<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-24 23:34:27    
د چين د واده او کورني په هکله رامنځ ته شوي نوي بدلون

cri
واورئ ګرانو اوريدونکو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجراکيدو نه وروسته د چين د واده او کورني په نظامونو کي ستر بدلون رامنځ ته شوي دي ٠ د چين داصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د تنفيذ نه دمخه د واده د مسئلي په هکله د چينايانو إيډالوژي عموما سياسي رنګ درلود، په هغه وخت کي ځوانان يا نجوني د خپل عاشق د انتخابولو په وخت کي لومړي د متقابلي خوا سياسي شرط تر نظر لاندي ونيوه ٠ په دي وجه د ځوانانو او نجونو فيزيولوژيکي او اقتصادي اړتيا تر يوي اندازه پوري تر کنترول او محدوديت لاندي راغلې وه ٠ خو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ د اجرا کيدو نه وروسته په چين کي د واده په باب د خلکو ايډيالوژۍ د فردي کيدو په ساحه کي شامله شوه ٠ مثلأ اوس ځوانان يا نجوني د خپل نژدي دوست د انتخابولو په برخه کي حتمأ دکار ، عايداتو، قيافي او قد په ګډون يو لړ اقتصإدي او فيزيولوژيکي شرائط تر غور لاندي راوړي ٠ علاوه پردي په دي هکله د کلتوري سويي په نسبت د ځوانانو غوښتنه هم لا لوړه شوې ده ٠ له دي نه څرګنده شوي چي د چين ټولنه ورځ په ورځ د فرديت او انسانيت پر لورې پرمختګ کوي ٠ په عين وخت کي په چين کي د ځوانانو او نجونو د خپل نژدي دوست د پيدا کولو لاره هم نوي او پراخه شوي ده ٠ پخوا د عنعنوي مفکورې تر تاثير لاندي په چين کي د ځوانانو او نجونو ودونه اساسأ د پلار او مور يا د نورو خپلوانو يا دوستانو د معرفي له لا لاري به ترسره کيدل ، او د ځوانانو او نجونو ترمنځ د ودونو ساحه هم پراخه نه وه ٠ خو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون نه وروسته د ځوانانو او نجونو ترمنځ د تماسونو او تبادلي لاره او ساحه په ښکاره توګه پراخه شوې ده ٠ له دي نه څرګنده شوي چي د چين ټولنيز لوي چاپيريال بدل شوی دی ٠ په ١٩٩٨ کال کي د چين په شانګهاي ښار کي د ودونو په هکله د اړوندو څيړنو له مخي هغه ودونه چي د پلار او مور يا د نورو خپلوانو يا دوستانو د معرفي له لاري ترسره شوي ، داصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ د تنفيذ نه وروسنه په نسبت په زياتي اندازي سره کم شوي دي ، له دي نه څرګنده شوې چي د ټولني په ترقۍ سره د خلکو ترمنځ تګ رانګ او تماسونه زيات شوي او ټولنه لا خلاصه شوې ده٠ نجلۍ جيان سين د بيجينګ د يوه بهرني شرکت کارکونکې ده ،د خپل نژدي دوست د انتخابولو په هکله د هغي نظريه په اوسنيو يو زيات شمير ځوانانوکي نمايندګی لري ٠ هغي خبريال ته وويل چي زما په نظر په خپلو کارونو کي دتماسونو له لاري پخپله خپل دوست پيدا کول د نورو له لارې د معرفي په نسبت ښه دي ، په خپلو کارونو کي د تماسونو او تبادلې له لارې قايم شوي روابط کلک وي ٠ پخوا د چين د عنعنوي کورنې مفکورې له مخې دا چه څو نسلونه سره يو ځاي ژوند کوي ، يوه ډيره نيکمرغه کورنې ګڼل کيده ٠ نو په دي توګه پخوا په چين کي عمومأ د کورني پيمانه نسبتأ لويه وه ، خو بهر ته د چين د دروازي د خلاصيدو نه وروسته د تولنيزو تماسونو په پراخيدو ، دټولني د عامه خدمتي تاسيساتو په زياتيدو او د اجتماعي توليدي سويي په لوړيدو سره نوموړي لويه کورنې تر لوي تاثير لاندي راغلي ده ٠ له بلي خوا د هرې کورنې منځني نفوس کال په کال د کميدو په حال کي دی ٠نو په دي وجه د کورني په جوړښت کي نوي بدلون رامنځ ته شوي او هغه کورنې مخ په زياتيدو دي چي غړي يي يوازي ښځه ، خاوند او ماشوم دي ، د دغه دري کسيزې کورنې له زياتيدو څخه څرګنده شوې چي دچين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تنفيذ په ژورتيا سره دعنعنوي لويې کورنې په باب ايډيا لوژي ورو ورو ليري شوي ،خو فردي او ځانګړي ايډيالوژي مخ په قوي کيدو ده ٠ په دي بهير کي اوس هغه اولادونه چي يا لوي شوي يا يي واده کړي ، له خپلو ميندو او پلارونو څخه په جلا چلا توګه ژوند کوي ، مخ په زياتيدو دي ٠ ،ښاغلي وانګ لي د بيجينګ د شه جنګ شان په ناحيه کي اوسيږي ، هغي خبريال ته وويل چي پخوا زه او زما ميرمن او د ځپل پلار او مور سره يوځاي اوسيدلو او ژوند مو کاوه ، له دي امله چي د کورني غړي مو زيات وو، نو کله کله به يو دبل په منځ کي تضادونه راپيدا شول ، د جلا ژوند د غوره کيدو نه وروسته متقابل تاثير ليري شوي او د خپل ژوندانه ساحه مو پراخه شوې ده او زړونه مو ډير ارام شوي دي ٠ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسۍ د عملي کيدو نه وروسته د ټولنې په ترقۍ او دديمکراتيکي بهير په چټکتيا سره په چين کي په کورنې کي د ښځي او خاوند او د ميندو ،پلارونو او اولادونو ترمنځ مساوي ايډيالوژۍ په پرله پسي توګه قوي شوي ، په تيره بيا دميندو ، پلارونو او اولادونو ترمنځ د فردي خپلواکۍ غوښتنه په ښکاره توګه پياوړي شوي ده ٠ په دي بهير کي هغه عنعنوي مفکوره چي اولادونه خپل شخصي جايدادونه ګڼل کيدل او اولادونه دي د ميندو او پلارونو غوښتني ومني ، ضعيفه او ليري شوې ده ٠ اوس د چين په زياترو کورنيو کي يا ميندي ، پلارونه يا هغه اولادونه چي واده شوي ، ټول غواړي چي په جلا جلا توګه ژوندو کړي او له متقابل اتکا نه يي ځان و ژغورلي ٠ ښاغلي يان يي ون سږکال ښپيته کلن دي اوس له خپلې ميرمن سره أرام ژوند کوي ، د دوي دري اولادونه ټول خپلې کورني لري او په جلا جلا توګه ژوند کوي ٠ښاغلي يان د خپل اوسني ژوند په نسبت ډير راضي دي ، هغه خبريال ته وويل چي په جلا جلا توګه ژوند کول ډير ه ازادۍ لري ، د کورني هر غړي خپل ځانګړي عادت او علاقه لري ، په جلا جلا ژوند کي متقابل تضادونه نه شته ، په دي اساس دکورني د غړو ترمنځ روابط ښه وي ٠ د چين دواده او کورني د ستر بدلون نه څرګنده شوي چي د چين ټولنه تر پخوا نه لا خلاصه او مترقۍ شوي چي دا هم د ټولنيزي ترقۍ او تاريخي پرمختيا حتمي نتيجه ده ٠