رمز – قدرمنو اوريدونکو ! د ډيرو تودو سلامونو په وړاندی کولو سره زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه ددی اونی د خپرونی په خپرولو سره ستاسو په خدمت کښی يو ٠
وانګ – په تيرو څو ورځو کښي مو د ډيرو اوريدونکو داسي ليکونه او مضمونونه او پوست کارتونه ترلاسه کړل چه هر يوه په ډير اخلاص سره ليکلی و او د سي ار ای د پښتو څانګی د خپرونی سره د هغوی مينه او علاقه د ورايه تری څرګنديده ٠
رمز – زمونږ اوريدونکی خو په ريښتيا هم د ډيری ستاينی او درناوی وړ دی ، خو ستونزه په دی کښي ده چه د هغوی ليکونه د مياشتو په تيريدو سره مونږ ته رارسيږی او کله چه مونږ هغه خپروو نو وخت پری ډير تير شوی وی ٠
وانګ – په ريښتيا هم دا خو يوه ستره ستونزه ده ٠ خو زمونږ اوريدونکی دی په دی پوره ډاډه اوسی چه هروخت او له هر څومره ځنډ وروسته که چيری د هغوی ليکونه مونږته رارسيږی نو مونږ ور ته په خپرونه کښي ځای ورکوو او خپروو يی ٠
رمز – وانګ جانی ! د نوموړو څو خبرو يادونه خو ښه کار ؤ اوس به لومړی ليک
راواخلو چه د کوم اوريدونکی دی ؟
وانګ – رمز صاحبه ! دا لومړی ليک ، ليک نه چه د ډيرو مضمونو او معلوماتی ليکنو يوه مجموعه ده چه د جنوبی وزيرستان له واڼا څخه زمونږد راډيو دوست او دائيمی اوريدونکی محمدجمعه خيالمند صاحب له خوا رااستول شوی دی ٠
رمز – که چيری اجازه راکوی چه د خيالمندصاحب د راليږل شويو مضمونو سر ليکونه يا عنوانونه به ولولو چه د کومو موضوعاتو په هکله يی ليکلی دی ؟
وانګ – مهربانی وکړۍ، بايد ووايم چه د خپرونی د وخت د لږوالی له امله به په همدی اکتفاء وکړو چه سر ليکونه يی ولولو خو دمضمونونواو معلوماتی ليکنو څخه به يی د راډيو په نورو خپرونو کښي ګټه واخلو ٠
رمز – ډير ښه ، د خيالمند صاحب د لومړی مضمون سر ليک داسی دی : ٌاخر د شريک حيات نوم ولی په خوله نه اخلی ٌ البته دا مضمون د ښځو د ژوند او حقوقو د بيانولو په هکله دی ٠
د دوهم مضمون عنوان يی دی : سائنسدانانو مصنوعی زړه ايجاد کړلو ٠
دريمه ليکنه يی تر کوم عنوان لاندی ده ؟
وانګ – د هغوی ددريمی ليکنی سرليک دا دی چه ٌ د وينی عطيه کول د صحت دپاره ګټور دی ٌ ٠ او څلورمه ليکنه يی د ٌ فضا ء او د ماحول اٌ لودګی د صحت دپاره مضر دی ٌ نوميږی ٠
رمز – دغه راز خيالمند صاحب د ګردی د ډبری د علاج طريقهء هره ورځ د غسل کولو يو ځان مينځلو ګټی ، زيات ايکسری کول د مختلفو بيماريو خطره ده او نوری داسی ليکنی يی مونږ ته راليږلی چه ور څخه مننه کوو ٠ ددوی د نورو ليکونو او مضمونونو په تمه ٠
وانګ – د پاکستان د پنجاب څخه زمونږ د راډيو اوريدونکی مسعود پرويز خان خپل لومړی ليک مونږ ته رااستولی او ډير ډير سلامونه يی پکښي ليکلی دی ٠
رمز – سلامونو ته يی وعليک وايو او مونږ هم ور ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ بله دا چه ښاغلی مسعود پرويز خان د خپل ليک په ترڅ کښي د سي ار ای پښتو څانګی د ټولو پروګرامونو ستاينه کړی ده ٠ مونږ به د تل دپاره هڅه وکړو چه دخپلو اوريدونکو د غوښتنو او ذوق سره برابرې خپرونی وړاندی کړو ٠
وانګ – هيله ده چه مسعود پرويزخان د خپل ليک ځواب اوريدلی وي او مونږ به هڅه وکړو چه چينايی مطبوعات او دخپرونی نور مواد ددوی په پته وليږو ٠ ستاسو د نورو ليکونو په تمه ٠
رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری څخه ښاغلی محمدعارف عرفان راليږلی او مونږ ټولو ته يی د زړه له کومی سلامونه ويلی دی ٠ زمونږ دغه اوريدونکی چه د هغه په قلم دا يی دوهم ليک دی چه مونږ ته يی استولی ګيله کړی چه زما لومړی ليک نه دی خپور شوی ٠
وانګ –په ريښتيا هم ځينی اوريدونکی له مونږ څخه همداسی ګيله من شوی خو ور ته دا ويل غواړو چه ليکونه يی زيات خو وخت مو کم دی ٠ نو مونږ لومړی هغه ليکونه خپروو چه اوريدونکی به د دغو ليکونو له ښو مضامينو او نظرياتو څخه ګټی واخستلی شي ٠دغه راز مونږ هم د اوريدونکی سوالونو ته ځوابونه ورکووچه اوريدونکی به هم لا زيات معلومات ترلاسه کړی شي ٠ البته مونږ کوشش کوو چه هغه اوريدونکی چه مونږ ته ليک راليږلی د مونږ او اوريدونکی په خپرونه کښي ددوی نومونه راياد کړو ٠
رمز – بايد ووايم چه د محمدعارف عرفان نورو ملګرو لکه محراب الدين ارمانی ، خان محمد جګرخون اينځر ګل او جمعه الدين فريادی هم مونږ ته ډير ډير سلامونه ليکلی چه سلامونو ته يی وعليک وايو ٠ زمونږ سلامونه دی هم ومنی ٠
وانګ – د ليک په پاي کښي عرفان صاحب د ملا نصرالدين يوه ټوکه او هم يی يوه ټپه راليږلی چه ټوکه به يی ور ته خپره کړو ٠
رمز – يوه ورځ ملا نصرالدين خپل زوی بازار ته بيوه ٠ زوی يی په بوجی کښي واچوه او په شا يی کړ ٠ د بازار په موټر کښي وخوت ، په موټر کښي يو سړی ترينه پوښتنه وکړه چه ملا صاحبه ! په دی بوجی کښي دی څه شي اچولی دی ؟ د ملا نصرالدين ور ته وويل چه په بوجی کښي می انار اچولی دی ٠ د ملا نصرالدين زوی له بوجی څخه غږ پورته کړ او ويی ويل چه زه انار نه يم بلکی انار ګل يم ٠
وانګ - دا وروستی ليک چه د چا له خوا راليږل شوی دی ؟
رمز – دا ليک نه بلکه ليکونه دی چه د نوی کال په مناسبت د مبارکی کارتونه د پاکستان نه زمونږ اوريدونکو د صمد د کلب مشر هارون الرسيد او نورو ملګرو له خوا يی ليکل شوی دی چه هر يوه محمد اصف خان او الله ديوايا چه ٨٩ کاله عمر لری
وانګ – دوی دی تر ډيره ژوندی وی ښه اوږد عمر يی تير کړی خو بيا هم د ځوانانو په شان زمونږ د خپرونی د اوريدو سره مينه لری ٠
رمز – هو همداسی ده او د کلب نورو غړو محمدخان مروت – عبدالروف خان چه ددی عمر هم ٦٥ کالو ته رسيدلی او حافظ ګل جنت هم ليکونه راليږلی دی ٠
وانګ – مونږ دغو ټولو اوريدونکو د پيرزوينو او د نوی کال په مناسبت د تودو مبارکيو نه ډيره شکريه اداء کوو ٠
رمز – مونږ ډير خوشحاله شولو چه د کلب ډير سپين ږيری او مخور څومره زمونږ د خپرونی له اوريدو سره مينه او علاقه لری ٠ دوی په ليکونو کښي داغوښتنه هم کړی ده چه د سي ار ای د پښتو څانګی د ټولو کارکوونکو په باره کښي معلومات ترلاسه کړی ٠
وانګ – ښه ! اوس به زه په دی باره کښي په لنډ ډول يو څه ووايم ٠ د سي ار ای پښتو څانګه اوس د پښتو کار پوه يعنی ستاسي په شول ٩ تنه کارکوونکی لری چه د ٥ تنو ښځو او ٣ تنو نارينه وو په شمول ٨ تنه چينايان دی او په دی جمله کښي ٤ تنه نطاقان دی چه يو سړی او ٣ تنه ميرمنی دی ٠دوی د تل په شان دی ته حاضر دی چه د افغانستان او پاکستان سره د چين د نيکو اړيکو د لازيات ټينګښت او د افغانستان د بيا ابادۍ د پرمختګ دپاره خپل پوره قوتونه وقف کړی ٠
وانګ – ګرانو اوريدونکو ! ددی دپاره چه محترم اوريدونکی د چين د بينالمللی راډيو سره اړيکی لا زياتی ټينګۍ کړی د سي ار ای پښتو څانګی دا پلان جوړ کړی دی چه د مارچ او اپريل په ٢ مياشتو کښي به د افغانستان او يا د پاکستان او چين په باب د مقالو سيالی ترسره کړی او ګران دوستان به وکولای شي چه د خپل وطن او چين په باب يوه مقاله وليکۍ او مونږ ته يی راوليږۍ ٠ زمونږ هدف دا دی چه خواږه اوريدونکی ددی سيالی له لاری د چين او افغانستان او پاکستان تر منخ د ښو روابطو په باب د خپلو نظريو تبادله وکړی ٠ هيله لرو چه قدرمن دوستان په دی سيالی کښي فعاله برخه واخلۍ ٠ مونږ به د راليږل شويو مقالو د کتلو نه وروسته لومړی – دوهمه او دريمه درجه جايزه وټاکو او و به يی ويشو ٠ او ځينی ښې مقالې به د مونږ او اوريدونکی په راتلونکو پروګرامونو کښي خپرې کړو او په راتلونکی راډيويی مسابقه کښي به هم ور ته اهميت ورکړو ٠
رمز – مهربانی وکړۍ چه خپلی ليکل شوی مقالی د اپريل تر ٣٠ می نيټی پوری مونږ
ته راوليږۍ او د نوموړی نيټی نه وروسته مقالو ته په سيالی کښي د ګډون حق نه ورکول کيږی ٠
وانګ – زمونږ پته دا ده : د چين د بينالمللی راډيو پښتو څانګه – بيجينګ – د چين ولسي جمهوريت ٠
رمز – د تليفون لمبر يی 00861068892656 او 00861068892631
زمونږ د انټرنيټ پته دا ده WWW . CRI . COM . CN
وانګ – ښه ! اوس د مونږ او اوريدونکی د نن شپې خپرونه پای ته رسيږی ستاسو کاميابی غواړو ٠