<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-12 15:45:46    

چين د نړۍ د غربت د له منځه وړلو لپاره خپل ستر خدمتونه سر ته رسولی دي


cri

د چين له خوا د ملينيم انکشافی هدف د تطبيق د حالت په باب راپور کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی په چين کښی د ملګرو ملتو د سازمان له خوا وړاندی شوی ، ويل شوی چه چين د غربت د کموالی او په نورو ساحو کښی د ليدو وړ برياليتوبونه لاس ته راوړی دی . په حقيقت کښی چين هغه هدف سرته رسولی دی .کوم چه نيمايی غريبان يی کم شوی دی .

د يو سلو پنځوسو دولتی او حکومتی مشرانو د هغی ژمنی له مخی چه په ٢٠٠٠ کال کښی د ملګرو ملتو د ملينيم انکشافی هدف په سرمشريزه غونډه کښی يی وکړه مختلف هيوادونه به کوشش وکړی چه د ٢٠١٥ کال دمخه د هغو نفوسو شمير نيمايی کمه شی ،کوم چه ژوند يی ډير غريب دی ، د غربت د کموالی په اړه يو لړ ټولنيز انکشافی اهداف تر سره کړی .دا د ملګرو ملتو د ملينيم انکشافی هدف دی او هغه د بين المللی ټولنی د انکشافی بهير د اندازه کولو مهم ستندرد دی .

د ملګرو ملتو له راپور څخه څرګنديږی چه چين د شلمی پيړۍ د اوومی لسيزی په پای کښی د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ په تطبيق پيل کړی و ، له هغه وخت نه راهيسی د غريبانو شمير په ١٩٧٨کال کښی له دوو سوو پنځوسو مليونو تنو نه په ٢٠٠٠ کال کښی ديرشو مليونو تنو ته کم شوی دی .

د نړۍ د بانک مرستيال د جنوب لويديځ چين په سيمو کښی له غريبو سيمو سره د مرستی د پروګرامونو څخه دليدنی کتنی نه وروسته وويل چه په چين کښی او د اسيا په سيمه کښی د غريبانوسره د مرستی په برخه کښی ترلاسه شويو برياليتوبونود غربت په ضد چارو کښی نړۍ ته هيلی را پيدا کړی ده ..

په تيره پيړۍ کښی د نهمی لسيزی نه راهيسی دچين د اقتصاد د چټکی ودی په اثر په شل ګونه مليونه خلک له غربت څخه ژغورلی دی .په همدغه موده کښی د اسيا او ارام سمندر په سيمه کښی يو سلو اوه څلويښت مليونه تنه خلک له غربت څخه ژغورل شوی دی .د ملګرو ملتو د سر منشی مرستيال د ملګرو ملتو د ملينيم انکشافی هدف په بين المللی مباحثوی غونډه کښی چه په دی وروستيو وختونو کښی په بيجينګ کښی جوړه شوه، وويل چه د دغو برياليتوبونو تر لاسه کول په عمده ډول دچين د اقتصادی چټکی ودی او د هند په ليدو وړ ترقۍ پوری اړه لری .

د چين دودی او اصلاح د ملی کميټی مرستيال جو ځی سينګ وويل چه د نوموړی هدف تر سره کول د مختلفو هيوادونو له مشخصو حالاتو څخه نه شی جلا کيدای ، د غربت د له منځه وړلو په برخه کښی د چين حکومت د کليو دواقعی حالاتو سره سم په معقول ډول دغربت ستندرد ټاکلی دی .که څه هم دغه ستندرد د نړيوال بانک

له خوا د ټاکل شوی ستندرد څخه ټيټ دی ،خو دچين له واقعی حالاتو سره سمون خوری ،

اوس په چين کښی د غربت دوه ستندردونه ټاکل شوی دی .د غريبانو څخه د مرستی دپاره د دولتی شورا په اړه د دفتر د احصائيی له مخی د تيرکال ترپايه پوری دهغو غريبانو شمير چه د هر تن په سر کلنی عايدات يی له شپږو سوو دری اوياو ژن مين بی يونو څخه ټيټ و، نه ويشتو مليونو تنو ته ورسيد ،د هغو ښاريانو شميرچه که څه هم ددوی اساسی ژوند تضمينيدای شی،خودهريو تن په سر کلنی عايدات لا هم له اتو سوواته اتياو يونو څخه ټيټ و ،شپږ پنځوسو مليونه يو لکو اوياو زرو تنو ته ورسيد ،دغه دواړه ټول پنځه اتيا مليونه تنه وو، دغه کسان عمده هدف دی چه په اوسنی مرحله کښی حکومت بايد ور سره مرسته وکړی .

له نوموړی راپور څخه څرګنديږی چه چين به د عمومی اقتصادی ودی او د کرڼی ،عامه روغتيا ، پوهنی، ټولنيز ضمانت او د کورنی لارښودنی د چارو د تطبيق له لاری نوموړی هدف تر سره کړی ، په ښارونو کښی د غربت د مسالی د حل دپاره چه ورځ په ورځ سختيږی ،اوس د چين حکومت غريبانو او بيکارانو ته د کار د فرصتونو د برابرولو اود فنی کورسونو د پرانيستلو او د بيکاری د بيمی د سيستم دايجاد په شمول د عمومی پاليسۍ په تطبيق بوخت دی .

خو په دی وروستيو کلونو کښی له دی کبله چه دعايداتو په برخه کښی د ښاريانو او کليوالو ترمنځ فاصله پراخه شوی او غريبان دهيواد په بيلو بيلو ځايونو کښی شته ، نو ځکه له غريبانو سره د مرستی په برخه کښی دچين کار ډير ګران دی ، دکار سرعت يی هم په ښکاره توګه بطی شوی دی .دودی د نابرابرۍ د حالت له مخی دچين حکومت هراړخيز، هماهنګ او مسلسل نوی انکشافی نظريه وړاندی کړی ده .د ملګرو ملتو د سر منشی مرستيال د بزګرو په غاړه د بارونو د سپکولو ، په کرنه کښی د لا زياتو پانګو د اچولو او په کليو کښی د طبی، تعليمی او اساسی تاسيساتو د شرايطو د ښه والی په شمول دچين د حکومت له خوا د نيول شويو پاليسو ستاينه وکړه او ويی ويل چه دغه پاليسۍ د غريبانو اړتياوی رفع کولی شی او د ستاينی وړ دی .

دچين د دولتی شورا غړی تانک جا سوان په نوموړی مباحثوی غونډه کښی يوه وينا وکړه او ويی ويل چه نن ورځ نوی انکشافی نظريه دچين د خلکو په زړونو کښی ځای لری.د اقتصاد ، ټولنی، انسان او کلتور او چاپيريال په شمول څو څو انکشافی اهداف د بيلو بيلو درجو د حکومتونو د موافقيتونو د اندازه کولو ستندرد ګرځيدلی دی . دا به حتما په چين کښی د ملينيم انکشافی هدف د سرته رسولو دپاره ګامونو ته نوره هم چټکتيا ورکړی .

د ملګرو ملتو په اړه د تجارت او ودی د کنفرانس سر منشی په غونډه کښی وويل چه چين د دغه هدف د سرته رسولو په برخه کښی يو ډير ښه سر مشق ګڼل کيږی،دهغه د کاميابيدو په اثر به نوموړی هدف ښه تر سره شی .