<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-05 21:58:14    
هغه چينی زده کوونکي به چه د لوړو تحصيلاتو دپاره بهرنيو هيوادو ته ځي، په مداومه توګه زيات شی .

cri

واورئ دچين دپوهنی د وزارت د احصايي له مخی په تير کال کښی د هغو زده کوونکو او پرسونلو شمير يو لکو اوولسو زرو دری سوو تنو ته ورسيدچه دلوړی تحصيلاتو دپاره خارجی هيوادونو ته تللی دي .د چين دپوهنی وزارت مامور ښاغلی څاو ګو سينګ په دی وروستيو وختونو کښی زمونږ د CRI راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه د هغو زده کوونکو شميربه چه د دولت له خوا بهرنيو هيوادو ته وروليږل شی ، په مداومه توګه زيات شی ،او همدار راز هغه زده کوونکی چه د لوړو تحصيلاتو دپاره په خپلو پيسو خارج ته تللی دی د حکومتی اداری په چوکاټ کښی شامل شی .

د زياتو کلونو نه راهيسی ځوانی زده ګوونګی په خارج کښی له زده کړی سره ليوالتيا راپيدا کړی ده ، تيرکال يو لکو اوولس زره دری سوه چينی زده کونکی د لوړو تحصيلاتو دپاره بهرنيو هيوادو ته تللی دی چه دغه رقم د ١٩٩٨ کال له اوو چندو سره برابر و . د احصائيی له مخی د ١٩٧٨ کال د پيل نه راهيسی په چين کښی ټول اوه لکه زده کوونکی د لوړو تحصيلاتو دپاره امريکی، جاپان، انګليستان ،کاناډا، استراليااو نورو هيوادونو ته تللی دی او دوی په عمده ډول د تيورۍ ، تخنيک ، کلتور ، هنر او ژبو او داسی نورو درسونو زده کړه کوی، تراوسه پوری لا هم څه د دپاسه پنځه لکه چينی زده کوونکی په حارج کښی دی ، له دوی څخه زياتره زده کوونکی په زده کړواو څيړنو لاس پوری کوی او يا علمی سفرونه کوی .ډير زده کوونکی د خپلو زده کړو نه وروسته بيرته خپل وطن ته راستانه شوی او د خپل وطن دپاره خدمت کوی . تير کال دنوموړ و زده کوونکو شمير له شل زرو تنو څخه اوښتی دی .دچين د پوهنی دوزارت په اړه د بين المللی همکارۍ او تبادلی د اداری رئيس ښاغلی څاو دو سينګ وويل چه نوموړو زده کوونکو د چين پر اقتصاد، ټولنيزی ودی ، په تيره بيا د علمی څيړنی په برخه کښی پر تدريسی کارونو باندی ژوره اغيزه اچولی ده .هغه وويل چه په خارج کښی د زده کړو له لاری د تدريس او اداری او علمی څيړنی په برخه کښی يو شمير بااستعداده کسان روزل شوی دی ، د چين د علومود اکاډمۍ د اکاډميشينانوپه جمله کښی په سلو کښی يو اتيا له خارج څخه بيرته خپل وطن ته راستانه شوی دی ،د عالی زده کړو بااستعداد کسانو د روزنی په برخه کښی طاقت پياوړی شوی ،د پوهنی ساينس او تکنالوجۍ په برخو کښی له مختلليو هيوادونو سره فاصله لنډه شوی او د پوهنی ساينس او تکنالوجۍ، کلتور، اقتصاد او تجارت په برخه کښی بين المللی همکارۍ او تبادلی زياتی شوی دی .

چين دنوموړو زده کوونکو دپاره داسی پاليسۍ غوره کړی دی چه په خارج کښی ددوی د زده کړو ملاتړ کوی ،دوی هڅوی تر څو بيرته خپل وطن ته راستانه شی ، دغه کسان خارج ته د تګ او بيرته خپل وطن ته د راتګ په برخه کښی پوره ازادۍ لری . د زياتو کلونو نه راهيسی د چين د پوهنی وزارت په پر له پسی ډول د تدابيرو په نيولو سره په دی برخه کښی ښه ښه کارونه تر سره کړی دی . تر اوسه پوری د چين د پوهنی وزارت په خارج کښی د اته ديرشو هيوادو په لويو سفارتونو او قونسلګريو کښی پنځه پنځوس تعليمی دفترونه تاسيس کړی او د دوستۍ د ټينګولو دپاره دچينی زده کوونکو موسسی ، د چينی پوهانو ، مسلکی موسسی او داسی نو رسازمانونه جوړ کږی دی چه شمير يی دوو زرو ته رسيدلی او په دی ډول يی د ګڼ شمير چينی زده کوونکو دپاره موثر ه اداره او ښه خدمتونه برابر کړی دی .

رئيس ښاغلی څاو دو سينګ وويل چه په راتلونکی وخت کښی به چين لا زيات چينی زده کوونکی خارج ته وروليږی اوس هر کال دری زره تنه زده ګوونکی د دولت له خوا ليږل کيږی .

په دې وروستيو کلونو کښی مخ په زياتيدونکی چينی زده کونکی د لوړو تحصيلاتو دپاره خارج ته تللی دیچه په دی جمله کښی زياتره يی داسی زده کوونکی دی چه په خپلو پيسو په خارج کښی درس وايی ، اوس دچين حکومت نوموړو زده کوونهکو ته وستر اهميت ورکوی . تير کال دولت ددوی د ملاتړ دپاره د ممتازو زده کوونکو دپاره د زده کړی سکالرشيپ يعنی تعليمی بورس تاسيس کړ او دغه زده کوونکی د حکومت تر اداری او پاملرنی لاندی نيول شوی دی .

يو شل کلن ځلمی چه شو وی جی نوميږی اوس په روسيه کښی د مسکو په دولتی پوهنتون کښی درس وايی ، هغه زمونږ د راډيو د خبريال سره په يوه مرکه کښی وويل چه دا چه د زده کوونکو د تشويقولو دپاره د دولتی سکالرشيپ تاسيسدل يوه ښه طريقه ده څو چه دغه زده کوونکی په لا زيات کوشش سره زده کړه وکړی او په راتلونکی وخت کښی به په لا ښه شان سره د دولت د ودی دپاره خدمت وکړی .زه به د دغه سکالرشيپ د لاس ته راوړلو دپاره کوشش وکړم .د ځلمی شو وی جی په نظر د دولت د انعام ورکوونکی او ملاتړ کوونکی پاليسۍ او د چينايانو دمخ په زياتيدونکو اقتصادی عايداتو له برکته به لا زيات ځوان زده کوونکی په خپلو پيسو په خارج کښی زده کړه وکړی . د خبرله مخی چين تر هر څه لومړۍ په امريکا ، جاپان ، انګليستان ، فرانسی او المان کښی د نوموړو چينی زده کوونکو دپاره سکالرشيپ تاسيس کړی او تراوسه يی سلو تنو ته انعام ورکړی دی ، په روان کال کښی به د پوهنی وزارت د سکالرشيپ د ور کولو چوکاټ او شميرپراخ او زيات کړی