناروغانو د تبعيض حالت وغانده او د ايدز ناروغی په ويروس اخته شويو ښځو ته يي بلنه ورکړه چه جرات ولري او ټولنې ته بيرته ستانې شي او په خپلو کارونو سره د ټولنې پيژندنه واخلي٠ دغه راز يي هم پيشنهاد وکړ چه په سينګال کی دي د ايدز ناروغی اجباري معاينه عملي شي ٠

د م م د ښځو د انکشافي صندوق د احصايي له مخی ، وړم کال په سينګال کی د ايدز ناروغی په ويروس د اخته شويو ښځو شمير د ١٩٨٨ کال په نسبت دري چنده زيات شوي او٣٥٩٤٧ تنو ته رسيدلي دی ٠ د سينګال د عامه روغتيا وزير سانبون په ميلمستيا کی دی ته اشاره وکړه چه په سينګال کی د ښځو د ټولنيز مقام ټيتوالی ، په نارينه وو زياته اتکا اود يو سړی څو ښځو په باب نظام د ښځينه ناروغانو د زياتوالی عمده عوامل دي ٠