<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-07 18:24:42    
په چين کې د مرغانو د ساتنې فعاليت

cri
واورئ په دې وروستيو وختونو کي دمرغانو د ساتنې د بين المللي اتحاديي له خوا د نړۍ د مرغانوپه باب سږنې رپور خپور شو او په هغه کي ويل شوي چه د کرنې د بي حده پراختيا او د زياتو ځنګلونو د پري کيدو له امله په ټوله نړۍ کې څه ناڅه يو زر دوه سوه يوولس ډوله وحشي مرغان له تباه کيدو سره مخامخ شوي چه په دې جمله کې يو سلو نهه اويا ډوله له سخت ګواښ سره مخامخ دي او شپږ سوه اته اتيا ډول يي اوس ډير لږ ليدل کيږي ٠ چين په نړۍ کي څلورم لوي هيواد دي چه د مرغانو ډولونه يي ډير دي ٠ د معلوماتو له مخې په چين کې يو زرو دوه سوه نهه اتيا ډوله وحشي مرغان شته چه په دې کې دوه سوه يو ديرش ډوله يي د ورکيدو له ګواښ سره مخامخ دي چه پنځه ډوله يي همداوس له نړۍ څخه تباه شوي دي ٠ په دي نسبت د مرغانو د ساتنې بين المللي اتحاديي په خپل راپور کې دا بلنه ورکړه چه د مرغانو د ساتنې له پاره دي بيلا بيل هيوادونه سره همکاري وکړي ، د چاپيريال د ساتنې تدبيرونه دي غوره کړي او د مرغانو د ساتنې بيلا بيل سيمه ايز سازمانونه دي جوړ کړي څو چه مرغان له دنيا څخه تباه نه شي ٠ چين د مرغانو د ساتنې په هکله ډير کارونه او کوششونه کړي دي ٠ مثلأ په ١٩٨١ کال کې دمرغانو د ساتنې د پياوړتيا او د مهاجرو مرغانو د ساتنې په هکله د چين او جاپان ترمنځ د موافقتنامې د تطبيقيدو په باب هغه راپور چه د چين د کرنې د وزارت په ګډون د اتو دولتي څانګو له خوا وړاندي شوي ، د چين د دولتي شورا له خوا منظور شويدي ٠ په نوموړي راپور کې له بيلا بيلو ولايتونو ،لويو ښارونو او خودمختارو سيمو څخه غوښتنه شوي چه هر کال له اپريل نه د مې تر لومړيو وختونو پوري د مرغانو د ساتنې د اوه نيزه فعاليت له پاره تبليغات وکړي چه له ١٩٨٢ کال نه وروسته هر کال د اپريل نه د مې تر لومړيو وختونو پوري د مرغانو د ساتنې د اوه نيز فعاليت د عملي کيدو فيصله وشوه ٠ له هغه وخت نه تر اوسه پوري د هيواد په اته ويشتو ولايتونو ، لويو ښارونو او خومختارو سيمو کي دمرغانو د ساتنې له پاره خپله يوه اونې وټاکله شوه ٠ د ١٩٨٢ کال له پيل نه د درويشتو کالو نه راهيسي هرکال د ټول هيواد په چوکاټ کې دمرغانو د ساتنې له پاره د يوه اونې تبليغاتي فعاليتونه ترسره کيږي ٠ لکه دمرغانو د ساتنې په باب غونډې جوړيږي ، ځوانانو او کوچينيانو ته په طبيعت ساتونکو سيمو کې د مرغان ليدل او نيول شوي مرغان خوشي کيدل او داسي نور ٠ خو له دي امله چې دمرغانو د اوسيدو چاپيريال د خرابوالي او د مرغانو د غير قانوني ښکار کولو فعاليت لا هم موجود دي ، نو په چين کې د مرغانو د ساتنې له پاره بايد اړوند قانون پياوړي شي او د مرغانو د غير قانوني ښکار مخه دي په کلک ونيوله شي٠ په نړۍ کې د مرغانو د ساتنې له پاره دوحشي ځناورو او مهاجرو مرغانو د ساتنې بين المللي کوانسيون جوړ شوي، د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې چين په جلا جلا توګه له جاپان او استراليا سره دمهاجرو مرغانو د ساتنې په باب موافقت نامي لاسليکې کړي دي ٠ اوس د نړۍ ډير هيوادونه د طبيعي چاپيريال د ساتنې له پاره دوحشي ځناورو او مرغانو ساتنې ته ډيره پاملرنه کوي ، لکه انګلستان په نړۍ کې دمرغانو د ساتنې په هکله ډير پرمختللي هيواد ګڼل کيږي ٠ په دي هيواد کې دمرغانو د ساتنې د شاهې ټولنې غړي څو لکو تنو ته رسيدلي او پکې د کوچينيانو يو ګروپ هم شته ٠ دغه راز په دي هيواد کي د مرغانو د ساتنې شل ګونه سيمې شته ٠ ويل کيږي چې له مرغانو سره مينه کول او د دوي ساتنه په دي هيواد کې د خلکو علاقه او عادت ګرزيدلي دي ٠ دوي هميشه ځيني خوراکونه لکه مومپلې ، جوار او پاتې شوي ډوډۍ په يوه لوښي کې اچوي او بيا هغه لوښي پر ونو ځړوي تر څو چه مرغان ويي خوري او په ارامه توګه ژمي تير کړي ٠ په استراليا کې هر کال يو شمير مهاجر مرغان د استراحت له پاره په سړکونو کې ګرزي ، د دغو مرغانو د ساتنې له پاره حکومت د سړکونو د تقاطع په ځاي کې خاص نښان درولي او له دې لاري له موټر چلونکو څخه غوښتنه کوي چه په دي ځاي کې خپل د موټر سرعت کم کړي څو چه مرغان والو ځي ٠ اوس دغه عمل په استراليا کې يو په زړه پوري عادت ګرزيدلي دي ٠ په هند کې هان په ١٩٦٢ کال کې د مرغانو د ساتنې له پاره يو روغتون جوړ شوي دي ٠ په دي روغتون کې هره ورځ په منځني توګه شل ټپي شوي مرغان منل کيږي ٠ په زړه پوري خبره خو دا ده چه ځينو هغه مرغان چه په دې روغتون کې د علاج له لارې روغ جوړ شوي ، نه غواړي چه له دي روغتون نه بهر ته والوزي ٠ سر بيره پردي په ډيرو هيوادونو کې د مرغانو د ساتنې له پاره قانون جوړ شوي او دمرغانو د ساتنې ډيرې طبيعي سيمې جوړي شوي ٠ مثلأ په المان کې د مرغانو د ساتنې له پاره څه د پاسه زر طبيعي سيمې شته چه عمومي مساحت يي د هيواد د عمومي مساحت نه په زرو کي نهه برخه نيسي ٠ اوس په ډيرو هيوادونو کې د يوقيمتې او ارزښناک مرغه په انتخابولو سره د خپل هيواد د ملي مرغه په توګه ورڅخه ساتنه کيږي ، لکه امريکه په نړۍ کې لومړني هيواد و چه په ١٧٨٢ کال کې کله چه د سپين سر کرکس په نامه مرغه له نړۍ څخه د له منځه وړلو په حال کې و ،د خپل ملي مرغه په توګه وټاکله ٠تر اوسه پوري په څه د پاسه شلو هيوادونو کې خپل ملي مرغه نومول شوي دي ٠ دغه راز د مرغانو د ساتنې بين المللي اتحاديي هم بيلا بيلو هيوادونو ته بلنه ورکړيده چه د خپل هيواد له پاره ملي مرغه وټاکې څو چه د مرغانو د ساتنې په هکله د هيوادوالو ايډيالوژي پياوړي شي