<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-03-31 15:13:39    
زه غواړم چه په خپل زلميتوب اوتودو وينو دغه ضروري کار ښه تر سره کړم

cri

پيغله ځاو مينګ سيا د بيجنګ د خارجي اقتصاد او تجارت د پوهنتون محصله ده او پروسږکال هغه د داوطلبانه ډلې د يوه غړی په توګه د ګان سو ولايت د ايوو ځونګ ولسوالی د اينګ شانګ په نامه منځنی ښوونځی ته لاړه څو چه هلته زده کوونکو ته درسونه ور کړی ٠د اينګ شانګ منځنی ښوونځي له ٦ سوو تنو نه زيات زده کوونکي درلودل او په ٧ ټولګيوويشل شوي، نو تر ټولو نه کوچنی ټولګی يي هم څه د پاسه ٧٠ تنه زده کوونکی درلودل ٠ ځاو مينګ سياد اينګ شانګ په منځني ښوونځی کی هره ورځ پخپله بخارۍ بلوله ، له ليري ځاي نه يي اوبه راوړلې ،او تل به په مسلسلوڅو ورځو کي د برښتيا له ځنډيدو سره مخامخه کيده ، دغه راز يي هره ورځ په عمده توګه کچالو اوکرم خوړل ٠ که څه هم په هغه وخت کی يي ژوند ډير سخت و ، خو ددې په نظر د اينګ شانګ په منځنی ښوونځي کی تير شوي يو کال ددې په عمر کی تر ټولو نه خوشحاله وخت و ٠

زمونږ خبريالې په دي وروستيو ورځو کی ور سره مرکه وکړه ، هغې وويل چه هلته زياتې برخې له بيجنګ سره نه شي مقايسه کيداي ، خو اينګ شانګ د غرونو له خوا چار چاپير شوي او منظره يي ډيره ښکلي ده ٠ما هلته يوې ډلې ماشومانو زده

کوونکوته درسونه ور کول او له ځينو نويودوستانو سره اشنا شو م٠ هره ورځ زما زده کوونکو په ماشومانه اواز ما ته ښوونکی ويله ،زما نويو دوستانو د خپلوکليوالو په شان ما ته پاملرنه کوله ، نو احساس می وکړ چه زه په نړۍ کی تر ټولو نه نيکمرغه پيغله يم ٠ کله چه پيغلې ځاو مينګ سيا خبريالې ته د اينګ شانګ په منځنی ښوونځي کی خپل ژوند راياد کړ ، له سترګو نه يي وړانګې ځليدلې ٠

د اينګ شانګ د منځنی ښوونځی په يوه کال کی ، ځاو مينګ سيا اوومم ټولګی ته د انګريزی ژبی اود تاريخ درس د ور کولو دنده په غاړه واخيستله ٠ هره ورځ هغه د درسونو په تيارولو او ور کولو کی بوخته وه ٠څرنګه چه په يوه درسي صنف کی له ٧٠ تنو نه زيات زده کوونکی ناست وو ،نو ځاو مينګ سيا ته لازمه وه چه په ډير لوړ اوازدرس ور کړي تر څو چه هر زده کوونکي ددې درسونه واوري ٠ نو په لومړيو څو اوونيو کی ددې ستونی به تل بنديده ٠ دغه راز هلته هوا وچه ده ،نو هغه د نوموړی ځای د اقليم سره هم عادی شوی نه وه او لاسونه به يي چاوديدل ، خو هغه هيڅکله نه پښيمانه کيده ٠

پيغلې ځاو مينګ سيا په ريښتيا سره د هغو ښوونکو درناوي کوي چه په خپل تمام عمر کی په غريبو کليو کی درسونه ورکوی ، نو هيله يي وکړه چه د خپل زلميتوب او تودو وينو د لرلو په وخت کی دغه کار چه د غريبو سيمو له تعليمي چارو سره مرسته کوی تر سره کړی ٠ ددی په نظر دا د اړتياوړ يو کار دی ٠ هغې وويل چه زه ډيره نيکمرغه يم اوپه خپل تمام عمر کی مي په پوره احساس اووياړ سره فيصله وکړه چه په داوطلبانه توګه د چين د لويديځو غريبو سيمود تعليمي چارو سره مرسته وکړم ٠ د اينګ شانګ په منځني ښوونځي کی مي هره ورځ د خپلې دغې فيصلې له امله نيکمرعی احساسوله ٠

څرنګه چه د اينګ شانګ په منځنی ښوونځی کی د درس ور کولو وخت يو کال و ، نو ځاو مينګ سيا تر خپلې وسی پوري کوشش وکړ چه په دی يوه کال کی خپل ټول معلوما ت زده کوونکو ته ور کړي ٠ هغې زده کوونکو ته د سندرودرس ورکاوه ، دوی ته يي د بهر ښکلي نړۍ ورپيژندله او د ځينو زده کوونکو لپاره يي د زيږيدو د ورځو نمانځنه کوله چه مخکی له دی نه يي هيڅکله د خپلې زيږيدنې د ورځی نمانځنه نه وه کړی ٠ هغې وويل چه کله چه می وليدل چه زما زده کوونکي د واورو په ورځو کی هم د غرنې لارې په تللو سره ښوونځی ته راتلل او کله چه می وليدل چه دوي د غرمې په وخت کي د يخو اوبو په څښلو سره سړی ډوډۍ خوړلې ،په رښتيا سره مي هيله وکړه چه دوي ته معلومات او جرات ور کړم څو چه دوي خپل ښکلی برخليک جوړ کړي ٠

د داوطلبانو د رول د يادولو په وخت کی پيغلې ځاو مينګ سيا خبريالې ته يوه داسي قيصه وکړه چه يوه شاعر په سمندري سواحلو کی يو زلمی وليد چه هغه سمندري ژوي يعنی سمندري ستوری يو يو سمندر ته بيرته غورځاوه ٠ شاعر ور څخه پوښته وکړه چه ولې داسي کار کوی ، هغه ځواب ور کړ چه سمندري اوبه به ژرټيتې شي ، نو که دغه سمندري ستوري سمندر ته بيرته ونه غورځوم ، دوی به د لمر تر وړانګو لاندی وچې شي ٠ شاعر بيا وويل خو په سواحلو کی په زر ګونو يا په لس ګونو زره سمندري ستوري موجود دي ٠ زلمې بيا ځواب ور کړ چه ريښتيا ده چه زه ټول سمندري ستوري نه شم ژغورلی ، خو لږ تر لږه زه کولې شم چه په خپل لاس کی دغه سمندري ستوری وژغورم ٠

پيغلې ځاو مينګ سيا خبريالې ته وويل چه هغه او نور داوطلبان د هغه زلمی په شان دی ٠ د يوه کس قوه کمزوری ده ، خو کله چه په ټولو سمندري سواحلو کي داسي کسان راولاړ شی او ښکلي سمندری ستوري و ژغوري ، نو سمندر به له حياتي قوت نه ډک شی ٠