<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-06 17:40:24    
د مينو په جشن کی د واده د ثبتولو څانګې ستړی شويدي

cri

د تيري فبرورې ١٤ مه نيټه د مينو له جشن سره مصادفه وه ٠ په دی ورځ کی د چين زيات شمير پيغلو او زلميانو چه په رومانتيک ډول په رسم او دود پسی ګرزي فيصله وکړه چه د مينو په جشن کی د خپلو ودونو ثبتول وکړي ٠

د چين د شانګ دونګ ولايت د جين نان ښار د ملکي چارود رياست په اړوند مربوطو څانګو د دغو مينو د ارزو د ليری کولو لپاره د فبروری په ١٤ مه نيټه چه د رخصتۍ ورځ وه ، په خاص ډول دروازې خلاصې کړی اود واده د ثبتولو په کار يي لاس پوری کړ ٠د احصايي له مخی ،د مينو په ورځ کی په دی ښار کی د هغو کسانو شمير چه واده يي ثبت کړی دی ، د عادی وخت په نسبت په لس ګونو ځله زيات شوي او په عمومي توګه د ٤٠٦جوړو مينو د خپلې ارزو سره سم د مينو په ورځ کی واده کړيدی ٠

د مينو د جشن په ورځ د سهار په اووه نيمو بجو ،د جين نان ښار د اوسيدونکو سيمو د خدمتي مرکز په اړوندد واده د ثبتولو د څانګې په بهر يوه يوه جوړه مينان هم په تلوسی او هم په ښادۍ سره سترګی په لاره وو ٠ خبريال وليدل چه زيات شمير مينو چه د واده د ثبتولو لپاره دلته راغلي وو، د هويت دکارت د راوړلو نه پرته ، دګلاب ګلونه اود سوغاتونو ډبلي يو او بل ته ورکول٠ پيغلې لي ژو بين او زلمی جانګ جون چه د واده د ثبتولو لپاره دلته راغي وو ، په محجوب حالت سره يي خبريال ته وويل چه نن د مينو جشن دی ، مونږ د زياتو وختونو لپاره دی ورځې ته انتظار ايستلی دی ٠مونږ هيله لرو چه د واده کولو د لومړی ورځی له پيل نه ، د مينو د جشن مبارکي به زمونږ له راتلونکی ژوند سره ملګرې وي ٠ يوه بله جوړه زلمي تيان او پيغلې وانګ په رضايت سره خبريال ته وويل چه نن که څه هم د رخصتۍ ورځ ده ، خو د ملکي چارو مربوطې څانګې هم کار کوی او زمونږ د واده کولو اسناد يي ثبت کړل او د عادي وخت په شان يوازي ٩ يونه پيسې چه د واده دتصديق نامې د جوړولو لپاره لګول شوي ، راڅخه اخلی ٠

د جين نان ښار د ملکي چارو د رياست په اړوند د ټولنيزو چارو د څانګې مرستيالې ساي سيوي فونګ خبريال ته وويل چه که څه هم نن د شنبې رخصتۍ ورځ ده ، خو د خلکو ښکلي ارزو ته د مثبت ځواب د ويلو لپاره ، زمونږ د واده د ثبتولو مختلفې څانګې نن هم د عادی وخت په شان کار کوي او مونږ به هرومرو د مينو په ورځ کی د واده کولو په باب د مينو ارزو ته مثبت ځواب ووايو٠ هغې زياته کړه چه په عادي وخت کی د واده د ثبتولو په يوه څانګه کی په منځنی ډول هره ورځ تقريباله لسو نه زياته جوړه پيغلې او زلميان دلته راځي ، خو نن په ګرد ښارکی په عمومي توګه د٤٠٦ جوړو پيغلو او زلميانو واده ثبت کړيدی ٠

د يوه بل خبر له مخی، د چين په هانکانګ کی چه د ژوند اهنګ يي چټک دی ،

دواده لپاره تياري نيول د بوختو هانکانګيانو لپاره له يوې خوا خوشحاله او له بلې خوا ستونزمن کاردی٠واده کول د خلکو په عمر کی لومړی مهم کار دی او مختلف تشريفات يي نه کميږي ٠خو د واده لپاره د تياري نيولو بهير ډير پيچلی دی او زيات وختونه اوانرژۍ ور ته پکار ده ٠

نود هانکانګ ځينو سوداګرو د دغو مراسمو د سر ته رسولو لپاره تجارتي فرصتونه پيدا کړی دي او ښه ګټه تر لاسه کوي٠دوي د واده کولو دسيستماتيک خدمت د برابرولو لپاره د واده د کميسونواو لوازمو نندارتون جوړوي څو چه د واده د لوازمو برابرونکي سوداګر او د واده کولو د مراسمو خدمت کوونکی سوداګر راجلب کړي او هغه پيغلې او زلميان چه غواړي واده وکړي کولی شي چه په يوه نندارتون کی د واده کولو د مراسمو سيستماتيک خدمت وټاکی اوخپل زيات وختونه اوانرژۍ سپما کړي، نو د هانکانګيانو له خوا يي هرکلي شويدی ٠

ددې نندارتون جوړونکي شرکت يعني د هانکانګ د اسيايي نندارتون د ګروپ محدود شرکت د مينو د جشن څخه په استفادې سره د روان کال د فبروری په ١٣ مه نيټه د هانکانګ د مجلسونو او نندارتونونو په مرکز کی يو ځل بيا د واده کولو د کميسونواو لوازمو دری ورځنی نندارتون جوړ کړ ٠

ددی شرکت د اعلان د څانګې ريسې پيغلې ليو خبريال ته وويل چه لس کاله دمخه زمونږ د شرکت له خواپه جوړ شوی نندارتون کی په عمده توګه د واده کميسونه ښودل کيدل ،خو د هانکانګ د واده کوونکو کسانو د اړتيا په زياتوالی سره ، شرکت خپل نندارتون داسي اصلاح کړ چه واده کوونکو خلکو ته سيستماتيک خدمتونه برابرولی شي ٠ ننداره چيان په نندارتون کی نه يوازی د واده کولو لپاره راز راز لوازم ليدلي شي ، بلکي هم دواده د ميلمستيا ، د واده د مراسمو، د واده دموټرونو ، د واده د بهير د ويديويي فلمونو د اخيستلو ،د واده د بلنليکونو د جوړولو ، د شاتو د مياشتې د سفر ، د بانکی کريديتونو او د ناوې د ښکلی کولواو سينګارولو په شمول يو لړ خدمتونه معلومولي شي ٠

د پيغلې ليو په قول ، لس کاله دمخه د نندارتون د جوړيدو راهيسی ، سږني نندارتون ٣٤ م ځل و او هر کال په منځنی ډول څلور واره نندارتونونه جوړيږی ٠ هغې وويل چه مونږ د مينو په جشن کی ، د جون او اګيست په مياشتو او د کريسمس په اختر کی نندارتون جوړوو٠ ځکه چه د مينو جشن او د کريسمس اختر د کال په سر او پاي کی تر ټولو نه دوه لوي اخترونه دي ، د جون او اګيست مياشتې دوبني فصل دی او هانکانګيان خوښوي چه په دی وخت کی واده وکړي ٠