<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-13 16:28:59    
د بيجنګ د پاخه عمر نامتو ښځو په پاريس کی خپل په زړه پوري هنر او ښه دود څرګند کړ

cri
د ٢٠٠٤ کال د جنوری ٢٧ مه نيټه د چين او فرانسې د سياسي روابطو دتاسيس له ٤٠ مې کاليزی سره مصادفه وه ،مخکی له دی نه د دواړو هيوادو مشرانو شخصا فيصله وکړه چه د دواړو هيوادونو په پايتختونو کی د کلتوري کال په نامه فعاليتونه جوړ کړي څوچه د دواړو هيوادونو تر منځ کلتوري او هنري تبادله پرمخ بيول شی ٠ د چين د کلتوري کال فعاليتونه د٢٠٠٣ کال په منی کی د فرانسی په مرکز پاريس کی پيل شول او د فرانسی خلکو د دغو رنګارنګو فعاليتونو له لاري دچين په باب لا زيات معلومام تر لاسه کړل چه د دواړو هيوادونو د خلکو تر منځ دوستي لا زياته شويده ٠ د تيرې جنوری ٢٤ مه نيټه د چين د عنعنوی پسرلني جشن سره مصادفه وه ٠د چين د کلتوري کال د فعاليت د يوې مهمې برخې په حيث ، د پاريس ښار د شانزريزي په لوی واټ کی د ٧ زرو تنو چينايانو په ګډون لوي رسم ګذاشت يا پريټ وشو٠د دغه لوی پريټ يا رسم ګذاشت په ترڅ کي د پاريس ښاريانو ته د چين غني او رنګارنګ جشني کلتور او هنری شکلونه و ښودل شول چه په نتيجه کي سترې کاميابۍ تر لاسه شوې ٠ د جنوری د ٢٤ مې نيټې له غرمې نه وروسته ، د پاريس د شانزريزي په لوی واټ باندی د لمرزريني وړانګې خپرې شوې چه دغه حالت د پاريس په ژمی کی ليږ ليدل کيږي ٠ د ارکد تريووم تر دروازی لاندی چه لوي سره فانوسونه ځوړندوو ، د بيجنګ اوپرا د ډولونو او زنګونو اوازونه راپورته شول ٠د بيجنګ ٤٥ تنو د پاخه عمر ښځو چه ښکلې سره ملي لباسونه يي اغونستلي وو او د مربع شکل د رنګه دستمالونو او ژيړ رنګه لنډو ميلو په ښوولو سره يي نڅا کوله ، د رسم ګذاشت يا پريټ په صف کی يي خپل په زړه پوري هنر او ښه دودونه څرګند کړل ٠ دوي ښکلې ونې او د نڅا ښکلی حرکات نه درلودل ،خوددوي رنګي ملی لباسونو ، زيات زړه وړونکي چيني موزيک ، ددوی د نڅا سپکو او ښادمنو قدمونو،ددوي له ځاني اعتماد اوخوشخالۍ نه ډک مخونو او له هيجانه په ډکو احساساتو نندارې د پاريس بي شميره ښاريانو سترګی راجلبې کړي چه د هغوي په تودو چکچکو او نارو بدرګه کيدلې ٠ دغه د يانګ ګه په نامه د نڅاکولو ټيم د بيجنګ دښاري اوسيدونکو له خوا جوړ شوی غير رسمي ټيم واو د غړو منځنی عمر يي ٥٢ کلونو ته رسيده٠ په دی ټيم کی ٦٢ کلنه ښځه چي شو لانګ تر ټولو نه د توجه وړ وه ٠ددې عمر د نڅاکولو په ټيم کی تر نورو نه زيات و، خود نندارې د ښودلو په ترڅ کی يي تر نورو نه ښه نڅاکوله چه د ننداره کوونکو له خوا په زياتو چکچکو ستايله کيده ٠هغې خبريال ته وويل چه پاريس ته د رسيدو دمخه زماروغتيا ښه نه وه ، نو زمادکورنې غړو له ما سره موافقه درلوده چه نندارې د وړاندي کولو لپاره خارج ته لاړه شم ٠وروسته ما دوی ته قناعت ورکړ او ورته می وويل چه دا يوه د دولت په نماينده ګی باافتخاره او ګرانه دنده ده ، غواړم چه خارجيان وګورم چه د يانګ ګه په نامه زمونږ د ملي نڅا څومره هرکلي کوي او ور ته ښه او شاباس وايي ٠ کله چه سپين سرې چي شو لانګ دغه خبري کولې ، روغتيا يي ښه وه او خوله يي له مسکا نه ډکه وه ٠ د جنورۍ ٢٤ مه نيټه هم د چين د عنعنوی پسرلني جشن او هم د ټيم د غړي چنګ سياو مې د زيږيدو له ورځې سره مصادفه وه ٠نو هغې د لومړی ځل لپاره په خارج کی د چين عنعنوي پسرلني جشن تير کړاو د خپلې زيږيدنې د ورځې يي نمانځنه يي هم وکړه ٠ هغې په هيجان سره خبريال ته وويل چه دا ځل يو ډير قيمتی فرصت و چه مونږ د بيجنګ د عامو خلکو په نماينده ګی د پاريس د شانزريزی په لوی واټ کی نمايش ورکړ او دا زما په عمر کی تر ټولو نه نيکمرغه وخت دی چه مونږ د بيجنګ د عامو خلکو په تيره بيا د چين د متقاعدو کسانو روحياتي څيره او غني او رنګارنګ ژوند فرانسيانو ته ښيوو څوچه دوی د چين د عامو خلکو د ژوند په باب يو څه معلومات تر لاسه کړي ٠ که څه هم دا د يانګ که په نامه د نڅا غير رسمي ټيم و، خو د هرغړي د نڅا ننداره په زړه پوري وه ٠ د ټيم غړي د بيجنګ ښار د سوانګ وو په ناحيه کی د يانګ ګه په نامه د نڅا له څه د پاسه اوياوو غير رسمي ټيمونو نه انتخاب شوي او ددوی څخه زياتو غړو د بيجنګ د يانګ ګه په نامه د نڅا کولو په لويه مسابقه کی ګډون کړی و او لوي جايزې يي اخيستي دي ٠ ددی لپاره چه د پاريس ښاريانو ته ډير ښه او په زړه پوري هنري نندارې وړاندي کړی ،نو دوی د څه د پاسه يوې مياشتې لپاره تمرينات تر سره کړل ٠ د فرانسی يوې تقاعد شوی ښځينه ننداره چي چه د چين د يانګ ګه په نامه د نڅا د ټيم نمايشونه يي وکتل ، ددوي ډيره ستاينه وکړه ٠ کله چه هغه خبره شوه چه ددی ټيم د غړو منځنی عمر ٥٢ کلونو ته رسيدلی ، ډيره حيرانه شوه او د بيجنګ نه د راغلو دغود پاخه عمر ښځو يي ډير تحسين وکړ او په ستاينې سره يي وويل چه ددوی د نڅا حرکات چابک وو٠ هغې خبريال ته وويل چه فکر مي و نه کړ چه دغه څه د پاسه ٥٠ کلنې معمرې ښځې هم دومره له تودو احساساتو اوحياتی قوې نه ډکه نڅا کولي شي ٠ زه ريښتيا هيله لرم چه ددوی په شان د هرې ورځې په سهار په پارکونو کی نڅا وکړم اوله نورو خلکو سره يو ځاي په خوشحالۍ سره ګپ شپ ولګوم ٠ په فرانسه کی که څه هم ډول ډول ډانسونه شته ، خود زياتو ډولونو ډانسونه د متقاعدو کسانو سره مناسب نه دی ، که فرصت ولرم ، زه به په ازمايښتي ډول چيني نڅا وکړم ٠