<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-04-14 15:44:53    
د يوې مليونري مور هيله

cri
 واورئ اوس په ډيرو شتمنو هيوادونو کي يو شمير هغه شتمنې کورنې رامنځ ته شوې چه ميندي او پلارونه نه غواړي چه خپل ټول جايدادونه اولادونو ته ورکړي ، بلکه هيله من دي چي خپل اولادونه د خپل قوت په اتکا او د خپلو کوششونو له لاري په ټولنه کي خپل مقام پيدا کړي ٠ د امريکي په مثال د امريکي په څه د پاسه درو مليونو دوو لکو تنو مليونروکي به نژدي شپږ لکه شتمن خلک خپل زياتره برخه جايدادونه د ټولني خيريه سازمانونو ته ورکړي ، ځکه دوي دا انديښنه لري چي جايدادونه به اولادونو ته زيانونه ورسوي ٠ اوس مخ په زياتيدونکي شتمن دا نظر لري پريږدي چه اولادونه مو خپل ځان په اتکا په بهر کي کارکوي او خپل ژوند تامين کړي چي دا به د دوي د راتلونکي له پاره ګټور وي ٠ په چين کي دغسي مسئلي هم موجودي دي ، د چين د اقتصاد په چټکه پرمختيا سره د چين د خلکو د ژوندانه سويه ډيره اوچته شوې ده او د يو زيات شمير خلکو ژوند شتمني سويي ته رسيدلي دي چي په دي کي ځيني اولادونه د خپلو ميندو او پلارونو په اتکا دخپلو مادي او روحياتي اړتيا د پوره کولو له پاره په بي حده توګه پيسي مصرف کوي او له لوکس او تجملي ژوند څخه خوند اخلي ٠ د شمال ختيځ چين د شين يانګ ښار يوه مور چه جاو مين نوميده، داسي مور وه چه که څه هم خپل جايدادونه يي نژدي پنځو مليونو ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي ، مګر هغه ددي له پاره چي خپل يوازني زوي يي په ټولنه کي خپلواک ژوند وکړاي شي ، په ټينګ عزم سره يي خپل اتلس کلن زوي له کور نه شړلي څو چي يي زوي په کړاونو کي خپل ځان وروزلي شي او د زيار له لاري ژوند وکړي ٠ ميرمن جاو مين د شين يانګ ښار دمفروشاتو دجوړولو د يوي فابريکي خاونده وه چي د هغې دغه تصدۍ د هغه د ډيرو کالو د کوششونو له لاري رامنځ ته شوې ده ، د هغې زوي سوي جيان ګو نوميږي او دا يي يوازني زوي دی ٠ په دوه زره دوهم کال کي کله چي د هغه زوي اتلس کلنۍ ته ورسيد،او په پوهنتون کي و نه منل شو ، مور يي په قطعي توګه ور ته وويل چي ته بايد د کار له پاره بهر ته لاړ شي او يو کال نه وروسته بيرته راشي ، لومړي سوي جيان ګو ګمان کاوه چي مور يوازي ټوکي کوي ، خو په پاي کې پوه شو چي دمور خبرې يي ريښتيانې خبرې دي ، مور يي دا هم ور ته وويل چه په دي يو کال کي ته نه شي کولي چي کور ته تلفون وکړي يا بيرته کور ته راشي او له کور نه پيسي واخلي ٠ مور يي يوازي هغه ته يو زر يوانه ورکړل ٠ سوي جيان ګو ډير خفه شو او په همدي کال د سپتمبر په دوه ويشتمه نيټه مجبورا له کور نه ووت ٠ بهر نه د وتلو نه وروسته سوي جيان ګو لومړي دا ليان ښار ته لاړ او په دي ښار کي د کار د پيدا کولو په هکله څو څو ځله ناکام شو او پيسي يي هم تژدي پوره مصرفي شوې ، په داسي حال کي هغه مجبورأ په يوه کوچني رستوران کي د لوښو د مينځلو او جارو کولو په کارونو پيل وکړ ، دغه کار ډير دروند او مياشتني معاش يي ډير لږ و ،برسيره پردي يي په کار کي هيڅ رخصتۍ هم نه درلود ، سوي جيان ګو تل له سهار نه تر نيمې شپې پوري په کار بوخت و٠ په دي بهير کې هغه کور ته تلفون و کړ ، خو د تلفون لمبر تبديل شو ، ورپسي هغه په پټ ډول بيرته کور ته راستون شو ، خو مور يي خپل کور بل ځاي ته انتقال کړی و ، په دي اثر د مجبوريت له مخې هغه بيا بيرته رستوران ته ستون شو او په خپلو کارونو يي پيل وکړ ٠ يو وخت هغه سخت ناروغ شو او د علاج له پاره له نورو نه څو زره ژن مين بي يوانه په امانت واخيستل ، د پيسو د بيرته ادا کولو له پاره هغه د رستوران له کار څخه استعفا وکړه او د يوه کارګر په توګه استخدام شو ، که څه هم کار يي ډير دروند و ، خو په مياشت کي يي يو زرو پنځه سوه يوانه ترلاسه کاوه ٠ سوي جيان ګو په تينګ عزم او د کړاونو په زغملو سره پر دي کار باندي ټينګارو کړ او پور يي هم بيرته ادا کړ،له دي نه وروسته يي په خپلو کارونو کي هم ځيني تجربي ترلاسه کړې او په جرأت سره يي په خپله د کار ګروپ جوړ کړ ٠ د ٢٠٠٣ کال تر اګيست پوري سوي جيان ګو د خپلو کوششونو له لاري نژدي دوه لکه ژن مين بي يوانه لاس ته راوړل د دي کال د سپتمبر په دوه ويشتمه نيټه سوي جيان ګو په بهر کي پوره يو کال کار و کړ ، د همدې ورځې په شپه کي دده يو دوست هغه ته دده د مور يو خط راوړ ، په دي خط کي ليکل شوي و ګران زويه ، کله چي زما دغه ليک تا ته درورسيږي ، نو ما به له دنيا څخه سترګې پټې کړي وي ٠ ځکه چي زه په سخت سرطان اخته شوې يمه ، ستا دژوند مسئله زما په زړه کي تر ټولو نه نا ارامه مسئله پاتې شوه ، اوس زه پوه شوي يمه چي ته له کړاونو نه له ډک ژوند سره مخامخ شوي يي او د ژوند په وړاندي ډير زورور او ټينګ شوي يئ، نو زه کولي شم چي سترګي پټي کړم ٠ اوس مي زړه أرام شوي او غواړم چي خپل شرکت تا سو ته و سپارم او يقين لرم چي ته به يو وتلي صنعت ګر وګرزئ٠ سوي جيان ګو له خپل دوست نه خبر اخيستي چي دده مور د نوموړي کال د جون په مياشت کي مړه شوه ٠ هغه د مور د مقبري په وړاندي سخت وژړه او سوګند يي وخوړ چي په د خپلې مور جدي تعليمات په خپل ټول عمر کي ياد کړي ٠ د خبريال سره د مرکي په ترڅ کي هغه وويل چي د يو کال د کړاونو او کوششونو له لاري نه يوازي زما اراده ټينګه شوې بلکه په ټولنه کي د ژوند غني تجربي مي هم ترلاسه کړي دي ٠ زه به د کور جوړولو په چارو کي پانګي واچوم ، با ور لرم چي په راتلونکي کي به کاميابه شم