<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-13 09:26:54    
د يوه بزګر د ليرې فاصلې تيلفون

cri

واورئ ګرانو اوريدونکواود انترنيت دوستانو ، اسلام عليکم

د چين د ملي ولسي کانګرس او ولسي سياسي مشورتی کنفرانس کلنی غونډې څو ورځی دمخه په بيجينګ کی پاي ته ورسيدې . ددغو دوو غونډو په موده کی د چين صدراعظم ون جيا باو د حکومتی کار په باب خپل راپور کی وويل چه د کرنې ، کليو او بزګرود موضوع حل وفصل ته د اوسني حکومت په ټولو کارونو کي ځانګړي اهميت ورکول کيږي . د حکومت دغه پريکړه د چين د ګڼ شمير بزګرو لخوا د تود هرکلی او ستايلو وړ ګرځيدلي ده. د پروګرام په دي برخه کی به يوه داسی کيسه چه زمونږ د خبريالې په مخ کي تيره شوي وه ، تاسو ته وړاندي کړو .

څو ورځی دمخه د خبريالې يوه دوست له خپل ټاټوبي څخه هغې ته د ليری فاصلې تيلفون وکړ . د تيلفونې مکالمې په پيل کی يي نوموړي دوست ځينې شکايت اميزې خبرې وکړې او و يي ويل چه ته دومره مصروفه يی چه تا ته مې څو څو واره تيلفون وکړ ، خو په کور کي نه وی. خبريالې په حيرانتيا او تلوار سره ترې پوښتنه وکړه چه څه پيښه شوې ده ؟ د هغې دوست وويل چه په حقيقت کی څه مهم کار نه لرم . زه يوازي ډير غواړم چه د روان کال د دوو غونډو په مقابل کې خپل خاطرات ، نه ، ښايي چه زمونږ د ټولو بزګرو خاطرات وي ، څرګند کړم .څو ورځی نه مخکی مې د تيلويزيونې صفحې (پردې) نه په بيجينګ کې د دوو غونډو دجوړيدو جريان د کتلواوپه ځانګړي ډول د حکومتی کار په باب د صدراعظم ون جيا باو د راپور د اوريدو نه وروسته مې زړه له هيجان او خوشحالۍ نه ډک شو، حتی دی حد ته رسيدلی چه که له چا سره دخپلو خاطراتو په باره کي ونه غږيږم ، ګواکی چه زړه می دريدلی وی .ما فکر کاوه چه زمونږ له کلی څخه يوازي ته په بيجينګ کی ژوند کوې او يوه ژورناليسته هم ياست ، نو طبعأ تا ته می دا تيلفون وکړ او ستا سره به يوڅه وغږيږم .

د تيلفونی کرښې په بله څنډه کي د خپل پلرنی ټاټوبی په لهجه د دوست دخبروپه اوريدو سره خبريالې ته غيرمترقبه خبره دا وه :څلويښت کاله کيږي چه خبريالی دزده کړی او کارلپاره له خپل پلرني ټاټوبي څخه ووتلې او په دي موده کی خپلې اصلي خاورې ته دستنيدو ځله هم د ګوتوپه شمار دي .د هغې په د ماغ کی هغه خاطرات ډير ژور دي چه ساده او صادقانه بزګرو د خپلی مځکی اود کورنيو غړو له خوراک او پوښاک نه پرته ،له نورو کومو کارونو سره دومره علاقه نه درلوده . خو اوس د پلرني ټاټوبي يو بزګر چه له پلازمينی بيجينګ څخه څو زره کيلومتره لري ،د دوو غونډو په مقابل کی د خپلو خاطراتو د څرګندولو لپاره له خبريالې سره د ليرې فاصلې تيلفونی خبرې کوي چه دا کار پخوا نه ليدل کيده .

د خبريالې د دوست نوم سياو جاو سيان دی او له کرکروندې نه پرته ،دخپل کلي د کريدت په کوپراتيف کي هم ونده په غاړه لري . هغه د تيلفون له لاري خبريالې ته وويل ، اصلأ دوي له دغی هغی غونډې سره دومره علاقه نه درلوده . ولې چه دوي د غونډو په اړوند په ځينو موضوغاتو نه پوهيږي . مګر دبزګرو په نظر، سږنی دوې غونډې له تيرو کلونو سره څه توپير لري . هغه وويل چه د حکومتی کار په باب د صدراعظم ون جيا باو په راپور کی په ځانګړي ډول دا راياده شوې ده چه بايد تر هر څه نه مخکی د کليو او بزګرو مساله تر غور لاندي ونيول شي . دغه شان په راپورکی دي ته اشاره شوي چه بزګرو ته د عايداتو زياتول د کليواو بزګرو د مسالې د حل وفصل لپاره د کلی اهميت لري . په راپور کی د راتلونکوپنځو کالو په اوږدوکی دزراعتی مالياتو لغوه کول هم اعلان شوی ..... چه دغه ټول زمونږ د بزګرو لپاره د ډيرې پاملرنې او علاقی وړ موضوګانی دي او زمونږد بزګرو د زړونو خبرې دي . ځکه چه د وروستيو کلونو راهيسی مونږ دا احساسوو چه د ښارونو په مقايسه د کليوالی سيمو ترقۍ اوسمسورتيا ته د حکومت پام او توجه لږ ښکاري . مګر اوس ښه شوچه مرکزي حکومت د کليوالی سيمو پرمختګ ته په درنه سترکه ګوري او د اړوندو ستونزو دليري کولو او مسالو د حلولو لپاره يي مشخص تدبيرونه هم نيولي دي . مونږ د دغو ټولوخبرو د اوريدو نه وروسته ډير خوشحاله شوو او له مونږ بزګړو سره د حکومت له دې پاملرنې او توجې څخه ډيره مننه کوو .......

تيلفونی مکالمی د نيم ساعت لپاره دوام درلود او په پاي کی دخبريالې دوست د زړه له کومی داڅرګنده کړه چه زمونږ په نظر، موجود حکومت ترپخوا نه خپله توجه او پام د عامو وګړو ګټو ته اړولی دی او د حکومت د مامورينو او ولسونو زړونه په لا نژدي توګه سره تړل شوي دي . ته ووايه چه زما دغه خبره صحيح ده که نه ؟!

خبريالې د خپل دوست د هغو خبرو په اوريدو سره چه په ساده لهجه او د زړه له اخلاص يي اوسنی حکومت وستايه ، دا احساس کاوه چه د اصلاحاتو او ورخلاصون دپاليسي د تنفيذيدو نه راوروسته په خپل پلرنی ټاټوبي کی په رښتيا سره لوي بدلون منځ ته راغلی دی . د بزګرو مادي ژوند ډير ښه والي موندلی او د خوراک او پوښاک د اړتيا د پوره کولو لپاره د ويرې او انديښنې وړ ورځې تيرې شوي دي ، تيلويزيونی ماشين ،د تيلفون سوچ بورد ، د کاليو مينځلو ماشين ، برقی ديګ او داسی نور بيلا بيل کورنی برقی سامان الات نن سبا د بزګرو په کورونو کی ډير ليدل کيږي . حتی هغه پديده هم تازه نه ده چه د زياتو ځوانو بزګرو په لاسونو کی موبايل تيلفون شته . په تيره بيا د وروستيو څو کلونو نه راهيسي د مادي ژوند د ښه والي او د کلتوري ژوند د غنی کيدو په څنګ کی د بزګرو روحياتی بڼه هم بدلون موندلی اونوی شوي ده . اوس ددوي د پاملرنې وړ

موضوع ګانې يوازي او يوازې کروندی کارونه نه دي بلکی د هيواد په اړه سترواو مهمو کارونو ، په تيره بيا د هيواد له هغو لويو کارونو سره چه ورسره نژدي رابطه لري ، ډيره پاملرنه کوي .